لَنْ تَنَالُوا ۱۶۲ النِّســاء
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ﴿۱۰﴾ يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۱﴾
یقیناً هغه کسان چه خوری مالونه دیتیمانوپه ناحقه سره یقیناً اچوی په خپلو خیټو کښی اور اوزر دی چه داخل به شی دوی اورته ﴿۱۰﴾
مضبوط حکم درکوی تاسوته اللّه تعالٰی په باره دمیراث داولاد ستاسوکښی - نارینه دپاره په شان دبرخی د دؤو زنانودی، پس که دوی زنانه وی (دوه) (او) زیاتی د دوو نه پس دوی لره دوه حصی دی دهغه مال چه پری خودلی وی ده اوکه وی یولور پس هغی لره نیمه ده اودپاره دمور او پلار دده هریولره ددی دواړو نه شپږمه حصه ده دهغی چه پریخی وی ده که وی هغه لره اولاد پس که نه وی هغه لره هیڅ اولاد اووارث وی دده موراوپلار پس موردده لره دریمه حصه ده ، پس که وی ده لره رونړه پس موردده لره شپږمه حصه ده روستو دپوره کولو دوصیت نه چه وصیت کوی په هغی سره اود اداکولو دقرض نه ، پلاران ستاسو او ځامن ستاسو نه پوهیږئ تاسو چه کوم یو ددوی زیات نزدی دی تاسوته په نفع کښی، حصی مقرری کړی شوی دی دطرف د اللّه نه، یقیناً اللّه پوهه دی حکمت والادی ﴿۱۱﴾
[۱۰] داویره دعذاب اخروی ده دپاره دظلم کؤونکو په یتیمانو باندی (فِي بُطُونِهِمْ) دالفظ ئي ددی دپاره راوړلو چه معلومه شی چه دلته مراد اکل نه خوراک کول دی صرف اخیستل نه دی یااشاره ده ډیر خوراک ته چه په مړه خیټه باندی وی -
[۱۱] دا اووم حکم دی تفصیل د حصو دمیراث په دی آیت کښی شپږ مسئلی دی د میراث د ولادت، دری د میراث د اولاد او دری د میراث دموراو پلار دی په دی کښی قرض د ادا کولو حق مخکښی دی په وصیت باندی لیکن د وصیت د اهتمام د وجی نه وصیت ئی مخکښی ذکرکړی دی ( آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ) یعنی دا حصی اللّه تعالٰی په خپله مقرر کړی او مونږ ته ئی اختیار رانکړه ځکه مونږ پوره نه پوهیږو چه پلار او ځوی کښی کوم ډیر فائده مند دی (فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ) د ډیر اهل علمو په نیز باقی ټول دپلار دپاره دی د رونړو دپاره حصه نیشته او دبعضی اهل علمو په نیزسدس (باقی) د رونړو دی -
فائده: په دی آیاتونو کښی چه د چا حصی مقررشوی دی نو هغوی ته ذوی الفروض وائی او ددوی نه چه کومی حصی پاتی شی هغه به د عصبه ورثودپاره وی چه دهغوی ذکر په احادیثو او فقه کښی دی -