وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۶۷ النِّســاء

وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُمْ مَا وَرَاءَ ذَلِكُمْ أَنْ تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُمْ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُمْ بِهِ مِنْ بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۲۴﴾ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا أَنْ يَنْكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ فَانْكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلَا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَنْ تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۵﴾

او (حرام دی) خاوندانووالاښځی مگرهغه ښځه چه مالک شی ښی لاسونه ستاسو دهغوی حکم د اللّه تعالٰی فرض کړی شوی دی په تاسو اوحلال کړی دی تاسولره سیوا ددی (ذکرشؤونه) چه طلب کوئ تاسوپه مالونه خپلوسره نکاح کؤونکی یئ نه ئی زناکؤونکی ، پس هغه زنانه چه فائده ترینه واخلئ په محرسره ددوی نه پس ورکوئ دوی ته مهرونه ددوی مقررکړی شوی اونیشته گناه په تاسوباندی په هغه مهرکښی چه رضا شئ تاسو په هغی سره روستودمقررنه ، یقیناً اللّه تعالٰی دی پوه په هرڅه حکمتونووالا ﴿۲۴﴾
اوڅوک چه نلری ستاسونه (مالی) طاقت چه نکاح اوکړی دآزادو ښځو ایمان دارو سره (پس نکاح دِاوکړی) دهغی سره چه مالک وی ښی لاسونه ستاسو دوینځوستاسونه ایمان داری اواللّه تعالٰی ښه پوهه دی په ایمان ستاسوبعضی ستاسونه (دجنس) دبعضونه دی پس نکاح کوئ‌ ددوی سره په اجازه دمولاگانو ددوی اوورکوئ‌ دوی ته مهرونه ددوی په ښه طریقه سره بندی کړی شوی به وی (په نکاح کښی) نه به ښکاره زناکوی اونه به نیسی پټی دوستانی ، پس کله چه دوی سره نکاح اوکړی شی پس که راتله اوکړه دوی په بدکارئ‌ پس په دوی باندی نیمه ده دهغی نه چه واجب ده په آزادو ښځو دسزا (حد ددُرو وهلو) نه دانکاح دوینځو هغه چالره دی چه ویریږی دزناکولونه ستاسونه اوصبرکول ستاسو (دنکاح دوینځی نه) غوره دی تاسولره او اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی دی ﴿۲۵﴾

[۲۴] دی آیت کښی څوارلسم قسم زنانه ده چه دهغی نکاح ځکه حرام دی چه هغه دبل چاپه نکاح کښی ده یعنی دشته نکاح ښځه - مگرکه دکافرانو نه په جهاد کښی یوه ښځه راولئ اودهغی خاوند کافرپه دارحرب کښی پاتی شی نوداوینزه تاسوله جائزده ځکه چه دمخکی خاوند سره نکاح مات شو (أَنْ تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُمْ) نه مراد دادی چه مهرضروری دی دپاره دنکاح (أُجُورَهُنَّ) مراد ددی نه مهردی په نکاح کښی اجرت د زنا او متعی په دی کښی داخل نه دی (مُسَافِحِينَ) هغه کسان دی چه زنا په اجرت سره کوی (وَلَا جُنَاحَ) مطلب دادی که روستوخاوند مهرزیات کړی یا ښځه خپل مهرکم کړی په رضا سره جائز دی -
[۲۵] داحکم دمخکښی سره تعلق لری - دآیت مطلب دادی چه نکاح دوینځی دضرورت وخت کښی کول غوره کاردی نکاح دهغوی ځکه جائزدی چه په هغوی کښی ایمان شته - بله داچه هغوی هم انسانان دی (فَإِذَا أُحْصِنَّ ) مطلب دادی چه دوینځی واده شوی نه که زناصادر شی نودهغی سزا پنځوس دری دی اوکه واده ئی نه وی شوی بیاهم داحکم دی په دوی باندی رجم نیشته - احصان، نه مراد نکاح دی او (الْمُحْصَنَاتِ) نه مراد حری (آزادی) ښځی دی -