يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۶﴾ وَاللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا ﴿۲۷﴾ يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُخَفِّفَ عَنْكُمْ وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا ﴿۲۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿۲۹﴾
غواړی اللّه تعالٰی چه بیان اوکړی تاسوته (داحکاموخپلو) او اوخائی تاسوته طریقی دهغه کسانوچه مخکښی ستاسونه ؤو اوبیا رحم اوکړی په تاسوباندی او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمت والادی ﴿۲۶﴾
او اللّه تعالٰی غواړی چه قبولی کړی توبی ستاسو - اوغواړی هغه خلق چه روان دی دنفس په مزو پسی چه کاږه شئ تاسو (دحکم د اللّه تعالٰی نه) په کوږوالی ډیرسره ﴿۲۷﴾
غواړی اللّه تعالٰی چه آسانتیا راولی په تاسو په خپلو حکمونوکښی او (ځکه چه) پیداکړی شوی دی انسان کمزوری ﴿۲۸﴾
ای ایمان والو: مه خورئ مالونه دیوبل په مینځ ستاسوکښی په ناروا مگر که وی (دامعامله) تجارت په رضا ستاسو - او مه وژنئ ځانونه خپل یقیناً اللّه تعالٰی دی په تاسوباندی مهربان ﴿۲۹﴾
[۲۶] داترغیب دی تعمیل احکام تیرشووته په دری طریقوسره (۱) دااحکام واضحه دی (۲) داطریقی د مخکښی تیرشوونیکانودی (۳) په دی احکاموپه عمل کولوسره مهربانی د اللّه تعالٰی کیږی -
[۲۷] داهم ترغیب دی اوپه دی کښی منع ده د تابعدارئ دهغه چانه چه تابع دشهواتودی هغه کافران ، مبتدعین، فاسقان ، ظالمان دی -
[۲۸] داهم ترغیب دی چه د اللّه تعالٰی په احکاموکښی اسانتیا ده (وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا) یعنی انسان دمادی دخلقت اودفطرت په لحاظ کمزوری دی نود اللّه تعالٰی احکام دده دطاقت مناسب کیخودلی شوی دی
[۲۹] دادولسم حکم دی متعلق په مال پوری - اوقتل دځان او دیوبل یو خوظاهراً دی ، اوبل داچه که تجارت بالکل بند شی یادیوبل مالونه په باطله طریقه سره خورئ نوداهم دنفوسو قتل باطن دی -