فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۹﴾ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۰﴾ يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِنْ لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا أُولَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۴۱﴾
پس چاچه توبه ویستله پس د ظلم دده نه اونیک ئی کړو عمل لره یقیناً اللّه تعالٰی توبه قبلوی ددهٔ ، یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۳۹﴾
آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او ځمکی ده عذاب ورکوی چاله چه اوغواړی اوبخنه کوی چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅیزقدرت لرونکی دی ﴿۴۰﴾
او رسوله ﷺ نه دی خفه کوی تالره هغه کسان چه جلتی کوی په کارونو دکفرکښی دهغه کسانوچه دوی وائی ایمان راوړی دی مونږ په خولو ددوی سره او ایمان نه وی راوړی زړونو ددوی اودهغه کسانونه چه یهودیان دی غوږ ږدی دپاره ددروغو (خوړلوپه تاباندی) غوږ ږدی دپاره دقوم نورچه نه وی راغلی تاته بدلوی کلمی د اللّه تعالٰی روستو دځایونودهغی نه، وائی دوی که درکړی شی تاسوته دا حکم پس قبلوئ هغی لره اوکه در نه کړی شی داحکم پس ځان اوساتئ - اوڅوک چه غواړی اللّه تعالٰی گمراهی د هغه پس هیڅ چیری اختیار نه لری ته هغه لره په نیز د اللّه تعالٰی دهیڅ شی دغه هغه کسان دی چه اراده نه کړی اللّه تعالٰی چه پاک کړی زړونه د هغوی - هغوی لره دی په دنیا کی رسوائی او هغوی لره دی په آخرت کی عذاب لوی ﴿۴۱﴾
[۳۹] داترغیب دی توبه کولو ته ددی جرم نه اشاره ده چه یواځی عقوبت د گناه دختم کولو دپاره کافی نه دی څوپوری چه توبه نه وی (مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ) ظلم نه مراد سرقه کول دی (وَأَصْلَحَ) یعنی لکه چه دغلانه توبه کړی نودغسی دهرگناه نه دی توبه اوباسی دهرجرم په ځای باندی بل جرم نه کوی (فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ) په توبه سره حد نه ساقطیږی توبه خوقبوله ده اوقطع د پاره نکال اوغبرت ده -
[۴۰] داخطاب دی نبی ﷺ ته اومراد تری نه تنبیه ده عام انسانانوته چه حدود سابقه به په مجرم باندی جاری کیږی ځکه چه اللّه تعالٰی مطلق بادشاه او اختیارمند دی هغه دچا د ویری نه یا دمینی نه نه مجبوره کیږی اوهرکله چه بادشاهی خاص د اللّه تعالٰی ده نودهغه خوښه ده چه په بعضی جرم باندی دقتل او صلیب سزا ورکوی اوپه بعضی باندی د قطع دلاس سزا ورکوی -
[۴۱] ددی آیت نه د سورت دوهمه حصه ده تر (۶۵) پوری اوپه دی کښی دوه بابونه دی اول باب دی تر (۵۰) پوری په دی کی خطاب دی رسول ته دپاره دتسلئ اواوصاف دیهودیانو لس ذکر کوی دپاره دزجرپه حال دهغوی باندی، بیا ذکر دکتب ثلاثه دی (تورات اینجیل او قران) اوربط ددی آیت د مخکی سره دادی چه کوم حدود بیان شول نوپه رسول اللّٰه ﷺ باندی دهغی اجرا لازمه ده بغیر دپرواه کولو د منافقانو او یهودیانو نه (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ) خطاب په دی صفت سره دپاره دترغیب ا ود تشجیع دی (لَا يَحْزُنْكَ) (سوال) انسان شفقت کوؤنکی خو ضرور خفه کیږی په کفراوپه معصیت کولو دخلقو باندی؟ (جواب) مراد ددی نه عمل ددی کافرانو دی چه په دی سره تاته هیڅ ضرر او نقصان نه رسیږی - (يُسَارِعُونَ) مراد مسارعت نه بی فکره او بی دلیله اوپه مینه سره کفراودکفرکارونه کول دی - (سَمَّاعُونَ) داصفتونه په یهودو کښی وؤ اوپه منافقانو کښی هم کله کله ښکاره کیدل دلته سمع په معنیٰ دقبلولوسره ده (لِلْكَذِبِ) هغه چه ددوی علماؤ دځان نه مسئلی جوړی کړی دی او دوی ئی بی دلیله قبلوی (سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ) داوصف د جاسوسئ کولو دی چه منافقانو جاسوسی به د یهودو دپاره کوله او یهودیانو کشرانو جاسوسی کوله دپاره دلویو ملایانو خپلو (يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ) داصفت دقوم دی ځکه تحریف کول دلویو ملایانو کاروؤ، اومراد دتحریف نه تاویلونه کول دی په خپل رائی او خواهش سره - (مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ) دلته ئی لفظ د من بعد رواړی دی اشاره ده تحریف لفظی ا ومعنوی دواړوته لکه دوی حکم درجم تحریف کړی وؤ جلد او مخ تورولوته نوداد لفظ درجم نه لری تاویل کول دی (يَقُولُونَ) داوصیت کول دی دمشرانو یهودیانو هغه کشرانو ته چه کله کله به مجلس د رسول اللّٰه ﷺ ته راتلل (إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا) په هذاسره اشاره ده حکم محرف ته لکه جلد او مخ تورول په ځای د حکم درجم -