أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿۶۰﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا ﴿۶۱﴾ فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا ﴿۶۲﴾
آیا نه گورئ هغه کسانوته چه دعویٰ کوی چه دوی ایمان راوړی دی په هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته اوپه هغه کتابونوچه نازل کړی شوی دی مخکی ستانه، غواړی چه فیصلی یوسی سرکش ته اویقیناً حکم کړی شوی دی چه دوی دِ انکار کوی دفیصلی دهغه نه، اوغواړی شیطان چه گمراه کړی دوی لره په گمراهئ لری سره ﴿۶۰﴾
اوکله چه اوئیلی شی دوی ته راشئ هغه کتاب ته چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی اورسول ته وینی ته منافقان چه اوړی ستانه په اوړیدلو ﴿۶۱﴾
پس څنگه حال به وی کله چه اورسیږی دوی ته څه مصیبت په وجه دهغه عملونو چه مخکی لیږلی دی لاسونو ددوی بیاراشی دوی تاته قسم کوی دوی په اللّه تعالٰی چه مونږ اراده نه ده کړی مگر دجوړخ (په مینځ دداړوکښی) ﴿۶۲﴾
[۶۰] دی آیاتونوکښی زورنه ده منافقانوته په فیصله اوړلو غیردکتاب او دسنت ته اودهغوی پنځه قبائح ذکر کوی - طاغوت، نه مراد په دی ځای کښی هغه شخص یا هغه قانون او کتاب دی چه دقرآن اوسنت نه خلاف وی - په دی آیت کښی دمنافقانو دری حالات قبیحه ذکر شوی دی -
[۶۱] دا زورنه ده په مخ گرځولو سره دفیصلی دقرآن اوسنت نه - اوپه دی کښی اشاره ده حال دجامد مقلدینوته چه دوی هم منافقان دی - اوپه دی کښی دمنافقانو څلورم وصف ذکر دی -
[۶۲] داهم زورنه منافقانوته اواشاره ده چه دقرآن اوسنت نه په اعراض کولو سره په دنیاکښی هم مصیبتونه رسیږی - په دی کښی دمنافقانو پنځم وصف ذکر دی (إِنْ أَرَدْنَا آه) یعنی فیصلی دقران اوسنت نه خلاف کوئ اودعوی کوئ چه په دی کښی جوړخ او اصلاح ده لکه چه اوس په دی ملک کښی قانون دانگریزباندی فیصله کیږی اوجاهل خلق دهغی تعریف کوی -