لَنْ تَنَالُوا ۱۴۸ آلِِ عِمٌران

إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۶۰﴾ وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَغُلَّ وَمَنْ يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۶۱﴾ أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللَّهِ كَمَنْ بَاءَ بِسَخَطٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۶۲﴾ هُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶۳﴾

که امداد اوکړی تاسو سره اللّه تعالٰی پس نیشته زورآورپه تاسوباندی اوکه پری دی اللّه تعالٰی تاسو پس څوک دی هغه کس چه امداد به اوکړی ستاسو سره روستو دهغه نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی ځان اوسپاری مؤمنان ﴿۱۶۰﴾
اونه دی لائق دشان د نبی ﷺ سره چه خیانت اوکړی اوچاچه خیانت اوکړو نو رابشی دهغه څیزسره چه خیانت کړی وی په ورځ دقیامت بیاپه پوره ورکړی شی هرچاته بدله دهغه عمل چه ده کړی وی اوپه دوی به ظلم نشی کیدی ﴿۱۶۱﴾
آیا پس څوک چه تابعداروی درضا د اللّه تعالٰی په شان دهغه چا دی چه اخته شوی وی په غضب د اللّه تعالٰی اوځای دده جهنم دی ، اوبد دی ځای دورتللو دا جهنم ﴿۱۶۲﴾
دوی مختلف درجووالا دی په نزد د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی لیدونکی دی دهغه عملونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۶۳﴾

[۱۶۰] داآیت دلیل دی دتوکل علی اللّه چه په مخکښی آیت کښی خاص کړی شو په اللّه تعالٰی پوری اورددی په شرک فی التصرف باندی (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) په اولوجملوکښی ذکردعقیدی د توحید دی اوهغه ایمان دی ددی وجی نه مؤمنون ئی ذکر کړو -
[۱۶۱] دادوهم صفت د نبی ﷺ دی اومقصد دادی چه مؤمنانوله نه دی جائز چه نسبت دخیانت نبی ﷺ ته کوی اورد دی په هغه منافقانوباندی چه نبی ته نسبت دغلول کوی لکه شیعگان چه نبی ته نسبت کوی چه هغه بعضی وحی پټه کړی ده - غلول، خیانت کول په امانت کښی اوپه مال دغنیمت کښی اودمسلمانانوپه مشترکه مال کښی دارنگ غلول وحی اوعلم پټولوته وائی اواشاره دیته ده چه نبی ﷺ چه صحابوته په ظاهر معافی اوکړو نوپه زړه کښی هم دهغوی نه رضا دی ځکه که زړه رضا نشی نوداخوغولول دی (يَأْتِ بِمَا غَلَّ) حدیث کښی راغلی دی چه چادیو څاروی خیانت کړی وی نوپه میدات قیامت کښی په دده په څټ باندی سوروی اوکه کپړه پټه کړی وی یابل څه شی نودهغی هم داحال به وی -
[۱۶۲] یعنی خیانت نه بچ کیدونکی په رضا د اللّه تعالٰی پسی روان دی اوخیانت گرپه غضب د اللّه تعالٰی اخته وی نودواړه یوشان نشی کیدی -
[۱۶۳] دامتعلق دی ددواړو ډلو سره - دلته لفظ پټ مراد دی لهم درجات، یاهم اُلودرجات -