وَإِذَا سَمِعُوا ۲۴۸ المائدة

جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلَائِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۹۷﴾ اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۹۸﴾

مقررکړی ده اللّه تعالٰی کعبه کورعزت والا سبب دژوند دپاره دخلقو اومیاشت عزت والا او هدئ‌ او امیولونووالا څاروی، دادی دپاره چه تاسویقین اوکړئ چه یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اویقیناً اللّه تعالٰی په هرڅه باندی پوهه دی ﴿۹۷﴾
پوهه شئ‌ چه یقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی (نه منونکوته) اویقیناً اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی (منونکوباندی) ﴿۹۸﴾

[۹۷] داپه منزله دعلت دی دماقبل دپاره یعنی تحریم دصید دبر (اوچی) دپاره داحترام دکعبی دی (الْبَيْتَ الْحَرَامَ) داعطف بیان دی الکعبة دپاره نه دپاره دتوضیح ځکه چه لفظ کعبه دهغی نه ډیرواضح دی (قِيَامًا لِلنَّاسِ) یعنی نظام زندگی او دینی په دی سره قائمیږی اول داچه په هغی کښی امن دی اوهرقسم میوی او غلی راوړل دی حرم ته نوحصول دامن او لوږی نه بچ کیدل سبب دحیاة طیبه دی اودوهم (قیام دینی) ددی وجی نه دی چه په حج اوعمری سره اقامت ددین راځی اوپه دی لفظ کښی اشاره ده چه ترڅوپوری کعبه په مخ دځمکی باندی موجود وی نودنیا به نه فنا کیږی (وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ) دا اسم جنس دی مراد ددی نه څلورمیاشتی دی محرم، ذوالحجه، ذوالقعده، اورجب داهم قیام دی په سبب دحرمت دقتال سره په هغی کښی اویوبل له امن ورکول (وَالْهَدْيَ وَالْقَلَائِدَ) قلائد هغه هدایا چه حرم ته اوړلی شی او دهغی په غاړه څه امیل اویزان کړی اودا هم سبب دامن دی ددغه هدایو او دهغه محرم شخص چه سفرکوی حرم ته - اوبعضی کسانوبه ځان ته هم داسی قلاده اچوله په وخت دسفرکولوکښی حرم ته دا جاهلیت رواج وؤ اسلام کښی داخاص دی په څاروؤ پوری -
[۹۸] په دی کښی تاکید دی دپاره دعمل کولو په ماقبل احکامو باندی چه په مخالفت کولوسره تخویف اوپه موافقت کولوسره بشارت دی اواشاره ده چه ایمان په مینځ دخوف اورجا کښی دی -