إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا ﴿۴۸﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنْفُسَهُمْ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۴۹﴾ انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْمًا مُبِينًا ﴿۵۰﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلَاءِ أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا ﴿۵۱﴾
یقیناً اللّه تعالٰی نه بخی چه شرک اوکړی شی دهغه سره اوبخی هغه گناهونه چه کم وی ددینه هغه چالره چه اوغواړی اوچاچه شرک اوکړو د اللّه تعالٰی سره پس یقیناً جوړئی کړو گناه لوی ﴿۴۸﴾
آیا نه گوری هغه کسانوته چه ستائنی کوی دځانونوخپلو، بلکه اللّه تعالٰی پا کوی چاله چه اوغواړی اوظلم به نشی کیدی په دوی په قدر دتار دهډوکی د کهجوری ﴿۴۹﴾
اوگوره څنگه جوړوی دوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ ، اوپوره دی دروغ گناه ښکاره ﴿۵۰﴾
آیا نه گوری هغه کسانوته چه ورکړی شوی ده هغوی ته یوه برخه دکتاب نه یقین کوی په منترو اوپه هرمعبود سیوا د اللّه تعالٰی نه اووائی په باره دکافرانو کښی چه دوی ښه رسیدونکی دی دمؤمنانو نه حق لاری ته ﴿۵۱﴾
[۴۸] داد سوال جواب دی چه مونږایمان والا یو مونږته ولی دعوت راکوئ جواب اوشو چه تاسو شرک کوئ نوداایمان خوندی -
بغیردتوبی نه شرک او کفر نه معاف کیږی اونورگناهونه که کبیره وی نوپه توبی سره هم اوبغیردتوبی نه په فضل د اللّه تعالٰی سره معاف کیږی اوگناهونه صغیره په نیک اعمالوسره هم معاف کیږی اودامذهب داهل سنت والجماعت دی اودلیل دی چه په کتابیانوکښی شرک وؤ (سوال) په سورة زمر ۵۳ کښی دی چه ان اللّه یغفرالذنوب جمیعاء (جواب ا) په هغه آیت کښی مؤمنانوته خطاب دی نود هغوی گناهونه دشرک اوکفرنه ښکته دی (جواب ۲) هلته مغفرت په توبه سره مراد دی اودلته بغیر دتوبی نه -
[۴۹] داهم دوی ته زورنه ده - دادلیل دی چه دځان صفتونه کول ناجائزکاردی - (يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ) په توفیق دعقیدی دتوحیدسره پاکوالی راځی - اوپه دی کښی ددوی یوقباحت ذکر دی -
[۵۰] داهم دویته زورنه ده - اوددوی یوقباحت ذکردی - بِهِ، ضمیرافتراء ته یا الکذب ته راجع دی -
[۵۱] داهم دوی ته زورنه ده چه ددوی عقیده شرک وه اومشرکان دمؤمنانونه غوره گنړی - (بِالْجِبْتِ) جبت، سحر او منترته وائی ، اوهرمعبود سیوا د اللّه تعالٰی ته وائی ، اوهرمعبود ماسیوا د اللّه تعالٰی ته هم وائی او (وَالطَّاغُوتِ ) طاغوت هغه شیطان ته وائی چه ددوی په معبودانوکښی ننوتو او ددوی سره به ئی خبری کولی اوهرمعبود ماسویٰ اللّه ته هم وائی - اوپه دی آیت کښی ئی ددوی بدئ ذکر کړی دی -