لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۲۱ المائدة

قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا حَتَّى يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ ﴿۲۲﴾ قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۲۳﴾ قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ﴿۲۴﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۵﴾

اوئیل دوی: ای موسیٰ علیه السلام یقیناً‌ په دی کی قوم زورآور دی اویقیناً‌ مونږ چیری نه داخلیږو هغی ته تردی چه اوځی دوی د هغی نه، پس که اووتل دوی دهغی نه پس یقیناًُ‌ مونږبه داخل شو ﴿۲۲﴾
اوئیل دوه نارینو دهغه کسانونه چه یره ئی کوله انعام کړی ؤو اللّه تعالٰی په هغوی باندی داخل شئ په دوی باندی دروازی ته پس کله چه داخل شئ هغه ته پس یقیناً تاسو غالب یئ او خاص په اللّه تعالٰی باندی توکل کوئ که تاسویئ مومنان ﴿۲۳﴾
اوئیل دوی ای موسیٰ علیه السلام یقیناً‌ مونږ چیری نه داخلیږو دی ځمکی ته هرگز څوپوری چه دوی په هغی کښی وی پس لاړشه ته اورب ستا پس جنگ اوکړئ دواړه یقیناً‌ مونږبه دلته کښی ناست یو ﴿۲۴﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام ای ربه ځما یقیناً‌ زه وس نلرم مگرپه خپل ځان اوپه رور خپل پس فیصله اوکړه په مینځ ځمونو اوپه مینځ دقوم نافرمان کښی ﴿۲۵﴾

[۲۲] په دی کښی دهغوی بی لوظی او خباثت او بزدلی ذکرکوی (قَالُوا) دنقباؤ نه لس کسانو داسی اوئیل اونورو بنی اسرائیلو دهغوی په تقلید کښی داسی اوئیل نودوی دنبی دقول په مقابله کښی قول دبل چا واخیستلو (جَبَّارِينَ) جبار هغه چاته وئیلی شی چه خلق په زور سره خپل مقصد ته را اړوی نودا داجبار په معنیٰ داکراه سره نه ماخوذ دی، یادجبر نه ماخوذدی په معنیٰ داصلاح سره لیکن استعمالیږی په باره دهغه چاکښی چه ځان ته نفع راکاږی که په حقه سره وی یالاطله سره زجاج وئیلی دی چه جبار دانسانانو په باره کښی سرکش ته وئیلی شی (وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا) اول ئی سبب ذکرکړو اودائی مسبب دی یعنی عدم دخول ئی بنا کړو په عذرباندی معلومه شوه چه دقتال نه ئی صریح انکارنه دی کړی -
[۲۳] (رَجُلَانِ) دوی مشهوردی په یوشع اوپه کالب سره (يَخَافُونَ) دهغه کسانودجماعت نه وؤ چه دجبابره نه ئی ویره کوله ، یاهغه کسان چه ویره کوی دمخالفت د امرداللّه تعالٰی نه (أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا) یعنی دوی دنورو ملگرونه په دی وصف سره جدا وؤ چه اللّه تعالٰی په دوی باندی خاص انعام کړی وؤ هغه توفیق د صبراویقین وؤ ، بعضو وئیلی دی چه مراد ددی نه نبوت دی چه دوی ته روستو د موسیٰ علیه السلام نه ورکړی شوی وؤ (الْبَابَ) یعنی ددوی دښار یوه دروازه وه نوهغی ته په داخلیدلو سره په دوی باندی رعب راځی (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا ) داذکر دی دسبب دحصول دغلبی یعنی ایمان سره دتوکل کولونه خاص په اللّه تعالٰی باندی -
[۲۴] داذکر دخباثت دبنی اسرائیلو دی چه په هغی کښی دانکار سره بی عزتی د اللّه تعالٰی اودموسیٰ علیه السلام هم دوی اوکړله اوبنی اسرائیلو دلته دهغه دوه صالحینو په قول باندی عمل پریخودلو اوپه کثرت دبل طرف باندی ئی اعبتاراوکړلو (فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ) دا قول ددوی په طریقه دبی پرواهئ اودتوهین درب دی یا داقول دی دمشبّهو (قرطبی) نودوی په سبب ددی کافرشول، امام بخاری او امام مسلم حدیث دمقداد بن عمرو رضی اللّه عنه راوړی دی چه نبی ﷺ دبدر په ورځ صحابو ته ترغیب د قتال فی سبیل اللّه ورکړو نومقداد اوئیل چه مونږتاته هغه خبره نه کوؤ کومه چه بنی اسرائیلو موسیٰ علیه السلام ته کړی وه چه (اذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ) لیکن مونږ وایو چه ځه ته لاړشه چه کوم خواځی اومونږدرسره ملگری یو -
[۲۵] دادعاء‌ دشرد موسیٰ علیه السلام ده په دغه قوم باندی اودابد اثر دی دترک دفرض شوی جهاد (لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي) (سوال) ملکیت رقبی خود انسان په خپل ځان باندی هم نیشته، ځان خرڅولی نشی ځان قتل کولی نشی؟ (جواب) مراد ددی نه ملک داطاعت کولو دی (فَافْرُقْ) مراد ددی نه جداوالی دی په آخرت کښی -