إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ أَنَّ لَهُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُوا بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۳۶﴾ يُرِيدُونَ أَنْ يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ ﴿۳۷﴾ وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۳۸﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی که چیری دوی لره شی هغه څه په ځمکه کښی دی ټول اوپه شان دهغی ورسره نورشی دی دپاره چه بدله ورکړی په هغی سره دعذاب دورځ دقیامت نه قبول به نه کړی شی ددوی نه اودوی لره عذاب دردناک دی ﴿۳۶﴾
اراده به کوی دوی چه اوځی داورنه اونه به وی دوی وتونکی داورنه اودپاره ددوی عذاب همیشه دی ﴿۳۷﴾
اوغلاکؤونکی سړی او غلاکؤونکی ښځه پس پری کړئ لاسونه ددوی سزاده په وجه دهغی چه دوی کړی دی عبرت ناکه سزا ده دطرف د اللّه تعالٰی نه او اللّه تعالٰی زورآوردی حکمتونووالادی ﴿۳۸﴾
[۳۶] داتخویف اخروی دی اواشاره ده چه فلاح دپاره دغه مخکی دری امورضروری دی اوچاسره چه دغه دری اوصاف نه وی نوهغه په هیڅ قسم فدیه ورکولوسره دعذاب د اللّه تعالٰی نه نشی بچ کیدلی (كَفَرُوا) نه مراد هغه خلق دی چه دغه دری صفتونونه خالی وی (مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ) په تفسیرددی کښی هغه حدیث دی دبخاری او مسلم چه کافرته به اوئیلی شی په ورځ دقیامت که تاله ډکه ځمکه سره زر درکړی شی آیا ته به ئی دعذاب نه دبچ کیدلودپاره په فدیه کښی ورکړی هغه به اووائی هاؤ یارب اللّه تعالٰی به اوفرمائي چه ماستانه په دنیا کښی ددی نه آسان څیزغوښتلی وؤ چه شرک مه کوه -
[۳۷] مخکی اوفرمایل چه فدیه سره نه بچ کیږی اوس پری اضافه کوی چه تختیدلوسره هم نشی بچ کیدلی (يُرِيدُونَ) سمعانی وئیلی دی چه اراده په معنیٰ دتمناکولو ده اوآیت په باره دکافرانوکښی دی نودامنافات نه لری دراوتلود گناهگارانو مؤمنانو دجهنم نه په سبب دشفاعت سره -
[۳۸] ربط دادی چه دفع دیو وهم ده هغه دا چه که اوئيلی شی چه فدیه به ځکه نه قبلیږی چه مال ددنیا په نزد اللّه تعالٰی هیڅ احترام نیشته نوجواب اوشو چه احترام دمال په شرع کښی دادی چه په سرقه دمال سره لاس پری کیږی (وَالسَّارِقُ) آیت اگرچه عام اومطلق دی لیکن داحادیثوصحیحه په وجه سره دمال نصاب مقررشوی د ی چه هغه قیمت د مِجن (ډال) دی په حدیث صحیح کښی راغلی دی اگرچه په هغی کښی اختلاف دمجتهدینو دی اوخوارج (دانکاردحدیث دوجی نه) دنصاب سرقی قول نه کوی - (فَاقْطَعُوا) مراد ددی نه داسی پری کول دی چه جداشی دبدن نه سوال: سورة یوسف کښی راغلی دی (وَقَطَّعْنَ) هلته معنیٰ زخمی کول دی اوالفاظ یوبل ته نژدی دی نودلته معنیٰ پری کولو په جداکولوسره څنگه صحیح کیږی؟ جواب: سورة یوسف کښی معنیٰ مجازی مراد کړی شوی ده دیوقرینی دوجی نه او هغه هم قول دبعضی مفسرینو دی نوداضروری نه ده چه دقطع معنی دِ بل ځای هم داوی بلکه کوم ځای چه معنیٰ حقیقی امکان لری اوقرینه دمجاز نه وی نولفظ په معنیٰ حقیقی باندی حمل کیدی شی - په آیت دسرقه کښی بله قرینه هم نیشته اوپه سلفو کښی دهیڅ مفسرقول نیشته چه دقطع معنیٰ دِ واخیستلی شی (جَزَاءً بِمَا كَسَبَا) بدله مناسب ده دعمل سره اشاره ده چه داعمل دغلاپه لاس باندی کیږی نومناسب هم داده چه سزا لاس ته ورکړی شی (نَكَالًا مِنَ اللَّهِ) نکال هغه سزا وی چه په سبب دعبرت دهغی منع شی دارتکاب دداسی عمل نه په آینده زمانه کښی دغه کوؤنکی اوتماشه کوؤنکی هم -