وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴿۴۹﴾ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۵۰﴾
(اوحکم کوی تاسوته) چه فیصلی کوئ په مینځ ددوی کښی په هغه کتاب چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی اوتابعداری مه کوه دخواهشاتوددوی اوځان ساته ددوینه (هسی نه) چه واړوی تالره دبعضی هغه نه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی تاته، پس که مخ اوگرځوودوی پس پوهه شه یقیناً غواړی اللّه تعالٰی چه اورسوی دوی ته (عذاب) په سبب دبعضو گناهونوددوی اویقیناً ډیردخلقو نه خامخانافرمان دی ﴿۴۹﴾
آیا پس فیصلی دجاهلیت غواړی دوی، اوڅوک زیات ښائسته دی د اللّه تعالٰی نه؟ په فیصله کښی دپاره دهغه قوم چه یقین کوی ﴿۵۰﴾
[۴۹] په دی آیت کښی تائيد دی په باره دحکم بالقرآن کښی (وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ) مخکی آیت کښی اهواء دعامو خلقو مراد وؤ اودلته اهواء دعلماء سوء مراد دی (وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ) په دی کښی خاص تنبیه ده رسول او امتیانوته په باره دحکم ماانزل اللّه کښی چه یهود اونصاریٰ اونورعلماء سوء د مکرونواوتلبیساتواو تدلیساتونه ځان بچ ساتئ (فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ) په دی کښی تصریح ده چه دحکم بماانزاللّه نه مخ اوړل سبب دعذاب دی (لَفَاسِقُونَ) دلته خاص فسق ته اشاره ده چه هغه دقرآن دتحکیم نه مخ اړول دی -
[۵۰] دامتعلق دی د تَوَلَّوْا سره یاد الفاسقون سره په تقدیردعطف یعنی (اَیَتَوَلَّوْنَ عن حکم اللّه فحکم الجاهلیة یبغون) (آیادحکم د اللّه تعالٰی نه مخ اړوئ نوحکم دجاهلیت غواړئ) حکم دجاهلیت: هرهغه حکم دی چه خلاف وی د حکم د اللّه تعالٰی نه لکه په یهودوکښی فرق وؤ په حدودو کښی په مینځ دمالداراوغریب کښی دارنگ دقرطبی په تحقیق سره هغه انسان هم داخل دی چه په اولاد کښی فرق کوی بعضو ته څه څیزاوبخی اوبعضی محروم کړی اوهغی ته په حدیث کښی جوروئیلی شوی دی -