لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۴ المائدة

وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۵۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۵۸﴾

اوچاچه دوستانه اوکړه د اللّه تعالٰی سره اودرسول دهغه سره اومؤمنانوسره پس یقیناً ډله د اللّه تعالٰی دوی غالب دی ﴿۵۶﴾
ای ایمان والو: مه نیسئ‌ هغه کسان چه گنړی دین ستاسو ټوقی اولوبی دهغه کسانونه چه ورکړی شوی دی ورته کتاب مخکی ستاسونه او (نورو) کافرانو لره دوستان، او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه که تاسویئ مؤمنان ﴿۵۷﴾
اوکله چه آوازاوکړئ تاسومانځه ته اونیسی هغی لره ټوقی اولوبی داپه دی سبب چه دوی داسی قوم دی چه عقل نه لری ﴿۵۸﴾

[۵۶] دا بشارت دی دپاره اهل د آیت مخکنی (يَتَوَلَّ اللَّهَ) مراد تولاّ نه قیام په طاعت د اللّه تعالٰی اوپه نصرت درسول او د مؤمنانودی (فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ) حزب په اصل کښی هغه قوم ته وئیلی شی چه راجمع شی په وخت دراتللودحادثه کښی اوهغه جماعت ته وئیلی شی چه کلک وی نوداجماعت او دقوم نه خاص دی -
[۵۷] ددی آیت نه شروع کوی په ذکردعلتونو دمنع موالاة دکافرانونه په دی آیت کښی اول علت ذکوکوی یعنی دین اسلام پوری استهزاء اوهغه لعب گنړل (هُزُوًا وَلَعِبًا) هزء په اصل کښی خفت ته وئیلی شی یعنی سپک والی کوی په طریقه دمسخرو اوخنداکولو اولعب معنیٰ داچه بی فائدی مشغله ئی گنړی په شان لوبوکولو نومراد مجموعه ده چه ټول دین پوری استهزاء اولعب کوی (مِنَ الَّذِينَ) دابیان دی دمخکی الذین په ذکردفریقینو دکافرانو سره -
[۵۸] دامعطوف دی په مخکی اتخذوا باندی اوداذکر ددوهم علت دی اودا خاص دی دمخکی نه (وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ) دا آیت دلیل دی په مشروعیت دآذان سره دپاره دټولو پنځه مونځونو (اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا) څوک وائی داچغی دی په شان دحیواناتو ، څوک ددی نه تیخته کوی په شان دشیطان، څوک په دی دعوت باندی عمل نه کوی یعنی جماعت ته حاضری نه کوی (لَا يَعْقِلُونَ) نه پوهیږی په مقصد ددی کلماتو اوکلمات دآذان مشتمل دی په کبریا د اللّه تعالٰی چه هغه توحید دی اوهرکله چه شهادت دپاره دوه کسان په کاردی نودوه دوه کرته شهادت اداکیږی -