لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۲۹ المائدة

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۴۵﴾ وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ ﴿۴۶﴾

اوفرض کړی دی مونږپه دوی باندی په تورات کښی چه نفس به قصاص کیږی په بدله دنفس کښی اوسترگه به قصاص کیږی په بدله دسترگی کښی اوپوزه په بدل د پوزه کښی اوغوږپه بدل دغوږکښی اوغاښ په بدل د غاښ کښی اونورزخمونه دی بدلی والا - پس چاچه معافی اوکړو په دی (قصاص سره) پس داکفاره ده، دگناهونودده - اوچاچه فیصله اونه کړه په هغه حکم چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی پس دغه کسان دوی ظالمان دی ﴿۴۵﴾
اورا اولیږلو مونږپه نقش قدم ددوی باندی عیسیٰ علیه السلام ځوی د مریم تصدیق کؤونکی ؤو دهغه کتاب چه دده نه مخکښی ؤو چه تورات دی اوورکړی ؤو مونږده ته انجیل په هغی کښی هدایت ؤو اورنړا وه اوتصدیق کؤونکی ؤو دهغه کتاب چه مخکښی ددهٔ نه ؤو چه تورات دی اوهدایت او وعظ وو دپاره د پرهیزگارانو ﴿۴۶﴾

[۴۵] داپه طریقه دزجرسره دی په یهودیانوباندی چه یهودیانو دهغه کتاب (تورات) په حکم دقصاص کښی مخالفت کړی دی لکه چه په زنا د محصن کښی ئی هم خلاف کړی وؤ چه هغه ذکرشو - دوی مخالفت په حکم دقصاص کښی په دوه طریقی سره کړی وؤ یوداچه دوی بنی نضیرله فضیلت ورکړی دی په بنی قریظه باندی نوچه نضیری به قریظی لره قتل کړونودوئ به قصاص نه اخستلو اوبرعکس به ئی اخستلو دارنگ دیو نضیری په بدل کښی دوه قریظی قصاص کول دوهم دوی حکم ددیت هم جاری کړی وؤ اوحال داچه په دوی کښی حکم ددیت نه وؤ اوددی آیت حکم په قران والو (دی امت باندی) هم جاری دی ځکه چه اللّه تعالٰی داشرع مونږته ذکر کړه اودهغی هیڅ تردید او تخصیص ئی ذکرکړی نه دی (النَّفْسَ بِالنَّفْسِ) دالفظ سړی او زنانه دواړوته شامل دی په دی کښی به دمالدارو او غریب اوشریف نسب او ذلیل نسب فرق نه وی اودارنگ دیوبل په بدل کښی به دوه نه وژلی کیږی چه قاتل یو وی (وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ) دی ته قصاص داطرافو وئیلی شی په دی کښی څلورو حواسو انسانیو ذکر دی (وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ) په دی کښی باقی قوتونه او اندامونه دبدن پری کول یا زخمی کول داخل دی په دی شرط سره چه په هغی کښی قصاص اخستل امکان لری نوداتعمیم دی روستو دتخصیص نه - اوداټول حکم خاص دی په قصدی او عمداً‌ عمل پوری په خطا کښی قصاص نیشته - (فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ) په دی کښی ترغیب دی معافی کولوته ددی وجی نه هغه ته ئی تصدق اوئیل (فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) اشاره ده چاچه د قصاص قانون نه اعراض اوکړویاپه هغی کښی ئی څه تغیر او تبدیلی اوکړه په شان دیهودیانو داسبب دډیرو ظلمونو دی اولفظ د ظلم او کفر ټولو گناهونه ته شامل دی -
[۴۶] په دی کی ذکر ددوهم کتاب د بنی اسرائیلو دی چه انجیل دی نازل کړی شوی دی په عیسیٰ علیه السلام باندی (وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ) اومصدق وصف د عیسیٰ علیه السلام وؤ اودوهم وصف دانجیل دی اوتصدیق منافی نه دی دنسخ دبعضی احکاموسره (وَهُدًى) اول هدایت نه مراد احکام وؤ چه هغه بعضی دانجیل وؤ ځکه ئی هلته فیه ذکرکړو اوددی هدایت نه مراد رسوؤنکی دی حق ته باطل او غلطه خبره په کښی نیشته دی -