لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۳۰ المائدة

وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنْجِيلِ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فِيهِ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴۷﴾ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۴۸﴾

(اووئیلومونږ) فیصلی دی کوی انجیل والا په هغه حکم چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی په انجیل کښی، اوچاچه فیصل اونه کړه په هغه حکم چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی پس دغه کسان دوی نافرمان دی ﴿۴۷﴾
اونازل کړی دی مونږتاته کتاب (قرآن) دحق دپاره تصدیق کؤونکی دی دهغه چه مخکښی ددهٔ نه دی کتابونه اوڅوکئ کؤونکی دی دهغی پس فیصله کوه په مینځ ددوی کښی په هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی اوتابعداری مه کوه دخواهشاتو ددوی (چه واړه وی تالره) دهغی نه چه راغلی دی تاته حق دهرچا دپاره ستاسونه مقررکړی دی مونږ (داقرآن) شریعت اولوی لاره، اوکه غوښتی وی اللّه تعالٰی خامخا گرځولی به ئی وی تاسوډله یوه، لیکن (اختیارئی درکړی دی) دی دپاره چه ازمیښت اوکړی په تاسوباندی په هغه څه کښی چه درکړی دی تاسوته پس مخکښی شئ‌ دیوبل نه نیکوکارونوته، خاص اللّه تعالٰی ته ورگرځیدل ستاسو دټولودی پس خبربه درکړی تاسوته په هغه څه باندی چه تاسو په هغی کښی اختلاف کوئ ﴿۴۸﴾

[۴۷] مخکښی صرف اوصاف ذکروؤ اوس مقصددکتاب ذکرکوی چه هغه حکم کول دی - (وَلْيَحْكُمْ) دلته قلنا پټ دی وئیلی وو مونږدوی ته په هغه وحت کښی یا داجمله مستقله ده (الْفَاسِقُونَ) اشاره ده چه هدایاتو دانجیل نه مخ اړول سبب دفسق دی که فسق دعقیدی وی چه هغه کفردی یافسق دعمل وی -
فائده: په ذکر د الکافرون و الظالمون والفاسقون کښی اشاره ده چه معصیت دری قسمه دی اول په طریقه دانکارسره نوهغه کفردی دوهم په طریقه داعتداء کولوسره دحد شرعی نه نوهغه ظلم دی اودریم په طریقه دنقصان کولوسره دحدشرعی نه نوهغه فسق دی -
[۴۸] روستو دذکر دتورات او انجیل نه ذکردقرآن کوی (بِالْحَقِّ) مراد ددی نه صدق دی یعنی شک نیشته په نازلیدلو ددی کتاب کښی دطرف د اللّه تعالٰی نه نوبا دپاره دملابست ده یا با سببیه ده په سبب داثبات اواظهار دحق (مِنَ الْكِتَابِ) مراد ددی نه ټول کتابونه الٰهیه دی چه نازل شوی دی قرآن نه مخکښی اومراد دتصدیق نه موافقت دی په مضمون دتوحید، رسالت او نورمسائل دعقیدی اواصولوکښی (وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ) په معنیٰ د امینؤ شاهد اوحاکم، مقصد دټولو معانویودی هغه دادی چه مخکنوکتابونوکښی چه کوم اصول او عقیدی دی نوکوم چه دی قرآن سره موافق وی نوهغه حق دی اوکوم چه ددی نه مخالف وی نوهغه به اهل کتابوځان نه تحریف کړی وی اوباطل به وی - اومعلومه شوه چه داکتاب بچ کوونکی دی مخکنوکتابونولره دتحریف او تغییرنه، اومصدقاً‌ او مهیمناً‌ کښی اشاره ده دعوت ورکول یهود اونصاریٰ ته چه دی کتاب باندی ضرور ایمان راوړئ (فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ) دا تفریع ده په ماقبل صفاتو دقرآن باندی چه هرکله دا منزل او مصدق اومهیمن دی نولازمه داده چه فیصلی به په دی کتاب باندی کوئ (وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ) په اهواء کښی هغه مسائل او احکام داخل دی چه اهل کتابودځان نه جوړکړی دی اوپه تورات او انجیل کی ئی داخل کړی دی (لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) په دی جمله کښی دفع دوهم ده هغه داده که اهل کتاب اووائی چه زمونږتورات او انجیل کښی خودقرآن خلاف احکام موجود دی (لکه طریق دمونځ اود روژی وغبره) نودی څرنگ مصدق او مهیمن دی؟ حاصل دجواب دادی چه په اصولو اوعقیدوکښی ټول کتابونه متحد دی اوکوم چه مخالف دی نوهغه فروع اوجزئیات دی اوهغه دهرملت والو دپاره جدا جدا دی اوهغه مخالفت سبب داختلاف نه دی -اوتائید ددی هغه حدیث صحیح دی (الأَنْبِيَاءُ إِخْوَةٌ لِعَلاتٍ ، أُمَّهَاتُهُمْ شَتَّى وَدِينُهُمْ وَاحِدٌ) نومراد دشرعة او منهاج نه احکام فرعیه دی، شرعة ورته په دی لحاظ سره وئیلی شی چه اللّه تعالٰی مقرر کړی دی اومنهاج په دی لحاظ وئیلی شی چه په دی باندی تلل او عمل کول ضروری دی (وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ) په دی جمله کښی حکمت بیانوی داختلاف دشرائعو په تورات او انجیل او قرآن کښی جدا جدا دی (وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ) یعنی هریوامت مکلف او مبتلیٰ دی په هغه شرایعوچه اللّه تعالٰی په هغوی باندی مقررکړی دی (فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ) مراددی نه طاعة د اللّه تعالٰی اواتباع د رسول اللّٰه ﷺ اوتصدیق دقرآن دی -