لَنْ تَنَالُوا ۱۶۶ النِّســاء

وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنْكُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۲۱﴾ وَلَا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُمْ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاءَ سَبِيلًا ﴿۲۲﴾ حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۲۳﴾

اوڅنگه اخلئ تاسو دا او رسیدل کړی دی بعضی ستاسوبعضو ته اواخیستی دی ښځو ستاسونه لوظ پوخ ﴿۲۱﴾
اونکاح مه کوئ‌ دهغه چاسره چه نکاح ورسره کړی وی پلارانوستاسو دزنانؤنه مگرهغه چه مخکی تیرشوی دی یقیناً‌ دادی ښکاره گناه اوسبب دغضب د اللّه تعالٰی دی اوبده لاره ده ﴿۲۲﴾
حرام کړی شوی دی په تاسوباندی (نکاح) دمیندو ستاسو او لونړه ستاسو اوخویندی ستاسو اوتروریانی ستاسو اوماڅی گانو ستاسواو وریری او خورزی اومیندی ستاسو هغه پئ درکړی وی تاسوته اوخویندی ستاسو دپئ ورکولو دوجی نه اومیندی دښځو ستاسو (خواخی) اوپرکټی ستاسو هغه چه پالنه ستاسوکښی دی دښځوستاسونه هغه چه یوځای شوی يئ تاسو دهغوی سره پس که نه وی یوځای شوی دهغوی سره پس نیشته گناه په تاسوباندی اوښځی دځامنوستاسو (ننگورانی) هغه ځامن چه پیداوی ستاسودشاگانونه اوجمع کول د دؤو خویندو مگرهغه چه مخکی تیرشوی دی یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۲۳﴾

[۲۱] په دی آیت کښی دلیل دی چه ښځه خاوند په یوځای کیدلوسره مهرکامل واجب کیږی - اومیثاق، کښی مرادنکاح کول دی -
[۲۲] دالسم حکم دی منع دنکاح دمیری مورنه - چه جاهلیت کښی دا حلال گنړلی کیدل چه دهغی ذکر په ( إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ) کښی دی - (سوال) لَا تَنْكِحُوا، دراتلونکی زمانی دپاره دی اوقدماسلف دتیری شوی زمانی دپاره دی نوددی استثناء خوصحیح نه ده (جواب) الا په معنیٰ د لٰکن سره دی استثناء‌ منقطع ده یاپه معنیٰ دبعد سره دی -
[۲۳] دا یؤولسم حکم دی تفصیل دهغه ښځو چه دهغوی سره نکاح د همیشه دپاره حرام وی - دا اووه قسمونه نسبی دی اوپه هغی کښی نیا او نوسی هم داخل دی اودوه سببی دی دهغی نه او دوه رضاعی دی لیکن حدیث شریف په وجه سره (چه رضاعت په وجه هغه به حرام وی کوم چه دنسب په وجه حرام دی) نوری هم حرام دی اوڅلور د سخرگنئ دوجی نه حرام دی دامحرمات اگرچه جاهلیت والامنل ، لیکن بعضی به ئی ددی نه حلالی گنړلی هغی ته اشاره ده په إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ سره -