وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۸ النِّســاء

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَهُمْ فِي أَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا ﴿۶۳﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا ﴿۶۴﴾ فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۶۵﴾ وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا ﴿۶۶﴾

داهغه کسان دی چه پوهه دی اللّه تعالٰی په هغه څه چه په زړونو ددوی کښی دی پس مخ واړوه ددوینه اووعظ کوه دوی ته اووایه دوی ته په حق دځانونوددوی کښی وینا اثرناکه ﴿۶۳﴾
اونه دی لیږلی مونږهیڅ رسول مگردپاره ددی چه تابعداری اوکړی شی دهغه په حکم د اللّه تعالٰی - اوکه دی خلقو کوم وخت چه ظلم اوکړو په ځانونو خپلوراغلی وی تاته پس بخنه غوښتی وی د اللّه تعالٰی نه اوبخنه غوښتی وی دوی لره رسول ﷺ ضرورموندلی به ؤو دوی اللّه لره توبه قبلؤونکی رحم کؤونکی ﴿۶۴﴾
پس داسی نه ده قسم دی ستاپه رب باندی نشی مؤمنان کیدی ترهغی چه فیصله اوکړی په تاباندی په هغه معامله کښی چه پیداشوی وی په مینځ ددوی کښی بیانه مومی دوی په خپلو زړونوکښی خفگان دهغی فیصلی نه چه تاکړی وی اومنی ستافیصله همیشه منل ﴿۶۵﴾
اوکه چیری فرض کړی وی مونږپه دوی باندی (په اطاعت درسول کښی) چه اووژنئ ځانونه خپل یا اوځئ دکورونوخپلونه نه به ؤو کړی داکار مگرلږکسانو ددوی نه ، اوکه چیری دوی کړی وی هغه کارچه وعظ کیږی دوی ته په هغی سره ضرور ؤو به غوره دوی لره اوښه کلکؤونکی (دایمان) ﴿۶۶﴾

[۶۳] فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ) اعراض نه مراد دادی که دوی منافقت کوی نوپرواه ئی مه کوه خودمنافقت دصفاتونه ئی منع کوی اودامراد دوعظ دی اوقول بلیغ، نه په دلیلونوسره او ترغیباتوسره مؤثروعظ کول مراد دی -
[۶۴] ددی آیت نه تر (۷۰) پوری ټول ترغیبات دی په اطاعت درسول باندی او دهغی فائدی ذکرکوی - درسول درسالت نه مقصد دهغه تابعداری کول دی - افراط به نه کیږی هغی ته به د اللّه صفت نه ورکوی اوتفریط دِ نه کوی دهغه دحکم نه خلاف دِ نه کوی -
فائده: دا آیت په هغه منافقانوپوری خاص دی چه مدینه منوره کښی ؤو د رسول اللّٰه ﷺ په ژوند کښی په دلیل دضمیرونو چه دخاص ذات دپاره دی اوپه دلیل د جَاءُوك، ځکه چه جَاءُوٌ قَبرکَ، ئی نه دی وئیلی اوبل دلیل اجماع دصحابه کرامو چه هغوی په هیڅ حاجت کښی قبرد رسول اللّٰه ﷺ ته نه دی راغلی اونه دقبردهغه نه -
[۶۵] (فَلَا) مراد دادی چه داسی نه ده کوم چه منافقان خیال دی چه د پیغمبرفیصله نه منی اودعویٰ کوی - دی آیت کښی ئی دایمان دری شرطونه ذکر کړی (۱) فیصله په پیغمبر او دهغه په طریقه (سنت) باندی (۲) په هغی باندی خفگان نه کول بلکه خوشحالی کول (۳) ټولی فیصلی او ټول حکمونه دهغه په زړه سره منل (فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ) مراد ددی ټول اختلافات او جگړی دی که دنیوی دی اوکه دینی دی او (يُسَلِّمُوا) مسقتبل کښی اشاره ده چه ترمرگه پوری به تسلیم د نبی ﷺ باندی پوخ او کلک وی -
[۶۸-۶۷-۶۶] داول نه زورنه ده منافقانوته چه په اطاعت رسول کښی شهید کیدل اوهجرت کول صحابه کرامو کړی دی په تاسوباندی داسی سخت امتحان تراوسه نه دی راغلی - دآیت آخرکښی ترغیب دی اطاعت رسول ﷺ اودهغی پنځه فائدی ئی تر (۷۰) بیان کړی دی خیر، اشدتثبیت ، اجرعظیم، صراط مستقیم، معیت دمنعم علیهم -