وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۲ النِّســاء

مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ﴿۷۹﴾ مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ﴿۸۰﴾ وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا مِنْ عِنْدِكَ بَيَّتَ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ وَاللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۸۱﴾ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ﴿۸۲﴾

هغه چه اورسیده تاته څه خوشحالی پس داد فضل داللّه نه ده اوهغه چه اورسیدو تاته څه تکلیف پس داد (وجی دغلطئ) ستانه دی، اولیږلی ئی مونږته خلقوته رسول اوپوره دی اللّه تعالٰی حاضرناظر ﴿۷۹﴾
چاچه اومنلوحکم درسول پس یقیناً حکم ئی اومنلو د اللّه تعالٰی اوچاچه مخ اوگرځؤو پس نه ئی لیږلی مونږته په دوی باندی ساتنه کؤونکی ﴿۸۰﴾
او دوی وائی ځمونږکارستا خبره منل دی پس کله چه دوی اوځی دخواستانه جرگه کوی یوه ډله ددوی نه سیوا دهغی نه چه وئیلی وی دوی، او اللّه تعالٰی لیکی هغه چه دوی جرگی کوی ، پس مخ واړوه ددوی نه اوځان سپاره په اللّه تعالٰی باندی ، اوپوره دی اللّه تعالٰی ذمه وار دکارونو ﴿۸۱﴾
آیا پس دوی سوچ نه کوی په قرآن کښی، اوکه وی قرآن دطرف دغیراللّه نه خامخا موندلی به ؤو په هغی کښی اختلاف ډیر ﴿۸۲﴾

[۷۹] دا آیت دمخکښی جملی دمنافقانو د قول په رد کښی دی مطلب دادی چه خوشحالی خالص د اللّه تعالٰی فضل دی په اللّه تعالٰی باندی حق واجب نه دی اوکه دنیک عمل په وجه وی نوهغه هم د اللّه تعالٰی فضل دی اوبدحالی دانسان دغلطئ په وجه سره وی اوآخری جمله کښی ئی درسول صدق ذکرکړی دی - دپاره رددعقیدی دمنافقانو (شَهِيدًا) مراددی نه شهادت د اللّه تعالٰی دی په صدق د نبی ﷺ باندی (فَمِنْ نَفْسِكَ) دوجی دگناه دنفس نه دی خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه امت دی -
[۸۰] داترغیب دی اطاعت درسول ته روستو داثبات دصدق دهغه نه - اطاعة د اللّه ئی اطاعة درسول نه دی گرځولی ځکه چه اطاعة اللّه (چه قران دی) علم په اطاعت درسول سره حاصلیږی اوبرعکس نه کیږی (فَمَا أَرْسَلْنَاكَ) جزاء پټه ده چه فلایسئل عنک (ستانه دهغه تپوس نه کیږی) -
[۸۱] دا زجردی منافقانوته او دهغوی بدی ذکر کوی - په دی آیت کښی د هغوی یوه بدی ذکر کړی ده (غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ) په دی کښی یوه توجیه داده چه تقول مؤنث صیغه ده ضمیرئی راجع دی طائفةٌ ته دوهمه توجیه داچه مخاطب صیغه ده خطاب نبی ﷺ ته دی -
[۸۲] داهم زجردی منافقانو ته اودهغوی یوه بدی ذکرکوی اوددی آیت نه معلومه شوه چه مقصد دقرآن صرف تلاوت نه دی بلکه تدبرکول دی - اودی آیت کښی دلیل دی په صدق دقرآن باندی یعنی که داد اللّه تعالٰی کتاب نه وی نوپه دی کښی به ډیره خطائی غلطی وی لیکن خطائی اوغلطی په کښی نیشته نومعلومه شوه چه داد اللّه تعالٰی کتاب دی - اختلاف نه مراد تناقص او غلطی ده چه یوه خبره دبلی خبری مقابله کښی وی - داپه قرآن کښی نیشته - دارنگ اختلاف تفاوت په کښی نیشته اوهغه دادی چه بعضی کلمی ډیرفصاحت والادی اوبعضی کلمی بالکل غورځیدلی وی دمرتبی دفصاحت نه اوهرچه اختلاف دقرائت دی نوداختلاف تلاؤم دی دامضرنه دی ځکه چه مراد کښی فرق نه راځی -