الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿۷۶﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوا أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُوا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلَا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ لِمَنِ اتَّقَى وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۷﴾ أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ وَإِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هَذِهِ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هَذِهِ مِنْ عِنْدِكَ قُلْ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ فَمَالِ هَؤُلَاءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا ﴿۷۸﴾
مؤمنان جنگ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی ، اوکافران جنگ کوی په لار دشیطان کښی پس جنگ اوکړئ دملگرو دشیطان سره یقیناً مکر دشیطان کمزوری دی (په مقابله دمکرد اللّه تعالٰی کښی) ﴿۷۶﴾
آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه اوئیلی شودوی ته بند کړئ لاسونه خپل اوپابندی کوئ دلمانځه اوورکوی زکوٰة پس هرکله چه فرض کړی شوپه دوی باندی جنگ دغه وخت یوه ډله ددوی نه ویره کوی دخلقو نه په شان دویری داللّه تعالٰی نه لکه زیات دی په ویره کښی او وائی ای ربه ولی فرض کړوتا په مونږباند ی جنگ ولی نه روستوکؤو تا مونږترنیټی نزدی پوری اوایه مزی ددنیا لږی دی اوآخرت غوره دی هغه چالره چه ویریږی د اللّه تعالٰی نه اوظلم به نشی کیدی په تاسو په قدر دتار داډوکی د کهجوری ﴿۷۷﴾
هرځای چه ئی تاسو لاندی کوی به تاسو لره مرگ اگرچه ئی تاسو په قلعه گانو مضبوطوکښی ، اوکه اورسیږی دوی ته خوشحالی دوی وائی دادطرف د اللّه تعالٰی نه ده اوکه اورسیږی دوی ته تکلیف دوی وائی، داستادطرف نه ده اوایه داټول د طرف د اللّه تعالٰی نه دی ، پس څه وجه ده ددی قوم چه نه دی نزدی چه پوهه شی په څه خبره باندی ﴿۷۸﴾
[۷۶] داترغیب دی په جهاد باندی چه دمؤمنانو مقصد اعلیٰ دی اودکافرانو مقصد ادنیٰ دی اودهغوی مکرونه هم بی کاره دی نومؤمنان دهغوی په مقابله کښی ضرور جهاد اوکړی (كَانَ ضَعِيفًا) اگرچه دغه مکرونه کلک اوقوی دی لیکن د اللّه تعالٰی دتدابیرو په مقابله کښی کمزوری دی -
[۷۷] ددی آیت نه تر (۹۱) پوری دوهم باب دی په دی کښی زجرونه دی منافقانوته اودهغوی قبائح دی بیا ترغیب دی جهاد ته اوبیا اقسام دمنافقانو دی - دآیت مطلب دادی چه کله قتال دپاره ماحول نه وی جوړشوی، ملگری کم وی مالی طاقت نه وی نوقتال فرض نه دی لیکن اعمال بدنی او مالی په کار دی دپاره دمشق او تیاری دجهاد نفس - لیکن هرکله چه قتال فرض شی نومنافق د دنیا دمحبت په وجه قتال کښی سستی کوی اودی په قتال کښی مرگ گنړی (إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ) داصریح دلیل دی چه مراد ددی منافقان خلق وؤ صحابه ترینه مراد نه دی (مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ) دا دلیل دی چه دنیا اومافیها په مقابله دکارونودآخرت کښی چه یودهغی نه جهاد فی سبیل اللّه دی لږه ده (بلکه هیڅ نه ده) اوپه دی آیت کښی دمنافقانو دوه خصلتونه ذکر دی -
[۷۸] دآیت په اوله حصه کښی ئی دمرگ فیصله بیان کړی ده چه دهغی بچ کوؤنکی هیڅ شی نیشته اومقصد په کښی ترغیب دی قتال فی سبیل اللّه ته چه دمرگ دویری دوجی نه قتال مه پریږدئ - اوپه دوهمه حصه کښی دمنافقانو خصلت ذکرکوی چه دوی دخوشحالی نسبت اللّه تعالٰی ته کوی اودسختئ او تکلیف نسبت پیغمبر ﷺ ته کوی په طریقه دسپیره توب سره - اونسبت کول اللّه تعالٰی ته دوجی دایمان نه نه دی بلکه دایو حق واجبه گنړی په اللّه تعالٰی باندی - اوپه دی آیت کښی دمنافقانو دوه خصلتونه ذکر دی -