لَنْ تَنَالُوا ۱۴۷ آلِِ عِمٌران

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۵۶﴾ وَلَئِنْ قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۱۵۷﴾ وَلَئِنْ مُتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى اللَّهِ تُحْشَرُونَ ﴿۱۵۸﴾ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ﴿۱۵۹﴾

ای ایمان والو: مه کیږئ په شان دهغه چا چه کفرئی کړی دی (په نفاق سره) اووائی په باره دخپلو (نسبیانو کښی) کله چه هغوی سفراوکړی په ځمکه کښی یاوی هغوی غزا کؤونکی که چیری وی دوی زمونږپه خوا کښی نه به مړه کیدل اونه به وژلی کیدی - دی دپاره چه اگرځوی اللّه تعالٰی داخبره ارمان په زړونو ددوی کښی او اللّه تعالٰی ژوندی کول کوی اومړه کول کوی او اللّه تعالٰی ستاسو عملونه وینی ﴿۱۵۶﴾
اوکه اووژلی شوئ تاسوپه لارد اللّه تعالٰی کښی یامړه شوئ‌ نوبخنه دطرف د اللّه تعالٰی نه اوثوابونه غوره دی دهغه (مالونو) نه چه دوی ئی جمع کوی ﴿۱۵۷﴾
اوکه مړه شوی تاسو او ووژلی شوئ تاسو ضرور اللّه تعالٰی به جمع کړی تاسو ﴿۱۵۸﴾
پس په وجه درحمت د اللّه تعالٰی نرم ئی ته دوی ته اوکه وی ته بدژبی سخت زړی نوضرور دوی به خواره شوی ؤو ستا چاپیره نه پس معافی اوکړه ددوینه اوبخنه اوغواړه دپاره ددوی اومشوره غواړه ددوی نه په کارکښی ، پس کله چه قصد اوکړی د کولو دکارځان اوسپاره په اللّه تعالٰی باندی یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه کوی دتوکل کؤونکو سره ﴿۱۵۹﴾

[۱۵۶] په دی کښی تعلیم دحسن خلق دی دپاره ددفع کولودهزیمت هغه داچه منافقانو سره تشبیه مه کوئ په اقوالوکښی اوخاص په استعمالولو دکلمی د لو په مقابله دتقدیرکښی (لِيَجْعَلَ اللَّهُ) لام دعاقبت دی دلاتکونوا دپاره یعنی ددوی دوینا عاقبت به صرف افسوس او ارمان وی بله فائده ئی نیشته یالام علت دی متعلق د لاتکونوا سره اوذالک اشاره ده نه منلودخبری دمنافقانو ته -
[۱۵۷] هرکله چه منافقانو شهادت او مرگ فی سبیل اللّه بد گنړلو اودهغی نه ئی خلق منع کول نوپه دی آیت کښی ئی دشهادت طرف ته ترغیب ورکړو (وَرَحْمَةٌ) خاص ثوابونه چه په هغی کښی حصول د جنت هم داخل دی -
[۱۵۸] په دی آیت کښی دعام مرگ اوقتل ذکردی اگرچه فی سبیل اللّه نه وی اوهرکله چه په جهاد کښی شهادت (قتل) ډیروی دخپل مرگ نه نومخکی آیت کښی قتل اول راوړو اوپه عاموحالاتوکښی خپل مرگ ډیروی دقتل نه نوپه دی آیت کښی مرگ مخکښی ذکر کړی دی اوئیلی شوی دی چه په دواړه آیتونوکښی دری قسمه خلقو ته اشاره ده یوقسم خلق عمل کوی دمغفرت دگناهونو دپاره دوهم قسم خلق عمل کوی دحصول دجنت دپاره اودریم قسم عمل کوی دپارهد دحصول ددیدار الٰهی -
[۱۵۹] په دی آیت کښی صفت د نبی ﷺ دی چه دهغه اخلاق نرم وؤ اشاره ده چه امیردجهاد له هم داسی صفات په کار دی اوپه دی کښی دصحابوشان هم ذکر دی اگرچه احد کښی دهغوی نه غلطی شوی وه - (فَبِمَا رَحْمَةٍ) اشاره ده چه نبی ﷺ په خپلواوصافوکښی د اللّه تعالٰی رحمت ته محتاج دی - توکل معنیٰ معالم التنزیل داسی لیکلی ده، چه نه گنړی مددگار بغیرد اللّه تعالٰی نه اونه رازق بغیر دهغه نه - اونه دخپلو ټولو حالاتو خبردار بغیر داللّه تعالٰی نه - دارنگ توکل استعمال داسبابو دی موافق دحکم شرعی سره اواعتمادکول په اللّه تعالٰی باندی -