سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِنْ جَاءُوكَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۴۲﴾ وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِنْدَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۳﴾ إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۴۴﴾
ښه آوری دروغ خبری ډیرخوری حرامولره ، پس کله راشی دوی تاته پس فیصله اوکړه په مینځ ددوی کښی یامخ اوگرځوه ددوی نه اوکه مخ گرځوی ددوی نه پس هیڅ چیری ضرربه اونه رسوی تاته هیڅ - اوکه فیصله کوله تا پس فیصله کوه په مینځ ددوی کښی په انصاف سره یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی دانصاف کؤونکو سره ﴿۴۲﴾
اوڅرنگ فیصله اوکړی په تاباندی اود دوی سره تورات دی په هغی کښی فیصله د اللّه ده بیامخ اړوی دوی روستو ددی نه، اونه دی دوی مؤمنان ﴿۴۳﴾
یقیناً نازل کړی دی مونږتورات په هغی کښی هدایت ؤو (دعقیدی) اورنړا وه (دعملونو) فیصلی کولی په هغی سره پیغمبرانو هغه کسان چه تابع ؤو دحکم د اللّه تعالٰی هغه کسانو لره چه یهودیان ؤو او خدائی خلقو او علماؤ په سبب ددی چه حفاظت غوښتی شوی وو ددوی نه دکتاب د اللّه تعالٰی اودوی ؤو په هغی باندی خبردار (وئیلی شوی ؤو دوی ته) پس مه ویریږئ دخلقو نه او ویریږئ ځما نه، اومه اخلئ په آیاتونو ځما بدله لږه (دنیا) اوچاچه فیصله اونکړله په هغه حکم چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی پس دغه کسان دوی کافران دی ﴿۴۴﴾
[۴۲] په دی آیت کښی دهغه یهودیانو نور حالات ذکر کوی (سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ) اول سماعون په معنیٰ د قبلوؤنکی ددروغوخبرو (أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ) اکالون صیغه دمبالغی دپاره دکثرت ا و اصرار کولوپه دغه گناه باندی - سحت: په اصل کښی بیخ کندئ ته وئیلی شی اوحراموته سحت ددی وجی نه وئیلی شی چه دبرکت بیخ کندی کوی اوبیا په هلاکت باندی ئی هم اطلاق کیږی، قرطبی دسحت ډیرافراد لیکلی دی، رشوت اخستل یا دِ حاجت څوک پوره کړی اوپه هغی باندی هدیه قبلوی، او نیشاپوری وئیلی دی چه سحت هغه حرام ته وئیلی شی چه دهغی په اخستلو کښی شرم محسوس کیږی، لکه رشوت او مزدوی دزنا کارئ (فَإِنْ جَاءُوكَ) په دی آیت کښی دمفسرینو دوه قولونه دی اول داچه دا منسوخ دی په آیت (وان احکم بینهم بما انزل اللّه) سره یعنی دکافرانو په مینځ کښی شرعی فیصله کول په حاکم مسلمان باندی لازم دی او دوهم قول دادی چه په سورة مائده کښی منسوخ نیشته نوذمیان کافران چه فیصلی راوړی نودحاکم اختیار دی که فیصله کوی او که نه کوی -
[۴۳] داهم یهودوته زجردی اودهغوی دوه قبیح اوصاف نورذکر کوی، اوپه دی کښی اشاره ده چه یهودیانوپه فیصله راوړلوکښی حق او شرع قائم کول مقصد نه وؤ بلکه آسانه طریقه ئی ځان له طلب کوله (فِيهَا حُكْمُ اللَّهِ) مراد ددی نه هغه حکم دتورات دی چه په قرآن سره منسوخ شوی نه وی لکه رجم شو یا قصاص شو (وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ) قرطبی وئیلی دی چه ددی نه معلومه شوه چه څوک په حکم شرعی باندی راضی نه وی اوبل قانون ته خپله فیصله اوړی نوهغه کافر دی اوداد یهودو حالت هم وؤ -
[۴۴] په دی کښی زجردی یهودو ته چه دوی دخپل کتاب نه مخ گرځوؤ نوددوی هیڅ عذر نه وؤ بلکه داد خپلو مشرانو نه هم مخالفت کول دی اوترغیب دی چه په تورات باندی دمشرانو په طریقی سره عمل کوئ او ددی آیت نه تر (۴۸) پوری ذکر ددری کتابونو دی چه دا دفیصلودپاره نازل شوی دی (فِيهَا هُدًى وَنُورٌ) په دی کښی اول فرق دادی چه مراد دالهدیٰ نه بیان حق دی دعقیدی او داعمالو اومراد دنورنه دفع دشبهاتو ده په ذکر دلیلونو سره (يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ) اشاره ده چه مقصد دنزول دتورات حکمونه اوفیصلی کول وؤ په هغی باندی لیکن موافق دشرح د انبیاؤ سره (لِلَّذِينَ هَادُوا) اشاره ده چه تورات خاص وؤ په هغوی پوری زمونږدپاره دهغی تشریع عام نیشته (وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ) ددی فرق په دوه وجو سره دی اول داچه ربانیون هغه علماء دی چه په هغوی باندی وصف دعبادت اوزهد غالب وی په نسبت دعلم سره اواحبار هغه وی چه په هغوی کښی وصف دعلم غالب وی په عبادت باندی او دواړه جمع کوؤنکی دعلم او عمل دی - (بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ) په دی سره ذکر د دوه سببونو دی دپاره دماقبل - (يَحْكُمْ) اول سبب دادی چه اللّه تعالٰی په دوی باندی حفاظت دکتاب اللّه لازم کړی دی اوحفاظت عام دی د الفاظو اودمعانوپه درس تدریس سره دتحریف او تغییرنه بچ کول اودهغی اجراؤ دقانون په طورسره په خلقو کښی (وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ) دادوهم سبب دی، شهادت په معنیٰ دعلم دی سرهٔ د تصدیق د حقانیت ددغه کتاب، خازن وئیلی دی چه دا وعده دټولو علماؤ نه اخستلی شوی ده په باره دکتاب اللّه کښی (چه قرآن دی) (فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ) داذکرددوه اوصافودی دپاره دحق (کتاب اللّه) دعوت اوبیان کولو اول خشیت الٰهی دی اود مخلقوق دوجی د کتمان اومداهنت نه ځان بچ کول، دوهم (وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا) یعنی دحرص ددنیاپه وجی سره حق پټول یا مداهنت کول یا تحریف کولونه ځان ساتل (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) په دی آیت سره دلیل نیولی دی خوارجو هغوی وائی چه چایوه کبیره گناه اوکړه لکه ترک دیوحکم بما انزل اللّه نوهغه کافردی داسلام نه بالکل خارج دی اومسلک داهل سنت دادی چه په ارتکاب دکبیره سره داسلام نه نه خارجیږی څوپوری چه انکار عمداً یاتوهین دحکم شرعی ئی نه وی کړی، اودطاؤس نه نقل دی چه دآیت معنیٰ ظاهری مراد ده یعنی کافردی لیکن په طریقه د کفردون کفرسره یعنی دملت اسلامیه نه اوځی -