وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۷۰ النِّســاء

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا ﴿۳۴﴾ وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ﴿۳۵﴾

نارینه حاکمان دی په ښځوباندی په سبب ددی چه غوره والی ورکړی دی اللّه تعالٰی بعضوددوی ته په بعضوباندی اوپه سبب ددی چه خرچ کوی دمالونو خپلونه (په زنانوباندی) پس نیکی زنانه تابعداری کؤونکی وی (داللّه اورسول اوخاوند) ساتونکی دی (دځان اومال) په وخت دغائب کیدلو دخاوند په وجه ددی چه اللّه تعالٰی ددوی ساتنه کړی ده اوهغه زنانه چه ویریږی تاسو دبدخوئ دهغوی نه پس وعظ کوئ دوی ته اوجداشئ ددوی نه په ځای دسملاستلوکښی اووهی دوی پس که دوی خبره اومنله ستاسوپس مه غواړئ په دوی باندی لار (دطلاق) یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی بره لوی ﴿۳۴﴾
اوکه ویریږئ تاسودخلاف دمینځ ددواړونه پس مقرر کړئ یوفیصله کؤونکی دخپلوانودسړی نه اویوفیصله کؤونکی دخپلوانودښځی نه که دوی غواړی صلح کول جوړخ به پیدا کړی اللّه په مینځ دووی کښی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی خبردار ﴿۳۵﴾

[۳۴] داپنځلسم حکم دی چه حاکم به نارینه وی دادلیل دی چه د زنانو امارت اوامامت په نارینوباندی منع دی - دزنانوئی دوه قسمه بیان کړل - صالحات او ناشزات داول قسم ئی صفتونه بیان کړل اود دوهم قسم حکم ئی بیان کړو (قَوَّامُونَ) مراد ددی نه انتظام دکارونو د کورنئ دی چه په هغه ټولوکښی دسړی اجازت صراحةً‌ یاحکما شرط دی او ددی ئی دوه وجی ذکر کړی دی یوفضیلت تکوینی او شرعی او دوهم حاجت دزنانه په خرچ کولوکښی نارینه ته (لِلْغَيْبِ) مراد ددی نه وخت دغائب کیدلو دخاوند دی اومراد دحفاظت ساتنه کول دخپل ځان اودمال او داولاد دخاوند دی اونشوز نه مراد نافرمانی کول د ښځی دحکم د اللّه تعالٰی یاد رسول اللّٰه ﷺ یادخاوند نه دی (سَبِيلًا) یعنی طلاق دِ نه ورکوی -
[۳۵] دادپنځلم حکم سره متعلق دی چه دښځی خاوند منیځ کښی صلح کول ضروری دی لیکن شرط دادی چه دصلح کوونکونیت صحیح وی نو اللّه تعالٰی به صلح راولی - اوپه دی کښی اشاره ده چه په بعضی کارونوکښی دانسانانوفیصله کول جائز دی په دی شرط چه دشرعی نه خلاف نه وی -