وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۳ النِّســاء

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَنْ تَضِلُّوا السَّبِيلَ ﴿۴۴﴾ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ وَكَفَى بِاللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَى بِاللَّهِ نَصِيرًا ﴿۴۵﴾ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِنْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۴۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ آمِنُوا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿۴۷﴾

آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه ورکړی شوی ده هغوی ته یوه برخه دکتاب نه آخلی گمراهی اوغواړی چه تاسو واړوی د سمی لاری نه ﴿۴۴﴾
او اللّه ښه پوهه دی په دشمنانوستاسو اوپوره دی اللّه تعالٰی بچ کؤونکی اوپوره دی اللّه تعالٰی مددگار ﴿۴۵﴾
بعضی دیهودیانونه (داسی خلق دی) چه بدلوی کلمی د اللّه تعالٰی دخپلوځایونونه او وائی دوی واوریده مونږ او نه منو مونږ او واوره نه دِ شی اورولی شوی، اوراعنا تاوهی ژبی خپلی اوعیب لگوی په دین (اسلام) کښی اوکه دوی وئیلی وی واوریدو مونږ اوخبره منو او واوره او اوگوره مونږته خامخاغوره به وی دوی لره او ښه برابربه وی (دشرع سره) او لیکن لعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی په سبب دکفرددوی پس ایمان نه راوړی مگرلږکسان ﴿۴۶﴾
ای کتاب والو: ایمان راوړئ په هغه چه نازل کړی دی مونږ رشتنی کؤونکی دی دهغه کتاب چه تاسوسره دی مخکی ددینه چه روان به کړو مخونه پس اوبه گرځووهغه په شاگانودهغوی، یابه لعنت اوکړوپه دوی لکه چه لعنت کړی دی مونږپه خالی والو ، او دی حکم د اللّه تعالٰی پوره کړی شوی ﴿۴۷﴾

[۴۴] ددی ایت نه تر (۷۵) پوری دریم باب دی اوپه دی کښی اوولس بدئ دکتابیانو ذکر کوی اوهغوی ته زورنه ورکوی اوآخر کښی تخویف اوبشارت دی - په دی آیت کښی دهغوی دوه بدئ ذکر کړی دی (۱) ضلالت اخیستل (۲) دنوروخلقو گمراه کول -
[۴۵] یعنی دوی اگرچه ملایان دی لیکن ستاسو ددین دشمنان دی داهم زجر دی - اوپه دی آیت کښی یوه بدی ذکر ده چه دوی دمسلمانانو دشمنان دی (وَكَفَى) دالفظ صریح دی په توحید کښی چه د اللّه تعالٰی سره په ولایت اوتصرف کښی بل شریک ته حاجت نیشته -
[۴۶] داهم زورنه ده - تحریف معنوی مراد دی چه معنیٰ بدلوی اودهغی نه خپل شرک اوبدعات ثابتوی په ژبه سمعنا وائی اوپه پټه عصینا وائی اوغیرمسمع موهم لفظ دی څوک تاته بده خبره نشی اورولی اوغلطه معنیٰ ئی داده چه اللّه تعالٰی دی تاکونړ کړی یا دِ مړشی ځکه چه مړی نه آوری - اوپه دی آیت کښی ئی ددوی شپږقبائح ذکر کړی دی (إِلَّا قَلِيلًا) لږ کسان ایمان رواړی یالږ ایمان راوړی یعنی صرف اللّه تعالٰی خالق مالک منی لیکن بیا ورسره شرک کوی درسول او قرآن نه هم انکار کوی -
[۴۷] داکتابیانو ته دعوت دایمان دی په قرآن کریم اوپه دی کښی ویره ورکول دی په عذاب سره په دنیاکښی - اول عذاب داچه مخونه ئی دڅټ په شانتی شی اودوهم عذاب دمسخ دی چه اصحاب ثبت والوپه شان شادوگان شی داځکه چه یابه ښکاره انکار کوی اودین حق ته به باطل وائی نوددی جرم اول قسم عذاب دی اومناسب دی ددغه جرم سره يابه په حیلوسره ددین شکل مسخ کوی نوددی جرم دوهم قسم عذاب دی اودهغی سره مناسب دی -
فائده: که سوال اوکړی شی چه بعضی کتابیانو خوایمان راوړی دی اوحال داچه داعذاب په دوی نه دی راغلی اول جواب ددی مطلب داوؤ که په دوی کښی هیچاایمان رانه وړو نوداعذابونه به راشی لیکن بعضو چه ایمان راوړو نوداعذاب دټولونه پورته شو - دوهم جواب چه دا عذابونه راتلونکی دی دریم جواب دادی چه داعذابونه په آخرت کښی دی - څلورم داکنایه ده دتنزل اوذلت ددوی نه -