لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۸ المائدة

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ حَتَّى تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۶۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَى مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۹﴾ لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ ﴿۷۰﴾ وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۷۱﴾

اوایه ای کتاب والو نه یئ تاسوپه هیڅ دین باندی ترهغی چه عمل اوکړئ تاسو په تورات اوانجیل اوپه هغه چه نازل کړی شوی دی تاسوته ستاسودرب دطرف نه اوخامخازیاتوی ډیرولره ددوی نه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه سرکشی او کفر پس مه خفه کیږه په قوم کافرانوباندی ﴿۶۸﴾
یقیناً هغه کسان چه مؤمنان دی اوهغه کسان چه یهودیان دی اوصابیان دی اونصاریٰ دی چاچه ایمان راوړو په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی اوعمل ئی اوکړو په طریقه د نبی ﷺ پس نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۶۹﴾
یقیناً اخیستی ده مونږپخه وعده د بنی اسرائیلونه اولیږلی دی مونږدوی ته رسولان ډیروخت چه راغی دوی ته رسول په هغه خبره چه نه خوښوله نفسونو ددوی یوه ډله دهغوی ئی دروغژن کړه اوبله ډله دوی اووژله ﴿۷۰﴾
اوگمان اوکړو دوی چه نیشته مونږله څه عذاب (په دی عمل ځمونږ) پس ړانده شول او کانړه شول بیا مهربانی اوکړه اللّه تعالٰی په دوی باندی بیا ړانده شول اوکانړه شول ډیرددوی نه - او اللّه تعالٰی وینی هغه عملونه چه دوی کوی ﴿۷۱﴾

[۶۸] دا اوله مسئله ده دمسائلو تبلیغیونه اوتشریح ده د بَلِّغْ (لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ) مراد دڅیزنه هغی دی چه هغی ته اعتبارورکیدی شی په دین کښی او فائده مند وی - نودډیری مبالغی وجی دمطلق شیئیت نه ئی اوباسی (حَتَّى تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ) مخکی داقامت فائده ذکرشوی وه اودلته زورنه ده په عدم اقامت باندی اوپه اقامت دټولوکتابونوکښی توحید اوایمان په آخری رسول اوپه قرآن باندی داخل دی (وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ) په (۶۴) دکثیرنه مراد یهودیان وؤ، اودلته ټول اهل کتاب مراد دی بله داچه هلته طغیان اوکفرپه معنیٰ د بی ادبئ د اللّه تعالٰی وو اودلته طغیان اوکفرنه تحریف اوکتمان په کتاب د اللّه تعالٰی کښی مراد دی یعنی دوی داقامت په ځای باندی کتمان، تحریف او تغییرقائموی (فَلَا تَأْسَ) نوددوی په دی کفرباندی خفگان مه کوه یعنی ددی کفردوجی نه په دوی باندی عذاب او هلاکت راځی په هغی باندی خفگان مه ښکاره کوه -
[۶۹] ربط دآیت دادی چه مخکی داقامة الکتب عظمت شان ذکرشواوس دهغی تفسیرکوی په ایمان صحیح اوعمل صالح سره او وائی چه سبب دنجات دی حاصل دآیت دادی چه اقامت دکتب الٰهیه صرف دنومونو او نسبتونونه عبارت نه دی چه څوک وائی زه منسوب یم موسیٰ علیه السلام ته دانسبتونه به هله فائده ورکوی چه ایمان او عمل صالح ورسره ملگری شی (مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ) نوددی نه صرف دعویٰ دار د ایمان مراد دی لکه منافقان یا مطلق مؤمنان مراد دی (فَلَا خَوْفٌ) دا په جنت کښی مراد دی یعنی دعذاب نه به خوف نه وی اونه به په دنیا پسی غم اوافسوس کوی -
[۷۰] داجواب دیو سوال دی یعنی اهل کتاب دعویٰ کوی چه مونږاقامة الکتب کړی دی ځکه چه ایمان اوعمل صالح لرو نوپه دی آیت کښی دهغه جواب ته اشاره ده چه تاسو اقامة الکتب او ایمان او عمل صالح نه دی کړی بلکه تاسو دمیثاق الٰهی مخالفت او تکذیب او قتل درسولانوکړی دی، نوڅرنگه دعویٰ دایمان او عمل صالح کوئ (كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ) دازجردی د بنی اسرائیلو په نقض میثاق سره - (بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ) احکام شرعیه خو همیشه دخواهشاتونفسانیونه خلاف وی اومشتمل وی په توحید اوسنت باندی (يَقْتُلُونَ) داصریح دی چه بنی اسرائیلوډیرانبیاء علیهم السلام قتل کړی دی، اوفعل مضارع هم ددی وجی نه ذکرکړی ده چه اوس هم ارادی لری چه قتل کړی آخری نبی لره -
[۷۱] ربط دادی چه دغه مرض دتکلیف په دوی کښی همیشه دپاره باقی پاتی شو اوسبب دهغی گمان دعدم نزول دعذاب وؤ (وَحَسِبُوا) اشاره ده استمرار ددی مرض ته په دوی کښی یعنی دوی چه تکذیب او قتل دانبیاؤکوؤ نودوی داکارجائز گنړلو اووئیل ئی چه دا سبب دعذاب نه دی (أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ) په معنیٰ دعذاب اوبلاء اوتکون دکان وجودی په معنیٰ دی صرف فاعل غواړی اواسباب ددی گمان ډیروؤ اول داچه دوی وئیل نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ دوهم ددوی عقیده وه چه هررسول ددوی دشرع نه لږخلاف بل حکم راوړی نوهغه ددوی په نیزواجب القتل وؤ (فَعَمُوا وَصَمُّوا) ړوندوالی او کونړوالی دحق نه مراد دی یعنی حق ته کتل اوفکرکول اوحق آوریدل دوی پریخودل (ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ) اشاره ده چه دوی توبه نه ده کړی بلکه اللّه تعالٰی تجدید ددین دپاره نوررسولان راولیږل (ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ) کثیرئی ځکه اوئیل چه بعضوددوی نه ایمان راوړی دی په آخری نبی ﷺ باندی اوکثیرخبردی دمبتدامحذوف یعنی هم کثیر -