لَنْ تَنَالُوا ۱۶۳ النِّســاء

وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۳﴾ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۱۴﴾

اوتاسولره نیمه دهغه مال نه ده چه پریخودلی وی ښځو ستاسو که چیری نه وی دوی دپاره هیڅ اولاد پس که وی دوی دپاره اولاد پس تاسو لره څلورمه حصه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی دوی روستو دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کوی دوی په هغی سره اود ادا دقرض نه اود ښځو دپاره څلورمه حصه دهغه مال نه چه پری خودلی وی تاسو که چیری نه وی تاسولره څه اولاد، پس که چیری وی تاسودپاره اولاد، پس ښځولره اتمه حصه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی تاسو روستو دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کوئ تاسو په هغی سره اود ادا دقرض نه - اوکه چيری وی سړی چه میراث ترینه اوړلی مونډوتی میراث یازنانه داسی وی یازنانه داسی وی اودهغه دپاره رور یاخور وی (دمورنه صرف) پس هریولره ددی دواړونه شپږمه حصه ده پس که دوی وی زیات ددی نه پس دوی برابربرخووالادی په دریمه حصه کښی پس دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کیدی شی په هغی سره اود ادا دقرض نه - نه به يئ ضرر ورکؤونکی (په وصیت سره) داکلک حکم دی د اللّه تعالٰی دطرف نه او اللّه تعالٰی پوهه دی صبرناک دی ﴿۱۲﴾
دا (حکمونه) پولی د اللّه تعالٰی دی، اوچاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی اورسول دهغه داخل به کړی اللّه تعالٰی ده لره جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اوداکامیابی لویه ده ﴿۱۳﴾
اوچاچه نافرمانی اوکړه د اللّه تعالٰی اودرسول دهغه اوتیرشو دپولو دهغه نه داخل به کړی دی اورته همیشه به وی په هغی کښی او ده لره عذاب دی شرموونکی ﴿۱۴﴾

[۱۲] په دی آیت کښی میراث دی د زوجیت دښځی خاوند متعلق څلور مسئلی دی او دکلٰلة متعلق پنځه مسئلی دی (كَلَالَةً) هغه ته وائی چه پلاراونیکه ئی نه وی اوپه اولاد کښی هم نارینه نه وی په دواړو طرفونو عاجزوی زورئی نیشته ددی وجی نه ورته کلاله وئیلی شی (أَخٌ أَوْ أُخْتٌ) رونړه خویندی دری قسمه دی (۱) هغه چه موراوپلار کښی شریک وی دیته اعیانی وائی (۲) چه پلارکښی شریک وی اومیندی ئی جداجدا وی دیته علاتی وائی (۳) چه مورکښی شریک وی او پلارئی جداجدا وی دیته اخیافی وائی په دی آیت کښی مراد د رور خورنه اخیافی دی قول دعبداللّه ابن مسعود رضی اللّه عنه په دی کښی شاهد دی هرکله چه ددوی رشته صرف دزنانه په وجه ده ځکه ئي‌ میراث د زوجیت سره یوځای ذکر کړه اوپه دی کښی دنارینه او دزنانه حصی دمیراث برابردی (غَيْرَ مُضَارٍّ) یعنی وصیت به د دریمی حصی دمال نه زیات نه وی دارنگ چه ورثه غریبان وی نووصیت دِ نه کوی دیته ضرر وائی -
[۱۳] دتاکید دحکم دمیراث دپاره ئی منونکوته بشارت (زیری) ذکرکړو اونه منونکوته ویره دعذاب اخروی ئی ذکر کړه احکام الٰهیه ته پولی ځکه وائی چه هغه کښی زیاتی کول اوکمی کول منع دی اول فعل دبدعت دی دوهم عمل دفسق دی (وَرَسُولَهُ) په دی کښی اشاره ده چه نوراحکام دمیراث داحادیثونه اخیستل ضروری دی -
[۱۴] دا آیت په باره د منکرینو د حکم دمیراث کښی دی اومنکرکافروی - اوهغوی ته تخویف اخروی دی ددی وجی نه همیش والی دعذاب دجهنم ئی ذکر کړی دی اوصرف منع کوونکی دتقسیم دمیراث خو گنهگار دی په گناه کبیره سره لیکن کافرنه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>