لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۳ المائدة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۴﴾ إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ﴿۵۵﴾

ای ایمان والو: څوک چه مرتد شو ستاسونه ددین خپل نه (په دوستانه دکافرانوسره) پس زردی رابه ولی اللّه تعالٰی داسی قوم چه مینه کوی اللّه تعالٰی دهغوی سره اودوی به مینه کوی اللّه تعالٰی سره نرم به وی په مؤمنانوباندی اوسخت په وی په کافرانوباندی جهاد به کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی اونه به ویریږی د ملامتیا دملامت گرنه - دافضل د اللّه تعالٰی دی ورکوی چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی فراخ فضل والا دی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۵۴﴾
یقیناً ددوستانی لائق ستاسو اللّه تعالٰی دی اورسول دهغه دی اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی هغه مؤمنان چه پابندی کوی دمانځه او ورکوی زکوٰة اودوی رکوع کؤونکی دی اللّه تعالٰی ته ﴿۵۵﴾

[۵۴] په دی آیت کښی تسلی ده مؤمنانوته په وخت دښکاره کیدلو دمنافقانوکښی اودموالات کولو دهغوی دکافرانوسره اواشاره ده لکه چه په دائره (حادثه) رسیدلوسره مؤمنانوته اودین اسلام ته هیڅ نقصان نه رسیږی نودارنگ که یو انسان ښکاره مرتد شی نوهم دین ته او اهل دین ته هیڅ نقصان نه رسیږی بلکه اللّه تعالٰی ددین دحفاظت دپاره نور خلق پیداکوی (مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ) په سبب دولایت کولو دیهود اونصاریٰ سره یاپه بله طریقه سره کفر اوکړی روستو دایمان ښکاره کولونه اود من یرتد جزا پټه ده یعنی فلایضرالانفسه، او (فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ) نه صحابه کرام رضی اللّه عنهم مراد دی (يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ) مذهب دصلف صالحینو دادی چه محبت اللّه تعالٰی لره ثابت دی حقیقةً‌ بغیر دکیف او تاویل او دتمثیل نه (أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ) دا د ذَلَّ مقابل دی اودعزت نه ماخوذ نه دی بلکه ذلة په معنیٰ دنرمئ اوشفقت او رحم سره دی په قرینه ددی چه دوی له ئی عزت په روستوجملوکښی ثابت کړی دی اودا په شان سورة فتح (۲۹) دی (أَعِزَّةٍ) دادعزت په معنیٰ دشدت نه ماخوذ دی (وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ) داحال دی د ضمیرنه د یجاهدون نه او واو دپاره دحال دی یعنی په حال دجهاد کښی که قولی وی اوکه عملی وی اونکره ئی ذکرکړی ده اشاره ده چه په هیڅ ملامتیا د هیڅ قسم ملامت گر دطرف نه پرواه نه کوی که والدین وی، که استاد وی ، که مشروی یاکشروی وغیره -
[۵۵] هرکله چه دموالات دیهود اونصاریٰ نه منع اشوه اودبرائت کؤونکو صفتونه ئی ذکرکړل نوپه دی آیت کښی اهل دولایت ذکر کوی په طریقه دحصرسره په لفظ‌ د انما دپاره ددی چه ددی مذکورنه تعدّی اونه کړی شی (الَّذِينَ يُقِيمُونَ) دایمان سره دری اوصاف ئی ذکرکړل اشاره ده چه کوم مؤمن کښی داصفتونه ټول یابعضی موجود نه وی نودهغه سره ولایت مه کوئ (وَهُمْ رَاكِعُونَ) داصفت همیشه اودائم دی ددی وجی نه په جمله اسمیه سره ئی ذکرکړی دی (تبیه) بعضی مفسرینو وئیلی دی چه داحال دی دضمیر دیؤتون نه او ددی په تائیدکښی ئی آثار دعلی رضی اللّه عنه نقل کړی دی لیکن ابن کثیروئیلی دی چه دهیچ چا دعلماؤ نه دا نه دی وئیلی چه زکوٰة ورکول په حالت درکوع کښی افضل دی -