لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۲ المائدة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۱﴾ فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ ﴿۵۲﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا أَهَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُوا خَاسِرِينَ ﴿۵۳﴾

ای ایمان والو: مه نیسئ‌ یهودیان او عیسایان دوستان، بعضی ددوی یوشان دی (دکفرپه کارونوکښی) دبعضو سره اوچاچه دوستانه اوکړه دوی سره ستاسونه پس یقیناً دی دهغوی نه دی یقیناً اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم عنادیانوته ﴿۵۱﴾
پس ته وینی به هغه کسان چه په زړونو دهغوی کښی مرض دی جلتی کوی په دوستانه ددوی کښی وائی دوی ویریږو مونږ چه اوبه رسی مونږ ته څه حادثه، پس نزدی ده چه اللّه تعالٰی به راولی فتح یابل شی دخپل طرف نه پس شی به دوی په هغه څه چه دوی پټ ساتلی په زړونوخپلوکښی (دوستانه دکافرانوسره) پښیمانه ﴿۵۲﴾
اواوبه وائی مؤمنان: آیاداهغه کسان دی چه قسمونه کړی دی په اللّه تعالٰی پاخه قسمونه خپل یقیناً دوی خامخا ستاسوملگری دی برباد دی عملونه ددوی پس شول دوی تاوان والا ﴿۵۳﴾

[۵۱] ددی آیت نه ددوهمی حصی دوهم باب دی تر (۶۶) پوری په دی کښی نهی ده دموالاتو دیهودواونصاریٰ نه اودادعقودودمؤمنانو اووم عقد دی بیازجر دی په منافقانوچه ددی عهد نه خلاف کوی، ربط ددی آیت دمخکی سره دادی چه هرکله نبی ته حکم دحذراوشو دیهود اونصاریٰ نه په ویره د افتنان سره نوعامومؤمنانوته ضرور امردی داجتناب دهغوی نه دی دپاره چه گمراه نشی - دارنگ یهود او نصاریٰ هغه خلق دی چه حکم دجاهلیت غواړی نودهغوی نه دبرائت حکم کوی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) داصفت ایمان ترک دموالاة تقاضاکوی دیهود اونصاریٰ نه (أَوْلِيَاءَ) اوداسی حکم دعامو کافرانوپه باره کښی په سورة العمران (۲۸) کښی هم دی (بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ) دا علت دمخکی دپاره دی اودهغوی موالات په معنیٰ دامداد کولو دی دیوبل سره په کارونودکفرکښی اگرچه دهغوی یوبل سره دشمنی هم شته په دلیل دسورة بقره (۱۱۳) کښی تیرشوی دی اوددی آیت نه دامسئله اخستلی شوی ده چه (الکفرملة واحدة) وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ) اوددی نه ماخوذ دی دا حدیث من تشبه بقوم فهومنهم اومراد ددی نه تشبه ده په امورو ددین دهغوی کښی -
[۵۲] دازجردی منافقانو ته په مخالف کولو دمخکنی عقدسره اودهغوی بهانه ذکرکوی اوبیا دهغی جواب (مَرَضٌ) شک او نفاق او محبت دکافرانوسره (يُسَارِعُونَ فِيهِمْ) یعنی فی موالاتهم (ددوی په دوستانه کولوکښی) مسارعت ئی ورته ځکه اوئيلو چه دوی په ضررددی موالات کښی سوچ نه کوی په بی فکرئ سره داکارکوی (يَقُولُونَ) دادمنافقانوبهانه ده (دَائِرَةٌ) هرهغه مصیبت چه په گردش دزمانه کښی پیداکیږی مراد ددی غلبه دکافرانو او کمزوری دمؤمنانوده اودارنگ قحط او لوږه ده وائی چه دوی به مونږله بیا غله او امداد نه راکوی (بِالْفَتْحِ) دفتح نه مراد غلبه داهل اسلام ده په کافرانوباندی (أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ) فراخی درزق دمؤمنانو یاښکاره کول درازونودمنافقانو (فَيُصْبِحُوا) تعبییر په اصباح سره ددی وجی نه دی چه مخکی حالت دمنافقانو په شان دتیاری دی اوپه تیاری پسی رنړا په شان دصباح راغله اوپه رنړا کښی به دوی ته خپل نقصان ښکاره شی نو ښپیمانه به شی په دوستانه دیهود او نصاریٰ باندی -
[۵۳] داقول دمؤمنانو په طریقه دتعجب سره دی روستوښکاره کیدلودحال منافقانونه (جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ) قسم کول په اللّه تعالٰی باندی دمشرکانو (منافقانو) په نیزپوخ قسم وی اوپه غیراللّه باندی قسم ددوی عادةً وی (خَاسِرِينَ) دادندامت نه ترقی ده ځکه ندامت خوصرف په فوت کیدلو دمطلوب دنیوی سره وؤ اوخسران په نقصان ددنیا او آخرت دواړو سره دی چه سره دشرم نه په دنیاکښی عملونه ئی هم برباد شول -