وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿۸۳﴾ وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَنْ يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ ﴿۸۴﴾
اوکله چه واوری دوی هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی رسول ته وینی به سترگی ددوی چه ډکیږی (بهیږی) دا اوښکونه دوجی ددی نه چه دوی اوپیژندلو حق، وائی دوی ای ربه ځمونږه ایمان راوړی دی مونږپس اولیکه مونږدشهادت کؤونکونه ﴿۸۳﴾
اوڅه عذر دی ځمونږ چه ایمان به نه راوړو په اللّه تعالٰی اوپه هغه څه چه راغلی دی مونږته دحق نه ، اوطمع لرو چه داخل به کړی مونږه رب ځمونږ دقوم نیکانوسره ﴿۸۴﴾
[۸۳] داهم عطف دی په ماقبل صفتونوباندی اوهغه صفتونه په دوی کښی دقرآن اوریدلو نه مخکښی موجود وؤ اوداصفت دقرآن په وخت کښی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه تکمیل د مخکی دری صفتونوپه دی څلورم صفت سره دی (تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ) (سوال) په دی کښی خودبهیدلوصفت دسترگودپاره ذکرکړی دی اوحال داچه داصفت داوښکودی؟ (جواب) په دی کښی مبالغه ده په اصل کښی داوؤ چه سترگی ددوی ډکی شی داوښکونه بیا را بهیږی یامن په معنیٰ د باسره دی (مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ) اول من اجلیه دی اودوهم دبتعیض دپاره دی یعنی د بعضی حق پیژندلو سره ژړا اوکړی اوکله چه ټول واوری نوبیاخوبه ددی نه زیاته ژړا وی (يَقُولُونَ) دا دلیل دعدم استکبار دی (فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ) مراد ددی نه امت د محمد ﷺ دی په دلیل دصفت ددوی په سورة بقره (۱۴۳) اوسورة حج (۷۸) کښی او داسی دعا دنصاریٰ مشرانوهم غوښتلی وه -
[۸۴] داجواب دهغوی وؤ په رد دهغه چا کښی چه دوی له ئی ملامتیا ورکوله چه تاسوولی بل دین غوره کړو نوهغوی اوئیل (وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ) دا استفهام انکاری دی یعنی هیڅ عذر نیشته په ترک د ایمان کښی (وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ) مراد ددی نه قرآن دی اودا عطف دی په بااللّه باندی یا دا جملیه حالیه ده (وَنَطْمَعُ) عطف دی په نؤمن باندی یاحال دی په تقدیر دنحن نطمع سره حاصل دادی چه سبب دایمان موجود دی چه طمع دجنت ده اومانع دایمان نه نیشته اوپه وخت د وجود دسبب اوعدم مانع کښی وجوب راځی (مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ) ددی نه مراد امت د محمد ﷺ دی په قرینه دسورة انبیاء (۱۰۵) سره اومع په معنیٰ د فی سره دی یاعبارت پټ دی یعنی فی الجنة مع قوم الصالحین -