لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۹ المائدة

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ﴿۷۲﴾ لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۷۴﴾ مَا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۷۵﴾ قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۷۶﴾

یقیناً کفرکړی دی هغه کسانو چه وائی بیشکه اللّه تعالٰی هغه مسیح ځوی درمریم دی اووئیلی دی مسیح: اوبنی اسرائیلو بندگی کوئ د اللّه تعالٰی چه رب ځما دی اورب ستاسو دی بیشکه چاچه شرک اوکړو د اللّه تعالٰی سره پس یقیناً بند کړی دی اللّه تعالٰی په هغه باندی جنت اوځای دده اور دی اونیشته ظالمانولره هیڅ مدد گار ﴿۷۲﴾
یقیناً کفرکړی دی هغه کسانو چه دوی وائی چه بیشکه اللّه تعالٰی دریم دی ددریونه - اونیشته حقدار دبندگی سیوادیوذات نه او که منع نشول دوی دهغه خبرونه چه دوی وائی خامخاجوخت به شی به کافرانوپوری ددوی نه عذاب دردناک ﴿۷۳﴾
آیا پس توبه نه اوباسی (په زړه سره) اللّه تعالٰی ته اوچه بخنه اوغواړی دهغه نه په ژبه او اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی دی ﴿۷۴﴾
نه دی مسیح ځوی دمریم مگررسول دی، یقیناً تیرشوی دی مخکښی دده نه ډیررسولان، اوموردده ډیره رشتنی وه، ؤو دواړه خوړلی ئی خوراک اوگوره څنگه بیانؤو دوی ته دلیلونه دتوحید، بیا اوگوره څرنگه اوړیدلی شی دوی (دتوحید نه) ﴿۷۵﴾
اوایه: آیا بندگی کوئ تاسوسوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه اختیارنه لری تاسولره دضرراونه دنفعی - او اللّه تعالٰی خاص هغه هرڅه آوری اوپوهه دی په هرڅه ﴿۷۶﴾

