تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۸۰﴾ وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۱﴾ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۸۲﴾
وینی ته ډیرولره ددوی نه چه دوستانه کوی دکافرانوسره خامخا بددی هغه عمل چه مخکښی لیږلی دی دوی لره ځانونودوی ځکه چه غضب کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی اوپه عذاب کښی به دوی همیشه وی ﴿۸۰﴾
اوکه دوی ایمان لری په اللّه تعالٰی باندی اوپه پیغمبر ﷺ باندی اوپه هغه کتاب باندی چه نازل کړی شوی دی ده ته نه به ئی ؤو نیولی دوی لره دوستان اولاکن ډیرددوی نه نافرمان دی ﴿۸۱﴾
خامخا اوبه مومی ته ډیرسخت دخلقو نه په دشمنئ کښی دمؤمنانوسره یهودیان اومشرکان - اوخامخا اوبه مومی ته زیات ددوی نه په دوستانه کښی دمؤمنانوسره هغه کسان چه وائی بیشکه مونږنصاریٰ یو، دا په سبب ددی چه بعضی ددوی نه طلب گاردحق دی اوویره کؤونکی دی د اللّه تعالٰی نه اویقیناً دوی لوئی نه کوی دحق نه ﴿۸۲﴾
[۸۰] داذکردخباثت دکشرانو دی روستو دذکردمشرانونه دپاره داستمرار دلعنت په دوی کښی نودا څلورم سبب دی اوهرکله چه دادکشرانو ذکر وؤ نوددی وجی نه مستقل ئی ذکرکړوبغیردحرف عطف نه (تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ) یعنی مخکی خباثت خوصرف ترک دنهی عن المنکروؤ اودا خباثت دهغی نه زیات دی ځکه چه دوی نهی خودرکنار دهغوی سره دوستانی کوی که مراد دکثیرا نه منافقان وی نوداکثرت فی نفسه دی (أَنْ سَخِطَ اللَّهُ) سخط زیات دی دعضب نه په دی وجه چه په دی کښی معنیٰ دخفگان ده سره دغصی نه اوددی آیت نه معلومه شوه چه په موالات (دوستانه) دکافرانوسره دوه عذابونه راځی یوسخطد اللّه تعالٰی دوهم خلود په عذاب کښی -
[۸۱] په دی کی رد دی په موالات دکافرانو - اوپه دی کښی مخکی آیت په شان دوه توجیه دی (۱) منافقان مراد دی او مراد د النبی نه آخری رسول دی اوماانزل الیه مراد قرآن دی (۲) اوکه کافران کتابیان مراد وی نو د النبی اوماانزل نه مراد موسیٰ علیه السلام اوتورات دی ، اومقصد د آیت دادی چه موالات دکافرانو سره منافی د ایمان بِاللّه او نبی او کتاب اللّه سره دی -
[۸۲] داتفریع ده په ماقبل باندی په ذکر دفرق سره په مینځ د یهودو اونصاریٰ کښی نواشاره ده چه ماقبل ذکر شوی عیبونه په یهودیانو او دهغوی ملگرو مشرکانو کښی زیات دی په نسبت دنصاریٰ (لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ) داعبارت دلالت کوی په ښکاره والی ددشمنئ دهغوی باندی (وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى) په دی کښی دمفسرینو دوه قولونه دی اول داچه مراد ددی نه هغه نصاریٰ دی چه په حبش کښی یاپه مدینه کښی ئی ایمان راوړی وؤ اوقرآن اوریدلی وؤ اودلیل ددی قول دادی چه دوی دپاره ئی دوستانه دمؤمنانوثابت کړی ده - دوهم قول دادی چه مراد ددی نه عام نصاریٰ دی اگرچه کافران وی اووجه دفرق مفسرینودا لیکلی ده چه مذهب دیهودو دادی چه شراواذیت رسول مخالف ته واجب دی که په قتل سره وی که مال لوټ کولوسره وی وغیره اوپه مذهب د نصاریٰ اذیت ورکول مخالف ته جائزنه دی - (سوال) نصاریٰ کافرپه دی وخت کښی دیهودو په شان دی بلکه دهغوی نه زیاته دشمنی کوی دمسلمانانوسره نوڅرنگه دافرق صحیح کیږی؟ (جواب) دلته مراد بعضی نصاریٰ دی لکه چه مخکښی ذکرشول (ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ) وجه دسببیت داده چه په قوم یا کلی کښی داسی حق موجودوی او داعیان دحق وی نوهغه قوم کښی انابت دالی الحق پیدا کیږی ځکه چه عملی کارپه خپل قوم کښی وینی (قِسِّيسِينَ) جمع دقسیس ده په اصل کښی دقسّ نه دی په معنیٰ د تتبع او دطلب دیوڅیز کښی مطلق عالم ته وئیلی شی اودارنگ تابعدار علماؤ ته هم وئیلی شی اوقرطبی، نیشاپوری دعروة ابن زبیرنه روایت کړی دی چه هرکله نصاریٰ خپل کتاب انجیل ضائع کړو اوتبدیلی ئی په کښی اوکړه نویوعالم دهغوی پاتی شو په حق اوپه استقامت باندی اودهغه نوم قسیس وؤ نوڅوک چه هغه دین باندی وؤ نوهغوی ته ئی قسیسین وئیل یعنی دقسیس تابعداران په حق دین کښی (وَرُهْبَانًا) هغه عبادت کوؤنکی چه د اللّه تعالٰی نه ویره کوی اومال وجاه ئی مطلب نه وی (وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ) اشاره ده چه علم دحق اوعبادت په دوی کښی داسی اثرکړی دی چه دوی دحق خبری نه هیڅ لوی نه کوی بلکه تواضع کوی -