لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۶ المائدة

وَتَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۶۲﴾ لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ ﴿۶۳﴾ وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۶۴﴾

اووینی ته ډیرولره ددوی نه چه جلتی کوی په گناه کښی اوظلم کښی اوپه خوړلو ددوی په حراموکښی خامخا بددی هغه عملونه چه دوی ئی کوی ﴿۶۲﴾
ولی نه منع کول دوی لره پیرانو اوعلماؤ دوینا ددوی دگناه نه اودخوړلو دوی دحرامونه خامخا بد دی هغه کارچه دوی ئی کوی ﴿۶۳﴾
او وائی یهودیان لاس د اللّه تعالٰی بند کړی شوی دی بندکړی شوی دی لاسونه ددوی اولعنت کړی شوی دی په دوی په سبب دهغه چه دوی وائی بلکه دواړه لاس د اللّه تعالٰی فراخ دی خرچ کوی څرنگ چه اوغواړی اوخامخا زیاتی کوی ډیرولره ددوی نه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاته درب دطرف نه سرکشی اوکفر اواچولی ده مونږددوی په مینځ کښی دشمنی اوکینه ترورځ دقیامت پوری هروخت چه بل کړی دوی اور دپاره دجنگ مړ کړی هغی لره اللّه تعالٰی اوکوشش کوی دوی په ځمکه کښی دفساد او اللّه تعالٰی نه خوښوی فسادکؤونکی ﴿۶۴﴾

