وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۰ النِّســاء

وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا ﴿۷۲﴾ وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَنْ لَمْ تَكُنْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۳﴾ فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۷۴﴾ وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا ﴿۷۵﴾

اویقیناً‌ بعضی ستاسونه خامخا هغه دی چه روستو کیږی پس که اورسیږی تاسوته څه مصیبت وائي دی یقیناً‌ انعام کړی ؤو اللّه تعالٰی په ماباندی کوم وخت چه نه ؤوم ددوی سره حاضر ﴿۷۲﴾
اوکه اورسیږی تاسوته فضل د اللّه تعالٰی دطرف نه خامخا وائی گویا که نه وه په مینځ ستاسو اودده کښی دوستانه هائ ارمان دی چه وی ځه ددوی سره پس کامیاب شوی به وی په کامیابئ لویه ﴿۷۳﴾
پس جنگ دِ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی هغه کسان چه خرڅوی (قربان کوی) ژوند دنیوی په آخرت باندی اوچاچه جنگ اوکړو په لار د اللّه تعالٰی کښی پس اووژلی شی یازورآور شی پس زردی وربه کړو مونږ ورته ثواب لوی ﴿۷۴﴾
اوڅه عذر دی ستاسو چه جنگ نه کوئ په لارد اللّه تعالٰی کښی (اودپاره دخلاصولو) دکمزورو دنارینو نه اوزنانه اوواړه بچی هغه چه وائی: ای ربه ځمونږ اوباسی مونږ ددی کلی نه چه ظالمان دی اوسیدونکی ددی اومقررکړه مونږلره دخپل طرف نه دوست (بج کؤونکی) اومقررکړه مونږلره دخپل طرف نه امدادی ﴿۷۵﴾

[۷۲] دا دوه آیتونه زورنه ده منافقینوته - په پریخودلو دتیارئ د آلاتو دجهاد کولو اوپه دی کښی دمنافقانو دوه قباحتونه ذکر کوی (۱) ناراستی کول (۲) دجهاد نه پاتی کیدل د اللّه تعالٰی انعام گنړل -
[۷۳] په دی آیت کښی هم دمنافقانو دوه قباحتونه ذکر کوی - فضل، مراد ددی نه فتح او غنیمت دی - (كَأَنْ لَمْ تَكُنْ) داجمله معترضه ده اول آیت کښی ددوهم خصلت سره تعلق لری یا دا قول ظاهری دی دمنافق او بینه ضمیرئی ځان ته راجع کړی دی او (يَا لَيْتَنِي) دده پټ قول دی (فَوْزًا عَظِيمًا) مراد ترینه په حصه دغنیمت سره کامیاب کیدل اشاره ده چه دمنافقانو په نزد ددنیا حصول لویه کامیابی ده -
[۷۴] دادریم حکم دی دسیاست یعنی بادشاه دِ جهاد دپاره داسی رعیت تیار کړی چه هغوی ددنیا سره محبت نه لری اوعقیده دالری چه په جهاد کښی غلبه اوشهادت دواړه ثواب دی (يَشْرُونَ) مراد ددی نه خرڅول اوقربان کول دمال اوتن دی په جهاد اوپه امورو دآخرت باندی -
[۷۵] داوجی دجهاد دی چه یو خودتوحید دغالب کولو دپاره جهاد کوئ‌ دا معنیٰ دفی سبیل اللّه ده - اوبل داچه کمزوری سړی زنانه بچی مسلمانان دظالمانو په لاسونو گیردی هجرت نشی کولی دهغوی دخلاصول دپاره جهاد کوئ‌ - اوداد جهاد دوه شرعی مقصدونه دی (الظَّالِمِ أَهْلُهَا) ظلمونه دمکی والا په صحابه کرامو باندی اودارنگ هرهغه کافران اومشرکان چه په کمزورو مؤمنانوباندی زیاتی کوی اوهغوی لره ددین دکارونونه منع کوی (وَلِيًّا) هغه کس دی چه دده نه ظلم دظالم دفع کړی (نَصِيرًا) هغه دی چه ده لره دوطن نه رااوباسی په امن سره -