وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۲ النِّســاء

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا ﴿۴۱﴾ يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا ﴿۴۲﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّى تَغْتَسِلُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۴۳﴾

پس څنگه به وی حال ددوی کله چه راولومونږدهرامت نه بیان کؤونکی اورابه ولو تالره په دوی باندی بیان ورکؤونکی ﴿۴۱﴾
به دغه ورځ به ارمان اوکړی هغه کسان چه کفرئی کړی دی اونافرمانی ئی کړی ده درسول نه چه همواره شوی په دوی باندی ځمکه، اونه به شی پټولی اللّه تعالٰی نه هیڅ خبره ﴿۴۲﴾
ای ایمان والو: مه نزدی کیږئ لمانځه ته اوحال داچه تاسو نشه یئ ترهغی چه پوهیږئ په هغه څه چه وائی تاسو اونه په حال دجنابت کښی مگرتیریدونکی یئ دلاری ترهغی پوری چه غسل اوکړئ‌ اوکه تاسوبیماران یئ یاپه سفرباندی یئ یاراشی یوتن ستاسو دلوی حاجت نه یایوځای شی تاسو دښځو سره پس نه مومئ تاسواوبه پس تیمم اوکړئ په خاوره پاکه باندی پس مسحه کړئ‌ مخونه خپل او لاسونه خپل ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی معافی کؤونکی بخنه کؤونکی ﴿۴۳﴾

[۴۱] داداخرت ویره ورکول دی چه انکارنشئ کولی ځکه چه په تاسوباندی گواه شته اومراد شهادت نه دادی چه گواهی به ورکوی په هغه عملونو چه د رسول اللّٰه ﷺ په ژوندکښی ئی دهغه په مخکی کړی وی دارنگ‌ په حدیث دابن کثیرکښی نقل دی اوحدیث دعرض الاعمال باندی ابن کثیررد کړی دی -
[۴۲] داهم دآخرت ویره ده (كَفَرُوا) هغه خلق دی چه شرک ئی کړی دی او (عَصَوُا) نه مراد هغه خلق دی چه دطریقی د نبی ﷺ خلاف ئی کړی دی اودابدعتیان دی -
[۴۳] دآیت ربط دادی چه داحکامو الٰهیو دمنلو دپاره دبیدارئ او دطهارت ضرورت دی ددی وجی نه په حال دنشه کښی او دپلیتئ کښی لمونځ کول منع دی (إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ) یعنی که مسافرئی یاجنب ئی اواوبه نه مومی نوتیمم اوکړئ‌ دوهم مطلب دادی چه مسجد ته جنابت کښی مه داخلیږئ‌ لیکن که دضرورت دوجی نه تیریږئ‌ نوجائز دی (صَعِيدًا) جنس د ځمکی دی خاوره وی اوکه شگه وی (حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ) په دی کښی اشاره ده تعریف د نشی ته چه نشه دیته وئیلی شی چه انسان په خپلو خبروباندی نه پوهیږی - اوپه دی کښی حالت دجهل هم داخل دی -