وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۸۳﴾ فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَاللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنْكِيلًا ﴿۸۴﴾ مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا ﴿۸۵﴾
اوکله چه راغی دوی ته خبردامن یادویری خوروی دوی هغه - اوکه رسولی وی دوی هغه رسول ته اوپوهه خلقو ته ددوی نه خامخا پوهه شوی به وی په دی هغه کسان چه معلوموی هغی لره ددوی نه، اوکه نه وی فضل د اللّه تعالٰی په تاسوباندی اورحمت خامخا تابعداری به کړی وی تاسودشیطان مگرلږکسان ﴿۸۳﴾
پس جنگ کوه په لار د اللّه تعالٰی کښی ، ذمه واری نیشته په تا مگردځان خپل اوتیزی ورکوه مؤمنانوته امید کوه چه اللّه تعالٰی به بندکړی جنگ دکافرانو، او اللّه تعالٰی سخت دی په جنگ کښی اوسخت دی په سزا ورکولو کښی ﴿۸۴﴾
چاچه سفارش اوکړو سفارش ښه وی به ده لره برخه دثواب دهغی په وجه اوچاچه سفارش اوکړو سفارش بد وی به ده لره پټی دگناه دهغی په وجه، اودی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی طاقت والا ﴿۸۵﴾
[۸۳] داهم زجردی منافقاتوته اوددوی یوه بدی ذکرکوی امن او خوف عام دی که دنیوی وی چه هغه امن دی ددشمن نه یاخوف دی هغه نه اوکه دینی وی یعنی ثواب اوعذاب اوجائزاوناجائز مطلب دادی بغیر دپوهی ددلیل نه ددی اشاعت نه دی په کار - فضل نه مراد قرآن کریم دی اورحمت نه مراد رسول دی او (إِلَّا قَلِيلًا) نه مراد هغه خلق دی چه په زمان دجاهلیت کښی مؤحدین وو - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه استنباط او استدلال د مجتهد دنص (آیت اوحدیث) نه هم په شرع کښی دلیل دی (الَّذِينَ) مراددی نه اولی الامر دی اومراد داستنباط نه اجتهاد دی یامراد ددی نه منافقان دی اومراد داستنباط نه حاصلول اوایزده کول دی -
[۸۴] په دی کښی ترغیب دی په قتال فی سبیل اللّه باندی - اورد دی په منافقانوباندی چه هغوی دقتال فی سبیل اللّه نه منع کوی (نَفْسَكَ) مراد ترینه صرف ذات د نبی ﷺ دی یامراد ترینه وسع دځان ده اشاره ده چه دانسان دوه ذمه دارئ دی یوعمل کول دوهم نوروخلقوته ترغیب ورکول (أَشَدُّ بَأْسًا) ددی ظهور په دنیاکښی کیږی او (تَنْكِيلًا) ددی ظهورپه آخرت کښی کیږی -
[۸۵] په دی کښی ترغیب دی په بیان او دعوت دنیکئ باندی مثلاً جهاد اوویره ورکول دی دناکاره بیان اودعوت نه لکه جهاد پریخودل - (شَفَاعَةً حَسَنَةً) سفارش دنیکئ او دعوت دخیر اوجهادته شامل دی او شفاعة سیئه سفارش دبدئ اودعوت دشراودگناه ته شامل دی -