[۶۲] داهم دلیل دی دشراوضلال ددوی اوپه دی کښی شپږم علت ذکر کوی (وَتَرَى) دا دلیل دی چه دا عمل دگمراهئ ددوی هرچاته ښکاره دی (الْإِثْمِ) مراد ددی اقوال دگناه دی لکه قول داتخاذالولد اوحلول او تثلیث (وَالْعُدْوَانِ) عملونه دظلم قتل دانبیاؤ او حق پرستو خلقو اوتحریف کول - (السُّحْتَ) مالونه دامیانو خوړل (يُسَارِعُونَ) مسارعت نه مراد دادی چه بغیر دسوچ او فکردعاقبت نه داکارونه کوی -
[۶۳] په دی کښی ذکر د اووم علت دی او دا قسم گمراهی ده اوصرف دغټوملایانو عمل دی - (الرَّبَّانِيُّونَ) دلته مراد رهبان دنصاریٰ دی یاهغه خلق که چه دعویٰ کوی دخداپرستئ‌ که یهود وی اوکه نصاریٰ وی (لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) قرطبی وئیلی دی دادلیل دی چه پریخودنکی د نهی عن المنکر په شان د کوؤنکی د منکردی دارنگ اشاره ده چه نهی عن المنکرمستقله فریضه ده په نسبت د امربالمعروف نویودبل په ځای نه کافی کیږی -
[۶۴] په دی آیت کښی ذکر داتم او نهم اولسم علتونودی (وقالت الیهود اه ۸) (کلمااوقدوانارا اه ۹) (ویسعون فی لارض اه ۱۰) (يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ) داکنایه ده دقبض او بخل نه اوداقول ددوی ډیره بی عزتی اوسب اوشتم دی اللّه تعالٰی ته اوددی سبب دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه یهود علماء او عوام په وسعت دنیوی کښی وؤ علماؤبه دعوامودطرف نه ددین په وجه سره قسم قسم آمدنئ‌ وی اوعواموهم دحلال حرام فرق نه کوؤ - هرکله چه نبی ﷺ مدینی ته هجرت اوکړو اوهلته دین اسلام خورشو اوغالب شو نوددوی آمدنئ کمی شوی ځکه چه اکثرخلق ددوی نه جداشول اومسلمانان شول نودوی (دخپلی غلطئ‌ اظهارنه کوؤ) وئیل ئی چه د اللّه تعالٰی لاس مونږنه بندشول اوهغه بخل شروع کړو لکه چه دوی دفقرنسبت هم اللّه تعالٰی ته کوؤ سورة العمران (۱۸۱) (غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ) داجمله دعائيه ده په طریقه دتعلیم سره د اللّه تعالٰی نه نیکانوبندگانوته په وخت ددغه قول دیهودیانوکښی ، اودادعا مستجابه ده په آخرت کښی چه ددوی لاسونه به څټونوسره تړلی شوی وی اودارنگ په دنیا کښی په اعتبار د معنیٰ ظاهری سره اگرچه کله کله بعضی کسانوکښی وی چه په دنیا کښی مسلمانان په دوی باندی غالب شی نوقید ئی کړی (وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا) اثار دلعنت خوپه یهودیانو باندی ډیرښکاره شویدی اوپه آینده کښی به هم اثارښکاره کیږی اوقول نه مراد مغلولة دی (بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ) دارد دی دقول دهغوی چه مغلولة دی ځکه چه مبسوطتان په مقابل د مغلولة کښی دی اواثبات ید په ډیروآیتونو اواحادیثو کښی دی ، ابن عبدالبرپه شرح موطا کښی وئیلی دی چه داهل السنة اجماع ده چه آیاتونه او احادیث دصفاتود اللّه تعالٰی باندی اقرار او ایمان راوړل اوپه حقیقت باندی حمل کول بغیردتکییف او تشبیه نه ضروری دی اوددی نه انکارکول اوتاویل اوتشبیه کول مذهب دمبتدعینو (جهمیه، معتزلو) دی اوامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه نه په فقه اکبراود هغی په شرح کښی دامذهب نقل دی چه تاویل ددی په قدرت سره نشی کیدلی ( يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ) تائيد دمقصد دمبسوطتان، ااشاره ده چه انفاق د خپل حکمت موافق کوی په هغی باندی اعتراض نشی کیدلی (مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا) په دی کښی نسبت قرآن ته نسبت سببیه دی لکه په سورة توبه ۱۲۵ اوسورة اسراء ۸۲ کښی دی یعنی دوی خودمخکی نه په طغیان اوکفرکښی اخته دی خوڅومره چه دقران یویوآیت یاسورت نازل شی اودوی ته بیان شی نودوی دهغی نه هم انکاراوکړی نوطغیان او کفرئی په دی طریقی سره زیاتیږی طغیان دحد نه تجاوزکول وی اوهغه رسوؤنکی وی کفرته ددی وجی نه ورپسی کفرا ذکرکړو (وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) یعنی په مینځ دیهود اونصاریٰ کښی بغض او دشمنی ده په سبب داختلاف اوتفرق ددین سره (سوال) په ۵۱ کښی تیرشول چه ددوی په مینځ کښی ولایت (دوستانه) ده؟ (جواب) هلته ولایت په معنیٰ دمشابهت دی په کارونودکفرکښی - اوامدادکول یوبل سره په مقابله دمؤمنانوکښی - اگرچه کورنئ کښی بغض او عداوت دی - اودهغوی ذکر دپاره دعبرت دمؤمنانودی ، عداوة ښکاره دشمنی اوبغضاء پټه دزړه کینه او بغض - دیوم القیامة نه مراد قرب (نزدی وخت) دقیامت مراد دی (نَارًا لِلْحَرْبِ) نه مراد اسباب دجنگ اومکرونه او کیدونه دهغی دی (أَطْفَأَهَا اللَّهُ) کنایه ده چه اللّه تعالٰی ددوی شرپه څه طریقه باندی دفع کوی مسلمانانوله غلبه ورکوی او ددوی په زړونوکښی رعب واچوی - اشاره ده چه دوی احداو احزاب وغیره کښی دمسلمانانوخلاف کیدونه کړی وؤ لیکن ناکام اوذلیل شول (وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا) ددین اسلام قرآن وسنت نه منع کول دخلقو او دهغی مقابلی کول اودیهودیت اودنصرانیت اشاعت کول، داټول فساد فی الارض دی -