وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۶ النِّســاء

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۵۶﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًا ﴿۵۷﴾ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۵۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۵۹﴾

یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی په آیاتونوزمونږ زردی چه داخل به کړو دوی اورته هروخت چه سکروټی شی څرمنی ددوی بدلی به کړودوی له څرمنی نوری دپاره ددی چه اوڅکی دوی عذاب ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی زورآور حکمتونووالا ﴿۵۶﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوعمل ئی کړی دی په طریقه د نبی ﷺ زردی داخل به کړو مونږدوی جنتونوته چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه ، دوی دپاره په هغی کښی دی بیبیانی پاکی اوداخل به کړو دوی سوری همیشه ته ﴿۵۷﴾
یقیناً‌ اللّه تعالٰی حکم کوی تاسوته چه اداکوئ حقونه دحقدارو دهغی ته اوکله چه فیصله کوئ په مینځ دخلقو کښی چه فیصله کوئ په انصاف سره ، یقیناً اللّه تعالٰی ډیرښه وعظ درکوی تاسوته ددی - یقیناً اللّه تعالٰی دی آوریدونکی لیدونکی ﴿۵۸﴾
ای ایمان والو: حکم منئ د اللّه تعالٰی او حکم منئ د رسول اللّٰه ﷺ اودحاکمانوستاسونه ، پس که اختلاف اوکړو تاسو په یوشی کښی پس اوگرځوئ (فیصلی دهغی) اللّه اورسول ته که تاسوایمان لرئ‌ په اللّه تعالٰی اوپه ورځ دقیامت (روستنئ) داکارغوره دی او ښائسته انجام والادی ﴿۵۹﴾

[۵۶] داویره دعذاب دآخرت ده یعنی په جهنم کښی دڅرمن دسوزولو اوبیا دټوکولو طاقت اللّه تعالٰی ایخی دی اومطلب دادی چه هرکله څرمن اوسوزی نوبیا هغه تازه شی بله څرمنه نه ورکوی - او دیته تبدیل وصفی وائی ، اوهرکله چه څرمنه تازه شی نوتنکی وی اوپه هغی باندی درد زیات وی -
[۵۷] دازیری اخروی دی (ظِلًّا ظَلِيلًا) همیشه سوری اشاره ده همیشه آرام ته چه هیڅ گرمی او دهوپ به نه وی یااشاره ده ډیروگنړوونوته چه سوری به کوی -
[۵۸] ددی آیت نه تر (۱۳۴) پوری دوهمه حصه ده اوپه دی کښی سیاست مدنیه (دبادشاه او دقوم تعلق دپاره دامن) ذکردی اوپه دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۷۶) پوری دی په دی کښی دری احکام دسیاست دی اومنافقانوته زجرونه دی - په دی کښی اول حکم دی - دآیت مطلب دادی چه هرحق آمانت دی ، امارت، امامت، قضا، تدریس، دعوت وغیره حق داروته پوره ورکول غواړی اوفیصلی په عدل سره دادی چه په قران اوسنت سره فیصلی کوی - اوپه دی آیت کښی خطاب دی اولی الامرته یا عامومسلمانانوته اوپه آیت کښی دلیل دی چه حکم په عدل سره هله پوره کیدی شی چه امیری قضا وغیره دهغی حقداروته ورکړی شوی وی -
[۵۹] دامیرحکم نه بعد رعیت ته حکم دی دتابعدارئ (أُولِي الْأَمْرِ) نه مراد حاکمان او علماء مجتهدین دی لیکن ددوی اطاعت د اللّه تعالٰی اودرسول په اطاعت کښی داخل دی ددی وجی نه دوی سره ئی جدا اطیعوا نه دی وئیلی نوددوی اطاعت مطلق نه دی (فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ) ابن کثروئیلی دی چه داټولو مسلمانانوته خطاب دی اومقصد دادی چه کله دیوحاکم یاعالم مجتهد حکم تاسوته بی دلیله معلوم شی نواختلاف مه جوړوئ‌ بلکه په قرآن اوحدیث باندی فیصله کوئ - ددی آیت نه اثبات دتقلید نه کیږی لکه تقلید شخصی (جامد) تردید دی -