وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الْآنَ وَلَا الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ﴿۱۹﴾ وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا ﴿۲۰﴾
اونیشته قبلول دتوبی هغه کسانولره چه عملونه کوی دبدئ ترهغی چه کله نزدی شی یو ددوی ته مرگ وائی یقیناً ماتوبه اکړه اوس اونه ده (توبه) دهغه کسانو چه مړه کیږی په داسی حال کښی چه دوی کافروی ، دغه کسان تیارکړی مونږ دوی لره عذاب دردناک ﴿۱۸﴾
ای ایمان والو: نه دی حلال تاسولره چه وارثان شئ دزنانؤپه زور، اومه تنگوئ دوی لره دپاره ددی چه واخلئ بعضی هغه مال (مهر) چه ورکړی دی تاسو دوی له مگرکه راتلل اوکړی په بدکارئ ښکاره اوژوند کوئ ددوی سره په ښه طریقه پس که بدگنړئ تاسو دوی پس کیدی شی چه بدگنړئ تاسو څه شی اوپیداکړی وی اللّه تعالٰی په هغی کښی فائدی ډیری ﴿۱۹﴾
اوکه غواړی تاسو بدلول دیوښځی په ځای دبلی ښځی اوورکړی وی تاسو یو ددوی ته لویه خزانه (مهر) پس مه اخلئ ددوی نه هیڅ شی آیا اخلئ تاسو دابدنامه لگؤونکی اوگناه کؤونکی ښکاره ﴿۲۰﴾
[۱۸] دادوه قسمه توبه نه قبلیږی (۱) په وخت دزنکدن کښی (۲) پس دمرگ نه - داول قسم مثال قوم دفرعون دی لکه په سوره یونس (۹۰-۹۱) کښی اوداسی په سورة انعام (۱۵۹) کښی ذکردی -
[۱۹] دانهم حکم دی رد په جاهلیت باندی چه کله کونډه به پاتی شوه نونورو ورثوبه په هغی په زور نکاح کؤو یابه ئی په چاخرڅه کړه په زور سره - ځکه دابه ئی خپل میراث گنړلو ( وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ) داخطاب دی خاوندانو ته مطلب دادی چه یوسړی دخپله ښځه په دی مقصد نه تنگوی چه مهرواپس راکړی لیکن چه بدکاری اوکړی نوبیاجائز دی چه په خلع سره ئی پریږدی (وَعَاشِرُوهُنَّ) داهم خطاب دی خاوندانوته چه ښځوسره گذاره کوئ ، اوکه یوعیب پکښی وی لکه بدخویه وی نوهم ورسره گذاره په کارده کیدی شی چه اللّه تعالٰی اولاد صالح ورکړی - اوپه دی کښی اشاره ده چه دښځی حق په خاوند باندی معاشره ده په معروف طریقی سره -
[۲۰] دا آیت دمخکی حکم سره تعلق لری یعنی بغیردخلع نه دښځونه مهرونه واپس اخستل غټ گناه دی (قِنْطَارًا) دی لفظ کښی اشاره ده چه دمهردزیاتوالی دپاره څه حد نیشته لیکن ریا اوفخر په طورسره منع دی - (بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا) یعنی مهرواپس اخیستل خودلالت کوی چه دغه ښځی بدکاری یا بدخلقی کړیده یابه خالص ظلم کوی -