وَإِذًا لَآتَيْنَاهُمْ مِنْ لَدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۶۷﴾ وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ﴿۶۸﴾ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا ﴿۶۹﴾ ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ عَلِيمًا ﴿۷۰﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا ﴿۷۱﴾
اودغه وخت خامخا ورکړوبه ؤو مونږ دوی ته دطرف خپل نه ثواب لوی ﴿۶۷﴾
اوخامخاپاخه کړی به وی مونږ دوی لره په لاره نیغه (سیده) باندی ﴿۶۸﴾
اوچاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی اودرسول پس دغه خلق به ملگری وی هغه کسانوسره چه انعام کړی دی اللّه تعالٰی په هغوی باندی چه پیغمبران دی اوزیات رشتینی دی اوشهیدان دی او نیکان دی او ښه دی دوی په ملگرتیا کښی ﴿۶۹﴾
دافضل دی د اللّه تعالٰی دطرف نه اوپوره دی اللّه تعالٰی پوهه په هرڅه باندی ﴿۷۰﴾
ای ایمان والو: تیار اوساتئ سامان دبچاؤ خپل پس اوځئ ډلی ډلی یااوځئ یوځای ﴿۷۱﴾
[۶۹] داڅلور واړه صفات دپیغمبرانو دی اوهغوی منعم علیهم دی هرپیغمبر صدیق هم دی - شهید دی په امت خپل، اوصالح هم دی - داصفات دهغوی په مختلف آیاتونو کښی راغلی دی - دوهم مطلب دادی چه دا څلور ډلی جداجدا دی - (الصِّدِّيقِينَ) درجه دابوبکررضی اللّه عنه ته اشاره ده (الشُّهَدَاءِ) عمررضی اللّه عنه عثمان رضی اللّه عنه علی رضی اللّه عنه اونورو شهیدانو صحابوته اشاره ده او (الصَّالِحِينَ) ټولو باقی صحابوته اشاره ده - نومنعم علیهم پیغمبران او اصحاب دی -
[۷۱] دا دوهم حکم دسیاست دی - یعنی بادشاه او رعیت له په کار دی چه دجهاد په نیت تیاری اوکړی نوکله جهاد فرض کفایه وی هغی ته اشاره ده په ثبات سره اوکله جهاد فرض عین وی هغی ته اشاره ده په جمیعا سره (حِذْرَكُمْ) مراد ددی نه اسباب دبچاؤ دی اسلحه دهری زمانی مطابق، بمونه، میزائِل وغیره په کښی داخل دی اودهغی داستعمال طریقی ایزده کول هم -