قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنْقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ ﴿۵۹﴾ قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَلِكَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللَّهِ مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ أُولَئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ ﴿۶۰﴾ وَإِذَا جَاءُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَقَدْ دَخَلُوا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا بِهِ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ ﴿۶۱﴾
اوایه ای کتاب والو! بدنه گنړئ تاسو ځمونږنه مگرداچه ایمان راوړی دی مونږپه اللّه تعالٰی او په هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی مونږته اوپه هغه کتابونوچه نازل کړی دی مخکښی او ددی وجی چه اکثرستاسونه نافرمان دی ﴿۵۹﴾
اوایه: آیا خبردرکړم تاسوته په ډیرناکاره سره ددی نه په اعتباردبدلی په نیز داللّه تعالٰی هغه څوک چه لعنت کړی دی په هغه اللّه تعالٰی اوغضب ئی کړی دی په ده باندی اوجوړکړی دی ددوی نه شادوگان اوخنزیران اوهغه څوک چه بندگی ئی کړی وی دطاغوت، دغه کسان ډيرناکاره دی په اعتبار دمرتبی اوډیراوړیدلی دی دبرابرلاری نه ﴿۶۰﴾
اوکله چه راشی دوی تاسوته دوی وائی ایمان راوړی دی مونږ اوحال داچه دوی داخل شوی دی په کفرسره اودوی وتلی دی په کفرسره او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه څه چه دوی پټوی ﴿۶۱﴾
[۵۹] په دی آیت کښی دریم علت ذکر دی چه ستاسومونږسره صرف په ایمان او په دین باندی دشمنی ده نوتاسوسره مونږ هیڅ موالات نه شو کولی اودارنگ دا آیت علت دماقبل علت دپاره دی یعنی استهزاء په اذان پوری په سبب دنفرت سره توحید نه اواذان خو اعلان دتوحید دی (هَلْ تَنْقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ) نقم خفگان کول، بدگنړل، نفرت کول، عیب گنړل، او سبب دنقمت ئی صرف ایمان ذکر کړی دی اشاره ده چه د کافرانو مشرکانو دشمنی دمؤمنانوسره صرف په مسئله دتوحید ده دارنگ اعراف (۱۲۶) هم دی -
[۶۰] په دی آیت کښی ذکر دڅلورم علت دترک موالات دی (یعنی دین توحید او مؤحدینوته شروالاوئیل سره ددی چه په دوی کښی ډیرشرونه دی) اومخکی نقمت علت باطنی وؤ اودا (شروئیل) علت ظاهری دی، اوداجواب دی دقول دکتابیانو کافرانو هغوی وئیلی وو (لانعلم دینا سرامن دینکم) (مونږته ستاسو ددین نه زیات شروالا دین بل نه دی معلوم) (مَثُوبَةً) (سوال) مثوبة خوپه جزا دخیرکښی استعمالیږی نودلته ئی دشرسره ولی ذکر کړه؟ (جواب) داپه طریقه دتهکم یعنی استهزاء کولو په کافرانو پوری دی لکه په دی قول د اللّه تعالٰی کښی فبشرهم بعذاب الیم (مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ) دابدل دی د من ذالک نه په تقدیر دمضاف سره یعنی دین من لعنه اللّه آه ځکه چه بحث په باره ددین کښی دی اوپه دی اضافت کښی اشاره ده سببیت ته یعنی دین دهغی چاچه چه لعنت شوی دی په هغوی باندی په سبب ددغه دین اوپه دی مراد هغه گناهونه دی چه سبب دلعنت گرخولی شوی دی په قرآن کښی لکه کتمان حق وغیره (وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ) هغه دین چه سبب دمسخ گرځولی شوی دی په دی کښی دمفسرینو قول دادی چه اصحاب السبت کښی مسخ د قردة په شکل سره وه اوپه اصحاب مائده په زمانه د عیسیٰ علیه السلام مسخ په شکل خنازیرو سره وه (وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ) یعنی دین مَن عبدالطاغوت او طاغوت کښی عبادة العجل اواطاعت دکاهنانو اوهر اطاعت چه په معصیت د اللّه تعالٰی کښی وی داخل دی اوداټول کارونه په بنی اسرائیلو کښی موجود شوی وؤ (شَرٌّ مَكَانًا) مکان ددوی په آخرت کښی اور دجهنم دی یامکان په معنیٰ دمکانت سره دی حالت ددوی که په دنیا کښی وی اوکه په آخرت کښی -
[۶۱] په دی آیت کښی پنځم علت ذکر کوی اوپه دی کښی تفصیل دی ددی قول چه شراو اضل اوپه دی کښی هغه یهود مراد دی چه تلبیس دمؤمنانو دپاره ئی داسی کارکوؤ (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ) اشاره ده چه په زړونو ددوی کښی دومره ضلال اوشردی چه ستاسو دعلم نه هغه بهردی -