لَنْ تَنَالُوا ۱۶۴ النِّســاء

وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ فَإِنْ شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّى يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ﴿۱۵﴾ وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا فَإِنْ تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَحِيمًا ﴿۱۶﴾ إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِنْ قَرِيبٍ فَأُولَئِكَ يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷﴾

اوهغه زنانه چه اوکړی بدکاری دزنانوستاسونه، پس گواهان اوغواړئ‌ په دوی باندی څلور دنارینو ستاسونه پس که گواهی اوکړه دوی پس حصارئی کړئ دوی لره په کورونو کښی تردی چه واخلی دوی لره مرگ یامقرربه کړی اللّه تعالٰی دوی لره څه لار ﴿۱۵﴾
اوهغه دوه کسان چه اوکړی بدکاری ستاسونه پس زورنه ورکړئ دوی لره پس که دوی توبه اوکړه اونیک ئی کړو عمل پس مخ واړوئ‌ ددوی (زورنی) نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی توبه قبلوونکی رحم والا دی ﴿۱۶﴾
یقیناً‌ (قبول) دتوبی د اللّه تعالٰی په نزد هغه چالره دی چه عمل کوی بد، په ناپوهی سره بیا توبه اوباسی د نیزدی نه پس دغه کسان توبه قبلوی اللّه تعالٰی ددوی ، اودی اللّه تعالٰی پوهه حکمتونووالا ﴿۱۷﴾

[۱۵] دا اتم حکم دی بندول دبدکارئ‌ ، اومقصد په دی کښی دزنانوحفاظت او عصمت دی په دی آیت کښی صرف په کورونوکښی دساتلو ذکر دی دپاره دبچ کولو دبدکارئ نه - اود وهلو یا درجم کولو حکم ته انتظار وؤ - بیا هغه نازل شو، اودیته نسخ نه وائی - لفظ داربعة په تاسره دلالت کوی چه گواهان داثبات دزنا صرف سړی کیدی شی ځکه چه په قانون عربی کښی دمذکردپاره په اسم عدد کښی تاذکرکیږی (يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا) مراد ددی نه حد دزنا دی په غیرشادی شده باندی سل دری اویوکال دپاره شړل اوپه شادی شده باندی رجم کول داسی په صحیح حدیث کښی ذکر دی -
[۱۶] دی آیت کښی یومراد دادی چه دوه نارینه بدفعلی اوکړی نودوی لره ضرر ورکړئ په ملامت کولو، په زورنه، په وهلو، په قتلولو یاپه رجم کولو، اودوهلو، په نزد دبعضی اهل علمو په دی کارونوکښی هره یوه سزا جائز ده قاضی لره اختیار دی دوهم مراد دادی چه ښځی اوسړی زنااوکړه پس دوی لره هم زورنه ملامتیا ورکړئ (دحدنه علاوه) لیکن چه توبه اوباسی نوبیابه ملامتیا نه ورکوئ اگرچه حد نه معاف کیږی په توبی سره -
[۱۷] داترغیب دی توبی ته په وخت دهغی کښی ، وخت دهغه دمرگ نه مخکښی دی دیته قریب وائی (بِجَهَالَةٍ) هربد عمل کؤونکی اگرچه عالم وی لیکن په وخت دبدعمل کولوکښی جاهل دی ځکه چه دعاقبت نه ناخبره دی -