[۷۲] دا دوهمه مسئله تبلیغیه ده په باره دکفردنصاریٰ کښی اومقصدپه په کښی هغوی ته دعوت دتوحید دی په قول د عیسیٰ علیه السلام سره اوپه دی کښی ذکر دعمی او صم ددوی دی مخکی دبعثت دآخری رسول نه - (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ) داسی په (۱۷) کښی هم ذکرشول هلته ردکول په عقیده دشرک فی التصرف باندی اودلته رد دی په عقیده دشرک فی العبادة باندی ځکه ورپسی قول د عیسیٰ علیه السلام په رد شرک فی العبادة کښی ذکر کوی - اوداقول دیعقوبیه او ملکانیه وؤ (داډلی وی دنصاریٰ ) په دی وجه سره دوی وئیل چه اللّه تعالٰی حلول کړی دی په بدن د عیسیٰ علیه السلام کښی نوعبادت د عیسیٰ علیه السلام عبادت د اللّه تعالٰی دی اوهرکله چه دوی دانه دی وئیلی چه عیسیٰ علیه السلام مستقل الٰه دی ددی وجی نه ئی داسی اونه ویل چه ان المسیح بن المریم هواللّه (وَقَالَ الْمَسِيحُ) دادلیل نقلی دی د عیسیٰ علیه السلام نه په رد شرک فی العبادة باندی -
[۷۳] دا دریمه مسئله تبلیغیه ده رد دی په بله عقیده د نصاریٰ باندی اودا عقیده دنسطوریه وه اوابن جریروئیلی دی چه ټولی ډلی ملکانیه، یعقوبیه ا ونسطوریه په دی باندی قول کوی، اوجماالدین په تفسیرقاسمی کښی وئیلی دی چه دا ډله (کولی ری دینس) وه هغوی وائی آلِهه دری دی اللّه او عیسیٰ اومریم ددی عقیدی دتثلیث په باره کښی اختلاف دی دتعبیراتو یوتعبیردادی چه دوی وائی چه اب الٰه دی اوابن الٰه دی اوروح الٰه دی اومجموعه یو الٰه دی لکه شمس (لمر) کښی دری صفات دی شعاع، حرارت اوقرص (ککوړی دلمر) (وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ) داصریح رد دی په قول دهغوی باندی ځکه هغوی اگرچه الٰه واحد وئیلو لیکن نورئی هم موصوف کول په وصف د الٰه سره (لَيَمَسَّنَّ) مس په معنیٰ داصابت دی اوپه معنیٰ دالصاق (جوخت) کیدل -
[۷۴] داترغیب دی توبه کولوته ددواړوعقیدونه اوترغیب په لفظ دزورنی سره دی اوخازن وئیلی دی استفهام په معنیٰ دامرسره دی توبه په معنیٰ درجوع الی التوحید ده اواستغفارپری خودل دشرک اوکفر دی یاتوبه په زړه سره اواستغفارپه ژبه باندی دی -
[۷۵] دادلیل دی دپاره دنفی دالوهیت د عیسیٰ علیه السلام نه اودموردهغه نه اوداعلت دی دپاره توبه کولواودا مشتمل دی په ډیرودلیلونو باندی اول داچه ابن مریم دی نوابنیة اومورکیدل خومنافی دی د الوهیت سره اوداحصر اضافی دی یعنی په ده کښی وصف درسالت دی صرف وصف دالوهیة په کښ نیشته ( قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ) دادریم دلیل په دوه توجیهو سره اول داچه مخکښی دده نه رسولان تیرشوی دی اودهغوی نه هم عجائبات اومعجزات د عیسیٰ علیه السلام په شان ښکاره شوی دی نوکه دغه عجائبات او معجزات سبب وی دالوهیت نوبیاخوبه ټول رسولان آلهه وی دوهمه توجیه داچه مخکښی رسولان تیرشوی دی نودا عیسیٰ علیه السلام به هم دهغوی په شان مړکیږی نوالٰه نشی کیدلی (وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ) دادلیل دی دنفی دالوهیت دمریم نه یعنی صدیقیت خومنافی دی دالوهیت سره ځکه چه صدیقین خوډیرخلق شته دی په کارده چه ټول دِ الٰهه شی - اوددی وجی نه صادقةُ ئی نه دی وئیلی ځکه چه صدق خوصفت د الٰه کیدی شی اوصدیقیت صفت دعبدیت دی (تنبیه) ددی وجی نه اهل علمو استدلال کړی دی چه مریم پیغمبره نه وه (لکه چه ابن حزم وئیلی دی چه ښځه پیغمبره کیدی شی) نوابوالحسن اشعری په دی باندی اجماع ذکر کړی ده چه ښځه پیغمبره نشی کیدلی (كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ) داپنځم دلیل مشترک دی د عیسیٰ علیه السلام اومریم په باره کښی دپاره رد د الوهیت دهغوی اودا واضح دلیل دی چه څوک محتاج وی خوراک ته نوهغه بیا هرڅیز ته محتاج وی اوهغه جسم ته محتاج وی اوهغه جسم مرکب وی دغوښی او هډوکووغیره نه اوبول او غائط ته هم محتاج وی او محتاج الٰه نشی کیدی -
[۷۶] داڅلورمه مسئله تبلیغیه ده په رد شرک فی العبادة سره اوداتفریع ده په رد د الوهیت باندی د عیسیٰ او دمریم نه او دا خطاب اگرچه عام دی ټولومشرکینو ته لیکن مقصد په کښی رد دی په نصاریٰ باندی (مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا) ضررئی ذکر کړو مخکی ځکه دفع دضرر اول وی دنفع حاصلولو نه - د ما نه مراد عیسیٰ اومریم دی (سوال) دوی خو ذوی العقول دی اومالفظ خودپاره دغیرذوی العقول دی حقیقةً؟ (جواب) شعرانی د سیبونه نقل کړی دی چه لفظ ما حقیقت مشترکه دی په مینځ دذوی العقول او غیرذوی العقول کښی (وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) قرطبی وئیلی دی چه اشاره ده چه عیسیٰ علیه السلام باندی داسی احوال راغلی دی چه نه آوری اونه وینی اونه پوهه لری اونه نفع اوضرر ورکولی شی نوڅرنگ الٰه کیدی شی اودغه صفتونه خوصرف د اللّه تعالٰی دی -