اوتوسل:
شیخ الاسلام کتاب الوسیله کښی لیکلی دی چه دا مشترک لفظ دی اوشرح عقیدة الطحاویه ص ۲۶۳ (طبع مکتب سلفیه لاهور) کښی دی (فَلَفْظُ التَّوَسُّلِ بِاالشَّخْصِ وَ التَّوَجُّهُ بِهِ فِیْهِ اِجْمَالٌ غَلَطَ بِسَبَبِهِ مَنْ لَّمْ یَفْهَمْ مَعْنَاءُ) (لفظ دتوسل په شخص سره په دی کښی اجمال دی چه په سبب دهغی سره غلط شوی دی هغه څوک چه ددی په معنیٰ نه پوهیږی) دا رنگ لفظ دوسیله په فلانی سره او وسیله بالذوات او وسیله په دعاسره داټول مبهم الفاظ دی -
دریم بحث:
په اقسامودوسیله کښی دی پوهه شه چه په وسیله کښی بعضی اقسام شرعی دی اوبعضی اقسام شرکیه دی او بعضی قسمونه بدعیه دی ، دارنگ توسل دوه قسمه دی یوداچه طلب دقربت د اللّه تعالٰی په ایمان اونیک عملونو سره بغیردطلب دحاجت نه او ددعا نه وی یعنی یوشخص ایمان رواړی او نیک عملونه په دی نیت سره کوی چه اللّه تعالٰی ته نزدی شی ، دوهم قسم توسل په طلب د حاجت او دعا کښی دی -
څلورم بحث:
اقسام شرعیه دوسیلی اودهغی دلیلونه: شرعی اقسام په دی کښی شپږدی:
اول قسم: وسیله نیول په نومونو اوصفتونو د اللّه تعالٰی سره اودلیل ددی دپاره قول د اللّه تعالٰی دی (وَلِلَّهِ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا ) اعراف - (۱۸۰)
دوهم قسم: وسیله ده په ایمان او اعمال صالحو سره په دعا کښی داهم په قرآن کریم اواحادیث صحیحه او اجماع دامت سره ثابت ده په قرآن کریم کښی مخکښی راوړل د (ایاک نعبد) په ایاک نستعین باندی اوهم داسی (وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ) او حدیث د غارخوپه دی باب کښی مشهوردی -
دریم قسم: وسیله په خپل عجزسره لکه په دعا د آدم او حواء علیهما السلام سره -
څلورم قسم: وسیله په دعا غوښتلوسره د ژوندی نه چه حاضروی یاورته په اسباب ظاهریوسره علم وی په ډاک، ټیلفون تار وغیره سره -
پنځم قسم: وسیله په اضافت درب سره عباد صالحینوته لکه چه په حدیث عائشه رضی اللّه عنها کښی دی په دعا د نبی ﷺ کښی اللّهم رب جبرئیل و میکائیل و اسرافیل - (حدیث مسلم)
شپږم قسم: وسیله نیول په صلوٰة وئیلوسره په نبی ﷺ باندی چه او درود شرعی اووائی اوبیا دعا غواړی، داقسمونه د وسیلی شرعی قسمونه دی ددی نه انکارکول دقرآن کریم او احادیثو نه انکار کول دی -
پنځم بحث:
په ذکر داقسام غیرشرعیه دوسیلی کښی: اول قسم دادی چه وائی په دعاکښی په حق دفلانکی او جاه د هغه اوحرمت دهغه اوبرکت اوطفیل دفلانی په دی کښی فیصله داده که په دی طریقی سره دعا چیرته په حدیث صحیح یا حسن سره ثابت شی نوجائزده لیکن په دی کښی په بعضو الفاظو کښی دسره حدیث نیشته اودحق وجاه په باره کښی چه کوم احادیث دی موضوعی یا ضعیف دی نومعلومه شوه چه دا الفاظ لوستل بدعت دی - دوهم قسم دتوسل غیرشرعی دعا غوښتل دیو خاص قبرپه خواکښی په دی عقیدی سره چه دعا ددی قبرپه خوا کښی ښه قبلیږی داهم بدعت دی، او داسبابو دشرک نه دی ځکه چه دقبرپه خوا کښی ددعا قبلیدلو دپاره هیڅ دلیل شرعی نیشته - دریم قسم توسل غیرشرعی: دقبرپه خوا کښی قبروالا ته خطاب اوکړی چه ای فلان ځما دپاره د اللّه تعالٰی نه دعا اوغواړه عقیده لری چه دا مړی آوری نوداهم په اتفاق دعلماؤ سره ناجائز ده - څلورم قسم دوسیلی غیرمشروع دادی چه دقبرپه خواکښی قبروالا ته خطاب کوی چه ځما فلانی حاجت پوره کړه وغیره نوداخوښکاره شرک حقیقی دی - پنځم قسم دتوسل غیرمشروع دادی چه آواز کوی یوغائب ته (بغیرداسبابونه) یامړی ته لری دقبرنه چه یافلانی یاپیره ځما دپاره د اللّه تعالٰی نه دعا اوغواړه په دی عقیدی سره چه هغه په غیبو باندی علم لری نوداهم شرک صریحی دی - شپږم قسم د توصل غیرشرعی دادی چه آوازکوی مړی ته دقبرنه لری یایوغائب ته بی اسبابو چه یافلانی بزرگه اویاپیره ځما مریض جوړکړی ځما فلانی حاجت پوره کړه داخوصریح شرک دی - حاصل دادی چه توسل فی الدعاء شپږاقسام شرعیه اوشپږاقسام غیرشرعی دی -