مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿۳۲﴾ إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۳۳﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَقْدِرُوا عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۴﴾
دوجی ددی واقعی نه فرض کړل مونږپه بنی اسرائیلو باندی چه یقیناً چا چه قتل کړو یوتن بغیر دبدل دبل تن نه یابغیردفساد نه په ځمکه کښی پس گویا که قتل کړه ده خلق ټول، اوچاچه بچ اوساتو یوتن لره پس گویا که بچ اوساتل ده خلق ټول اویقیناً راغلی ؤو دوی ته رسولان ځمونږپه ښکاره حکمونوسره بیا یقیناً ډیر ددوی نه پس ددی نه په ځمکه کښی دحدنه تیروتل کؤونکی دی ﴿۳۲﴾
یقیناً سزا دهغه کسانو چه جنگ کوی داللّه تعالٰی سره اودرسول دهغه سره او کوشش کوی په دنیا کښی د ورانی کولو چه قتل کړی شی دوی یاپه سولئ کړی شی یاپری کړی شی لاسونه ددوی او خپی ددوی ادل بدل یا اوشړلی شی دمخ دځمکی نه دا ددوی لره شرمول دی په دنیا کښی اودوی لره په آخرت کښی عذاب لوی دی ﴿۳۳﴾
مگرهغه کسان چه توبه ئی ویسته مخکښی ددینه چه وس برشی ستاسو په هغوی باندی پس پوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی رحم کؤونکی دی ﴿۳۴﴾
[۳۲] په دی کښی انتقال دبحث دی دواقعی دقابیل نه ذکر د واقعی دقابیل نه ذکر د خبائثو دبنی اسرائیلوته (مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ) قرطبی وئیلی دی چه اجل په معنیٰ دجنایت او جرم سره دی او ذالک اشاره ده قابیل ته یا ذاجل په معنیٰ مشهوری سره دی او ذالک اشاره ده هغه مفاسدوته پیدا شوی دی دقتل عمد نه یعنی دغه جرم چه مستلزم دی ډیرمفاسدو لره سبب دی دپاره دمشروعیت دقصاص او دتشدید په باره دقتل عمد کښی په ټولوروستنو دینونو کښی اوباالخصوص په بنی اسرائیلو کښی قسوة قلب (سختوالی دزړونو) ډیروؤ دحسد وجی نه په هغوی کښی قتل وقتال اونورمفاسد ډیرپیداوؤ (أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ) په طریقه د اشارة النص سره معلومه ده چه قتل دنفس په قصاص سره اوپه زنا بعدالاحصان او ارتداد او قطع الطریق سره ضروری دی او ددی نه چه علاوه وی نوهغی ته قتل ظلما او بغیرحق وئیلی شی نودهغی خباثت او شدت ئی ذکرکړی دی په عبارة النص کښی (أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ) مراد ددی نه هغه معاصی دی چه شرعاً سبب دی دپاره دقتل کولو چه په حدیث دبخاری او مسلم کښی راغلی دی (لا یحل دم امری ء مسلم الا باحدی ثلث کفر بعد ایمان او زنا بعد احصان او قتل نفس بغیر نفس) (حلال نه ده وینه دمسلمان شخص مگرپه یو د دری خصلتونوسره کفرکول روستو دایمان نه یازناکول روستو دواده کولونه یاوژل دیونفس بغیردبدل نه) - (وَمَنْ أَحْيَاهَا) مراد ددی نه احیاء مقابل دقتل ده مقابل دموت نه ده اومقابل دقتل داده چه یونفس لره دهلاکت ځای نه اودغرق یا سوزیدلویا دقاتل دلاس نه بچ کړی او دی ته معنوی حیاة وئیلی شی (وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ) اشاره ده چه ددغه حکم دجاری ساتلودپاره په بنی اسرائیلوکښی ډیررسولان اللّه تعالٰی رالیږلی دی دپاره ددی چه ددوی بهانه پاتی نشی -
[۳۳] دا ذکر بعضی دقسمونو داسراف دی چه هغه سبب دسزا دی په دنیا او آخرت کښی او دا خباثات په بنی اسرائیلو کښی روستو دتورات نه موجود شوی وؤ ددی آیت په باره کښی اختلاف دی دمفسرینو چا وئیلی دی چه دانازل شوی دی په باره د عکل او عرینیو کښی چه هغوی مرتد شوی وؤ ، اوښان ئی تختولی وؤ او څوکیدار داوښانوئی په ناکاره قتل سره وژلی وؤ اوهغه بخاری او مسلم روایت کړی دی اوچا وئیلی دی چه نازل شوی دی په باره داهل کتابو کښی لیکن صحیح داده (ابن کثیروئیلی دی) چه دا آیت عام دی مشرکانو وغیره ټولوته (يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) مخالفت کوی د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نه برابره خبره ده که په طریقه دکفراو ارتداد سره وی یانه وی (وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا) په لاری شوکولو سره دخلقو په قتل کولو یا په ویره ولوسره اوپه مالونو اخستلو سره (أَنْ يُقَتَّلُوا) په دی کښی اختلاف داقوالو دسلفو دی یوقول داچه اودپاره دتخییر دی دقاضی یا امیرالمؤمنین خوښه ده که په سزاگانو کښی هریوه سزا ورکوی - دوهم قول دادی چه او دپاره دتنویع دی د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه که دوی صرف قتل کړی وی دمسلمان نوسزائی صرف قتل ده وغیره (أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ) سمعانی دعمربن عبدالعزیز نه نقل کړی دی چه دټولو اسلامی بلادونونه به اوشړلی شی اوداهل کوفه نه نقل دی چه جیل کښی دِ بند کړی شی اوابن جریر دا غوره کړی ده (ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ) هرکله چه قطع الطریق سره تجارتونه بند شی سفرکول دطاعتونودپاره هم بند شی ددی وجی نه اللّه تعالٰی ددی دپاره سخته سزا مقرر کړه اوپه تیرشوو سزاگانو کښی په هریو کښی تذلیل اوتوهین اوشرمندگی ده په دنیا کښی (وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ) ددی نه استدلال دی دهغه چاچه وائی چه په عقوبت دنیویه سره سزا د آخرت نه معاف کیږی اومقابل قول والا وائی چه داپه باره دکافرانو کښی دی لیکن صحیح داده چه آیت عام دی -
[۳۴] که آیت په باره د کافرانو کښی وی نوداحکم خوظاهردی چه په توبه کولو سره دشرک اوکفرنه علاوه ټول گناهونه معاف کیږی اوچه آیت په باره دمسلمان کښی شی اوداکثراهل علم مسلک دادی چه په دی توبه سره حقوق اللّه معاف شول اوقصاص او حقوق العباد نه معاف کیږی کله چه مخکښی دقدرت موندلونه په ده باندی دی توبه اوباسی اوکه روسته دقدرت موندلونه (یعنی رانیولونه) توبه اوباسی نوحدود الٰهیه ورته هم نه معاف کیږی لکه چه حقوق العباد ورته معاف نه دی اوداقول راجح دی -