يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۵﴾
ای ایمان والو: اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اولټوئ خاص اللّه تعالٰی ته نزدی والی اوجهاد اوکړئ په لار د اللّه تعالٰی کښی ددی دپاره چه کامیاب شئ تاسو ﴿۳۵﴾
[۳۵] ربط ددی آیت دمخکی سره دادی چه مخکی آیتونو کښی خباثات د بنی اسرائیلوقولی او عملی ذکرشول نواوس مؤمنانوته په تقویٰ سره خطاب کوی مراد دتقویٰ نه دادی چه دغه خباثات چه ذکر شول دهغی نه ځان بچ ساتئ (اتَّقُوا اللَّهَ) احکام شرعیه دوه قسمه دی یومنهیات دی دهغی نه ځان بچ کول دوهم مامورات چه دهغی امتثال او عمل کول په کار دی دارنگ د احکام شرعیه دوه حالات دی یوپه خپله عمل کول دوهم نوروخلقوته دعوت کول، نوترک منهیات ته اشاره ده په اتقواللّه کښی اودامعنیٰ ابن کثیر او خازن وغیره ذکرکړی ده اوعمل په ماموراتو ته اشاره ده په وابتغوالیه اولوسیلة سره -
دامشتمل دی په یوڅو بحثونوباندی -
اول بحث په معنیٰ لغوی او اصطلاحی کښی:
امام راغب په مفردات القرآن کښی وئیلی دی چه وسیله (التوصل الی لشّی برغبة) رسیدل یوڅیزته په مینه سره - اوابن منظورپه لسان العرب کښی وئیلی دی وسیله منزله، درجه، رغبت وصلة ته وائی - او واسل رغبت کوؤنکی شعرکښی دی (اَلاَ کُلَّ ذِی رای ءٍ الٰی اللّّه واسلٌ) اووسیله په اصطلاح د شریعت کښی امام راغب وئیلی دی چه (مَرَا عاَةُسَبِیْلِهِ بِلْعِلْمِِ وَالْعِبَا دَةِ و تَحَرِّیُ مَکَارِمِِ الشَّرِیْعَةِ) (مفردات) (لحاظ کول دلاری د اللّه تعالٰی په علم اوعبادت سره اوکوشش کول ښه کارونودشریعت کښی) -
دوهم بحث:
توسل اودهغی سره متقارب الفاظ: استغاثه طلب دغوث ته وئیلی شی اوغوث ازاله دسختئ ته وائی، استنصار طلب دنصرت ته وئیلی شی نواستغاثه او استنصار په مخلوق کښی په هغه څیزونوکښی چه په قدرت دمخلوق کښی وی هغه بغیردخلاف نه جائزدی لکه په دی آیت (فَاستَغَثَهُ الَّذِی مِن شِیعَتِهِ) او (مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ) اودکوم کار چه مخلوق قدرت نه لری په هغی کښی استغاثه او استنصار په اللّه تعالٰی پوری خاص دی لکه (إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ) [انفال] او (مَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ) [انفال] -
اواستعانت طلب دعون (مدد) دی په دی کښی همدغه تفصیل دی -
اواستمداد په دی کښی همدغه تفصیل دی -
اواستشفاع کوم وخت چه په قدرت دبنده کښی وی لکه دبل دپاره دعا غوختل یاپه آخرت کښی په اذن د اللّه تعالٰی سره شفاعت کول په دی وجی سره د نبی ﷺ صفت شافع شفیع المشفع راغلی دی اودامراد دی په هغه حدیث کښی چه ابوداؤد روایت کړی دی چه یو سړی اوئیل نبی ﷺ ته (اِنَّانَسْتَشْفِعُ بِاللّهِ عَلَیْکَ وَ نَسْتَشْفِعُ بِکَ عَلَی اللّهِ فَقَالَ شَأْنُ اللّهِ اَعْظَمُ مِنْ ذَالِکَ اِنَّهُ لَایُسْتَشْفَعُ بِهَ عَلٰی اَحَدٍ مِّنْ خَلْقِهِ) (چه شفاعة طلب کوؤ په اللّه تعالٰی تا باندی اوشفاعة طلب کوؤ په تاسره په اللّه تعالٰی باندی نوهغه اوفرمائیل شان د اللّه تعالٰی ډیرلوی دی ددی نه یقیناً په هغه سره شفاعت نشی طلب کولی په هیچاباندی دمخلوق نه نودلته شفاعت بالاذن مراد دی اوکوم چه استشفاع بالمخلوق ده په شان دهغه خلقو چه وئیل ئی هٰؤُلاَءِ شُفَعَا ءُنَاعِنْدَاللّهِ نوهغه شفاعت شرکیه دی -
-