وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّى يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۸۹﴾ إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَنْ يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا ﴿۹۰﴾ سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَنْ يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا فَإِنْ لَمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأُولَئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُبِينًا ﴿۹۱﴾
غواړی دوی چه کافران شئ تاسو لکه چه دوی کافران دی پس شئ به تاسوبرابرپس مه نیسئ ددوی نه دوستان تردی پوری چه هجرت اوکړی په لارد اللّه تعالٰی کښی - پس دوی که مخ اوگرځوو، پس نیسئ دوی (په قیدکولو) اووژنئ دوی کوم ځا ی چه مومئ تاسو دوی ، اومه نیسئ ددوی نه دوست اونه امدادی ﴿۸۹﴾
مگرهغه کسان چه یوځای کیږی دهغه قوم سره چه په مینځ ستاسو او ددوی کښی وعده وی یاراشی دوی تاسوته چه بندی وی سینی ددوی چه جنگ اوکړی تاسوسره یاجنگ اوکړی دقوم خپل سره، اوکه غوختی وی اللّه خامخا زورآور کړی به ئی ؤو دوی په تاسوباندی پس خامخا جنگ به کړی وی دوی تاسوسره ، پس که دوی ډډه کوله ستاسونه پس جنگ نه کوی تاسوسره اوپیش کوی تاسوته روغه ، پس نه ده گرځولی اللّه تعالٰی تاسولره په دوی باندی لار (دجنگ کولو) ﴿۹۰﴾
زردی چه اوبه مومئ تاسو نورخلق (منافقین) چه غواړی دوی چه په امن شی دوی ستاسونه اوپه امن شی دخپل قوم نه هروخت چه راوبللی شی فتنی ته (شرک ته) نونسکورپریوځی په هغی کښی ، پس که دوی ډډه نه کوی ستاسونه اونه پیش کوی تاسو ته روغه اونه بندوی لاسونه خپل (دجنگ ستاسونه) پس نیسئ دوی (په قیدکولو) اووژنی دوی کوم ځای چه وس برشی ستاسو په دوی باندی - اودغه کسان ورکړی دی مونږتاسولره په (جنگ ددوی) باندی دلیل ښکاره ﴿۹۱﴾
[۸۹] په دی آیت کښی ددغه منافقانوپه باره کښی حکم ذکرکوی چه دوی هجرت نه کوی نوددوی سره جنگ کوی ځکه چه دوی داراسلام کښی نه دی داخل شوی (فَخُذُوهُمْ) مراد ددی نه قیدکول دی
[۹۰] په دی آیت کښی دمنافقانو دوه قسمه ذکرکوی چه هغوی سره قتال کول جائزنه دی (۱) یوقوم کافر چه هغوی سره مسلمانانوعهد شوی وی اوددوی سره دمسلمانانوتعلق وی هغوی ته معاهدالمعاهد وئیلی کیږی (۲) هغه منافقان چه بالکل عاجزاوغلی وی یوطرفته ملگرتیا نه کوی په جنگ کښی (أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ) په دی کښی دوه توجیه دی اوله توجیه داده چه دقوم خپل سره جنگ نه کوی ځکه چه هغوی په حقه لارباندی گنړی دوهمه توجیه داده چه دهغوی سره په جنگ کښی ملگرتیا نه کوی ځان دډله بازئ نه بچ ساتی -
[۹۱] دابل قسم منافقین دی چه دوی منافقت کوی اوچه کله وس ئی برشی نودمؤمنانومخالف جنگ کوی اوکفرښکاره کوی نوددوی سره قتال په کار دی (يُرِيدُونَ) یعنی ایمان اوکفردواړه نه ښکاره کوی ددواړه طرفونونه ځان بچ ساتی -