أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ وَمَنْ يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا ﴿۵۲﴾ أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لَا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا ﴿۵۳﴾ أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا ﴿۵۴﴾ فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ صَدَّ عَنْهُ وَكَفَى بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا ﴿۵۵﴾
دغه کسان دی چه لعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی اوهغه څوک چه لعنت اوکړی اللّه تعالٰی په هغه پس چیری اوبه نه مومی هغه له مددگار ﴿۵۲﴾
آیا شته دوی لره برخه دبادشاهئ نه پس دغه وخت (که وی ددوی برخه) وربه نه کړی خلقوته په قدر دداغ دهډوکی د کهجوری ﴿۵۳﴾
آیا حسد کوی دوی خلقو سره (ایمان والوسره) په هغه څه چه ورکړی وی اللّه تعالٰی دفضل خپل نه ، پس یقیناً ورکړی دی مونږاولاد دابراهیم علیه السلام ته کتابونه اوپیغمبری اوورکړی ده مونږهغوی ته بادشاهی لویه ﴿۵۴﴾
پس بعضی ددوی نه هغه څوک دی چه ایمان ئی راوړی دی (په دی فضل باندی) اوبعضی هغه دی چه مخ ئی گرځولی دی دده نه، اوپوره دی جهنم اوربل کړی شوی ﴿۵۵﴾
[۵۲] داتخویف دی په عذاب سره - اوپه دی کښی ددوی یوه بدی (لعنت) ذکردی أُولَئِكَ کښی اشاره ده چه دا مخکی ذکرشوی کارونه سبب دلعنت دی -
[۵۳] هرکله چه ددوی نه په سبب دمخکی قبائحو سره نبوت اوبادشاهی نقل کړی شول نودوی په هغی باندی ډیره ناراضگی کوله نوپه دی آیت کښی دهغی دپاره بل سبب ئی ذکرکړو اوزجرئی ورکړو اویوقباحت ئی ددوی ذکرکړو چه بخل دی -
[۵۴] حسد دادی چه ارمان کوی دزوال دنعمت دبل چا اوحرام دی - غبطه: ارمان کول دمثل دحال دغیردځان دپاره - حدیث شریف کښی راځی چه غبطه دوؤ کسانوسره جائز ده - یوعالم دقرآن باعمل دوهم مال په صحیح مصارفو کښی خرچ کوؤنکی - مطلب دآیت دادی چه په اولاد دابراهیم علیه السلام باندی دانعمتونه اللّه تعالٰی کړی دی نوداپیغمبرهم دهغه داولاد نه دی نودسره ولی حسد کوئ (آتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا) اشاره ده بادشاهی د داؤد او سلیمان علیهما السلام ته اوپه دی آیت کښی ددوی یوفباحت ذکر دی -
[۵۵] دازورنه اوتخویف اخروی دی - اواشاره ده چه په دوی کښی دوه لوی ډلی جوړی شوی دی (صَدَّ) لازمی او متعدی دواړه استمالیږی دلته غوره داده چه لازمی دی -