لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۲۲ المائدة

قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿۲۷﴾

اوفرمائیل اللّه تعالٰی پس یقیناً‌ دا ځمکه بنده ده په دوی باندی څلویښت کاله حیران به گرځی په ځمکه کښی - پس مه خفه کیږه په قوم نافرمان باندی ﴿۲۶﴾
اوبیان کړه په دوی باندی خبرددؤو خامنود آدم علیه السلام په رشتیا کوم وخت چه قربانی اوکړه دوی قربانی جداجدا پس قبول کړی شوه دیونه (چه هابیل ؤو) اوقبوله نشوه دبل نه (قابیل ؤو) اوئیل ده خامخابه قتل کوم تالره، اویل ده (هابیل) یقیناً‌ قبلوی اللّه تعالٰی (عملونه) داخلاص کؤونکو نه ﴿۲۷﴾

[۲۶] دا اجابت ددعا د موسیٰ علیه السلام دی اوذکر دعذاب دنیوی دی په هغه قوم باندی (مُحَرَّمَةٌ) اکثرمفسرینو لیکلی دی چه دا تحریم منعی وؤ (یعنی په معنیٰ لغوی سره) اللّه تعالٰی دوی لره منع کړل دوی قدرت نه لرلو دهغی نه دوتلو اللّه تعالٰی داسی ناآشنا اسباب پیداکړل چه دوی دهغی نه بهرنشو وتلی - (أَرْبَعِينَ سَنَةً) په عامل داربعین کښی دوه قوله دی اول داچه متعلق دی به محرمة پوری یعنی تحریم موقت وؤ نودڅلویښت کاله نه روستو دوی په زمانه دیوشع علیه السلام کښی اللّه تعالٰی غالب کړل یا متعلق دی په یتیهون پوری بیا تحریم ابدی مراد شو خو ددوی عمرونه اللّه تعالٰی څلویښت کلونه سره د پریشانتیا نه اوگرځول اوڅلویښت کالونه روستو دغه بنی اسرائیل ختم شول اوددوی اولاد باقی پاتی شول اوهغوی جهاد اوکړودجبابروسره په ملگرتیا د یوشع علیه السلام او غالب شول (يَتِيهُونَ) دیته نه ماخوذ دی حیرانتیا اوپریشانئ ته وئیلی شی اوداعذاب وؤ‌په سبب دترک دجهاد سره -
[۲۷] ددی قصی ربط دمخکی سره په څووجوهوسره دی اول داچه مخکی ترک دقتال دکافرانو سبب دپریشانئ وؤ په دی واقعه کښی ناحق قتل کول درور مؤمن سبب دبی عقلئ او دپریشانئ گرځولی شوی دی (ابْنَيْ آدَمَ) صحیح قول دادی چه دا آدم علیه السلام او حوا علیها السلام صلبی ځامن وؤ اوڅوک وائی چه دوی په بنی اسرائیلو کښی وؤ اوددوی نومونه هابیل ا وقابیل وو (إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا) ظاهردقرآن دادی چه سبب دقربانئ کولو امرد اللّه تعالٰی وؤ بل هیڅ سبب نه وؤ - اواشاره ده چه قربانی کول زوړ سنت دی، قربان هرهغه څیزچه هغه سره تقرب الی اللّه حاصلیږی، اوقربانی دهابیل گډ ‌ذبح کول وؤ اودقابیل څه ردی (بیکاره) دانی صدقه ورکول وؤ (فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا) طریقه دقبولیت په هغه وخت کښی داسی وه چه اوربه دآسمان نه نازل شو نوچه کوم به ئی اوسیزلو هغه به قبول وؤ او دی ته اشاره شویده په سورة العمرن ۱۸۳ کښی نوقبولیت اوشو دقربانئ‌ دهابیل اوقابیل قبوله نه شوه دعدم تقویٰ (اخلاص) دوجی نه دقابیل قربانی قبول نه شوه (قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ) داقول دحسد دوجی نه دی یعنی قبولیت دقربانئ‌ دلیل شو په فضیلت دهابیل باندی نوددی وجی نه قابیل حسد شروع کړو دبعضی اهل علم نه نقل دی اول گناه دحسد په آسمانونو کښی ابلیس کړی دی د آدم علیه السلام سره اول گناه دحسد په ځمکه کښی قابیل کړی دی دخپل رور سره ، بیا مرض دحسد ډیرپیداشوی دی په بنی اسرائیلو کښی او دی امت ته په دمه دمه منتقل شوی دی داسی په حدیث کښی راغلی دی (قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ) دامختصر جواب دی تفصیل ئی دادی چه قبولیت خوپه تقویٰ باندی بنادی اوپه تاکښی تقویٰ نه وه نودانقصان ستا دنفس طرف نه دی ځما خو په دی کښی هیڅ دخل نیشته -