وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۳۲﴾ وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۳۳﴾
اوچاچه اوکړو داکار (خلاف کول داحکامونه) زیاتی کؤونکی او ظلم کؤونکی (په کمی کولوسره) پس زردی چه داخل به کړو دوی لره اورته او دی داکار په اللّه تعالٰی باندی آسان ﴿۳۰﴾
که ډډه کوئ تاسو دغټوگناهونو دهغو چه منع کړی شوی يئ تاسو دهغی نه نولری به تاسونه بدئ ستاسو اوداخل به کړو مونږتاسو ځای دداخلیدلو عزت مند ته ﴿۳۱﴾
اومه غواړی چه غوره والی ورکړی دی اللّه تعالٰی په هغی بعضو ستاسوته په بعضوباندی دپاره دنارینوبرخه ده دوجی دهغه عمل نه چه دوی کړی دی اوزنانؤلره برخه ده دوجی دهغه عمل نه چه دوی کړی دی ، اوغواړئ د اللّه تعالٰی نه د فضل دهغه نه یقیناً اللّه تعالٰی دی په هرڅیز پوهه ﴿۳۲﴾
اودپاره دهرچا مقرر کړی دی مونږوارثان دهغه مال چه پریخودلی وی مور او پلار او خپلوانو - اوهغه کسان چه کلک شوی دی قسمونه ستاسو پس ورکوئ دویته برخه دهغوئ، یقیناً اللّه تعالٰی دی په هرڅیزباندی حاضر ناظر ﴿۳۳﴾
[۳۰] داتخویف اخروی دی (عُدْوَانًا) دحدنه تیریدل په زیادت کولوسره او ( ظُلْمًا) نقصان کول په احکامو الٰهیو کښی په تفریط کولوسره -
[۳۱] دابشارت دی (كَبَائِرَ) نه مراد کفراوشرک اودهغه احکامونه خلاف اوانکارکول دی کوم چه دی سورة کښی مخکښی تیرشول - یعنی گناهونو معاف کیدلو کښی شرط دادی چه دکفراوشرک نه ځان بچ ساتی اودارنگ داجتناب گناه کبیره نه په وخت دقدرت کښی په هغی باندی داهم عمل صالح دی چه سبب دمعاف والی دگناه او (مُدْخَلًا كَرِيمًا) نه مراد جنت دی -
[۳۲] دادیارلسم حکم دی - دیوبل سره دحسد نه منع ده (مِمَّا اكْتَسَبُوا) مطلب دادی چه دنارینه مناسب اعمال دی - اودزنانو مناسب اعمال دی اودعملونو دوجی نه مرتبوکښی فرق دی - نودارنگ دعاموانسانانوپه اعمالوکښی دفرق دوجی نه دهغوی په مرتبو کښی فرق دی نوددی فرق په وجی سره دیوبل سره حسد کول جائزنه دی (مِنْ فَضْلِهِ) من صله د وَاسْأَلُوا ده یامن اجلیه دی -
[۳۳] دا څوارلسم حکم دی - مولٰی د موالات - یعنی دوستانه ئی کړی وی اولوظ ئی کړی وی دیوبل سره دتعاون کولو پس ورکړئ حصه ددوی یعنی بخشش ورکوئ امداد کوئ میراث کښی برخه ورکول مرادنه دی، موالی جمع د مولٰی ده اود مولٰی ډيری معانی دی دلته مراد دهغی وارثان عصبه دی (وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ) نه مراد مولٰی د موالات دی اودنصیب ، مراد بخشش اوامداد کول دی -