وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۱ النِّســاء

وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا ﴿۳۶﴾ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا ﴿۳۷﴾ وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا ﴿۳۸﴾ وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُوا بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللَّهُ وَكَانَ اللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا ﴿۳۹﴾ إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾

اوبندگی کوی داللّه تعالٰی اومه شریکوئ دهغه سره هیڅ شی اوکوئ دمورپلارسره نیکی اودرشته داروسره اویتیمانوسره اود مسکینانوسره اوگاونډی خپل (نیزدی) اوگاونډی پردی (لری) اوملگری دډډی اومسافر، اوهغه کسان چه مالک دی ښی لاسونه ستاسو یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه نه کوی دهغه چا سره چه وی لوئي کؤونکی اوخپله ستائنه کؤونکی ﴿۳۶﴾
دوی هغه خلق دی چه شومتیاکوی اوحکم کوی خلقوته په شومتیا اوپټوی هغه شی چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی دفضل خپل نه ، اوتیارکړی دی مونږکافرانولره عذاب شرمؤونکی ﴿۳۷﴾
اودوی هغه کسان دی چه خرچ کوی مالونه خپل دپاره دخودنی دخلقو اوایمان نه راوړی په اللّه تعالٰی باندی اونه په ورځ روستنئ اوخرچ کولی دهغه نه چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی اودی اللّه تعالٰی په دوی باندی پوهه ﴿۳۸﴾
اوڅه وبال به وی په دوی باندی که ایمان راوړی وی دوی په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ‌ اوخرچ کولی دهغه نه چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی اودی اللّه تعالٰی په دوی باندی پوهه ﴿۳۹﴾
یقیناً اللّه تعالٰی ظلم نه کوی په وزن دیوذری اوکه وی (زره مقدار) نیکی زیاتوی اللّه تعالٰی هغه اوورکوی دخپل ځان دطرف نه ثواب لوی ﴿۴۰﴾

[۳۶] داشپاړلسم حکم دی بیان دحق داللّه تعالٰی چه توحید دی اودهرقسم شرک نه انکار اوبیان دحقوقو دبندگانو نه قسمونه - اوددی آیت دآخرنه دوهم باب ددی حصی شروع دی (۴۳) پوری اوپه دی کښی زجرونه منافقانوته اودهغوی شپږبدئ‌ ذکر کوی (وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ) مراد ددی نه ملگری دسفراوبی بی (ښځه) ده (مُخْتَالًا) هغه دی چه خپل ځان په نوروخلقو باندی لوی گنړی اوفخور هغه دی چه خپل صفتونه کوی دپاره دسپک والی دنورو خلقو -
[۳۷] دا زورنه ده منافقانوته، بخل ددوی په مال باندی دادی چه زکوٰة نه ادا کوی اوپه جهاد کی خرچ نه کوی، اوبخل په علم باندی دادی چه دعلم بیان نه کوی -
[۳۸] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقانو ته - مخکی ئی اوفرمائیل چه دوی بخل کوی یعنی د اللّه تعالٰی دپاره خرچ نه کوی اودلته فرمائی خرچ کوی لیکن دریادپاره خرچ کوی اودادشیطان په لمسه سره کوی -
[۳۹] دادعوت دی اصلاح داخلاقو اوصحیح انفاق ته -
[۴۰] دازیری دی دمنونکودپاره (ذَرَّةٍ) نری سورمیږی یاپلوشی دلمرپه مخکښی چه کوم بسری ښکاری (لَا يَظْلِمُ) یعنی نیک عمل کښی ذره برکمی نه کوی اوپه بدعمل کښی ‌ذره برزیاتی نه کوی (مِنْ لَدُنْهُ) په دی کښی اشاره ده هغه جزا اوثواب ته چه بغیردعمل نه اللّه تعالٰی به خپل فضل سره ورکوی -