وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا ﴿۸۶﴾ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا ﴿۸۷﴾ فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوا أَتُرِيدُونَ أَنْ تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۸۸﴾
اوکله چه سلام اوکړی شی په تاسوسلام پس جواب ورکړئ غوره دهغی نه یاجواب ورکړئ په شان دهغی یقیناً اللّه تعالٰی دی په هرڅیز باندی حساب کؤونکی ﴿۸۶﴾
اللّه تعالٰی نیشته دبندگئ حق دار سیوا دهغه نه خامخا به تاسوراجمع کړی ورځ دقیامت ته چه شک نیشته په هغی کښی، اوڅوک ډیررشتینی دی د اللّه تعالٰی نه په خبروکښی ﴿۸۷﴾
پس ولی شوی په باره دمنافقانوکښی دوه ډلی او اللّه تعالٰی نسکورکړی دی دوی په سبب دعملونو ددوی آیا تاسو غواړئ چه هدایت والااوگنړئ هغه څوک چه بی لاری کړی دی اللّه تعالٰی اوڅوک چه اللّه تعالٰی بی لاری کړی پس هیچ چیری اوبه نه مومی هغی لره لار ﴿۸۸﴾
[۸۶] یعنی دعوت کؤونکی چه کله تاسوته راشی اوسلام اوکړی نوجواب په صحیح طریقه سره ورکړئ دارنگ چه کله دعوت دجهاد درکړی نوپه ښه طریقه سره هغه قبول کړئ (تَحِيَّةٍ) سلام مسنون او دعوت دژوند چه جهاد اونیکی کول دی ټولوته شامل دی (أَحْسَنَ) دادی چه وعلیکم السلام ورحمة اللّه وبرکاته او (رُدُّوهَا) صرف وعلیکم السلام وئیل -
[۸۷] دامسئله دتوحید ده ددی مطلب دادی چه جهاد اودعوت ددی مسئلی دپاره کوئ - په دی آیت کښی په اول جمله کښی مسئله توحید ده اوپه دوهمه جمله کښی ایمان په ورځ دقیامت باندی اوپه دریمه جمله کښی صدق دقرآن کریم ذکر دی -
[۸۸] په دی آیاتونوکښی دمنافقانو قسمونه ذکرکوی چه بعضوسره قتال په کاردی په دی آیت کښی هغه منافقان مراد دی چه هجرت ئی نه وی کړی اودارحرب کښی اوسی اوکافرانوسره ملگرتیا کوی - نوبعضی مسلمانانووئیل چه دوی سره جنگ نه دی جائز، اوبعضووئیل دوی کافران دی جنگ ورسره په کاردی ، نواللّه تعالٰی مسلمانان ددی اختلاف نه منع کړل - بعضی مفسرینووئیلی دی چه دانازل شوی دی په باره دهغه منافقانوکښی چه داحد دغزوه نه واپس تللی وؤ نومراد ددی نه منع اختلاف کولونه په باره دمنافقت ددوی کښی دی (أَنْ تَهْدُوا) دهدایت نه مراد توفیق دایمان دی یاهغوی ته نوم دمهتدی ورکول دی صرف هدایت ورکول مراد نه دی ځکه چه دهغی خومنه نشی کیدلی شرعاً -