لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۸﴾ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾ فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۳۰﴾ فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ ﴿۳۱﴾
که ته اوږد کړی ماته لاس خپل ددی دپاره چه ما قتل کوی نه یم ځه چه اوږده وونکی لاس خپل تاته دی دپاره چه قتل کړم تا، یقیناً ویریږم زه د اللّه تعالٰی نه چه پالونکی دخلقو دی ﴿۲۸﴾
یقیناً زه اراده لرم (چه دگناه نه ځان بچ کړم) نوته به اخته شی په گناه (دقتل) ځما اوپه (زوړ) گناه خپل پس شی به ته اوروالؤنه او دا (اور) سزا دظالمانو ده ﴿۲۹﴾
پس ښائسته کړو هغه ته نفس دده وژل درور دده پس وی وژلو پس شو دی دزیان والونه ﴿۳۰﴾
پس راولیږلو اللّه تعالٰی کارغه کنستل ئی کول په ځمکه کښی دی دپاره چه اوخائی ده ته چه څنگه پټ کړی دی وجود درور خپل ده اوئیل های آرمان دی آیا عاجزشوم ددی نه چه شم دِ په شان ددی کارغه پس چه پټ کړم وجود درور خپل پس شو دی دحیرانونه ﴿۳۱﴾
[۲۸] داقول دهابیل دطرف نه دی ، بسط دید کنایه ده دارادی ښکاره کولو دقتل نه (لِأَقْتُلَكَ) اشاره ده چه ځه اراده ستا دقتل نه کؤوم دائی نه دی وئیلی چه مدافعت به نه کؤوم مدافعت کول خوواجب دی اوزمونږپه امت کښی دا حکم دی په وخت دفتنة کښی اودجنگونو دمسلمانانو کښی قرطبی حدیث د ابوداؤد ذکر کړی دی د سعد رضی اللّه عنه نه چه په وخت دفتنه دمسلمانانوکښی څوک ځما کورته داخل شی اولاس اوږد کړی ځما قتل دپاره (نوڅه به کؤوم) رسول اللّٰه ﷺ جواب ورکړو (کن کخیرابن آدم) اوداآیت ئی اولوستلو (إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ) یعنی اراده دقتل دبل مسلمان مخالفت دی دحکم د اللّه تعالٰی نه خوف ضروری دی چه داسی کاراونه شی دادلیلونه دی چه هابیل بزدلی نه ده کړی اوخاموش هم ناست نه دی، بلکه خازن او نسفی وغیره ټولو لیکلی دی چه هابیل په طاقت کښی دقابیل نه زیات وؤ -
[۲۹] داقول دهابیل تخویف ورکول دی قابیل ته دقتل ناحق نه (إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ) (سوال) دا اراده کول چه فلانی شخص دِ گناهگار شی اوجهنم ته دِ لاړشی جائز نه ده دی ته غش وئیلی شی اوغش خوحرام دی؟ (جواب) یعنی زه خو ستا مدافعت حتی الوسع کووم اوستا دقتل اراده خو نه لرم نوپه داسی حال کښی چه ته مالره قتل کړی نوگناه به په تاباندی انبارشی نوتقدیرد عبارت دادی (اِنِّیْ اُرِیْدُ مُدَافَعَتَکَ لَاقَتُلَکَ فَاِذَا قَتَلْتَنِیْ فَتَبُوْءَ بِاِثْمِیْ) زه خوستاسو ددفع کولو اراده لرم نه دقتل کولو نوته که مالره قتل کړی نواخته به شی په گناه دقتل ځما اوخازن وئیلی دی انسان چه تمنیٰ اوکړی چه ځما دوینی گناه دِ په قاتل باندی راشی نودی په دی کښی ملامته نه دی (بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ) (سوال) داول لفظ نه ظاهراً معلومیږی چه گناه دهابیل په قابیل باندی راځی اوداخو ددی آیت نه خلاف ده چه (وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ اُخْرَی) (جواب) د اثمی نه مراد گناه په قتل کولو د قابیل دی هابیل لره اوداعمل خودقابیل دی ، اواثمک ددی نه مراد د قابیل نورگناهونه دی تقویٰ نه کول ، حسد کول درور سره وغیره (مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ) دالفظ اکثردکافرانوپه باره کښی استعمالیږی ددی وجی نه بعضی مفسرینو تصریح کړی ده چه قابیل کافروؤ لیکن قرطبی دهغی رد کړی دی او اصحاب النار دقاتل په باره کښی استعمالیږی اشاره ده چه په جهنم کښی په دی ډیره موده پوری اوسیږی -
[۳۰] اشاره ده چه دهابیل وعظ قابیل ته فائده ورنکړله (فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ) په معنیٰ دتشجیع او ښائسته کولو آسانولو سره دی، نفسه اشاره ده چه داسی نفس امَّاره بالسوء دی (الْخَاسِرِينَ) خسران په دنیا کښی دادی چه موراوپلار ترینه خفه شول اوبی روره پاتی شو اوخسران اخروی دادی چه اللّه تعالٰی ئی ناراض کړو او ظالم شو او اور ورله واجب شو -
[۳۱] دا ذکر دیو اثر دی دآثارو دخسران نه یعنی پوهه دقابیل دومره کمه شوه چه په تعلیم کښی غراب ته محتاج شو، ظاهر دآیت دادی چه یوکارغه وؤ اوځمکه ئی اوکنستله اوخپل څه خوراک ئی په کښی پټ کړو نوقابیل دهغه نه عبرت واخستلو نو ده هم دهابیل دپاره قبراوکنستلو اوهغه ئی پکښی خخ کړو اودا اول مړی وؤ په انسانانو کښی ددی وجی قابیل ته علم نه وؤ چه ده سره څه چل اوکړی (سَوْءَةَ أَخِي) دبدن هغه حصه چه د هغی په ښکاره کیدلو بدگنړلی کیږی د ژوندی عورت ته سوءة ویلی شی اودمړی ټول بند سوءة دی یعنی لاش (فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ) (سوال) ندامت خوتوبه ده لکه چه په حدیث کښی وارد دی (اَلنَّدَامَةُ تَوْبَةٌ) (جواب) داندامت په گرځولو دهابیل دلاش سره په خپله غاړه باندی مخکی د دفن نه یاندامت دی په کموالی دفائدی دقتل اوزیات والی دنقصان دهغی، په نفس قتل کولو ئی ندامت نه دی کړی -