ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا يَغْشَى طَائِفَةً مِنْكُمْ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَلْ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ مِنْ شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ مَا لَا يُبْدُونَ لَكَ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ مَا قُتِلْنَا هَاهُنَا قُلْ لَوْ كُنْتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَى مَضَاجِعِهِمْ وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۵۴﴾ إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۵۵﴾
بیا راولیږلواللّه تعالٰی په تاسوباندی روستو دخفگان نه امن پرکالی پټوؤ هغی یوډله ستاسونه اوبله ډله چه فکرمندکړی ؤو هغوی لره نفسونو ددوی گمان ئی کؤو په اللّه تعالٰی ناحق په شان دگمان دجاهلیت والو ویل دوی آیا شته مونږلره دامداد نه څه حصه - اوایه: یقیناً امداد ټول د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی پټوی دوئ په نفسونوخپلوکښی هغه څه چه نه ښکاره کوی تاته ، ویل دوی که چیری وی مونږلره داختیارنه څه شی نه به وی وژلی شوی مونږ (نسبیان زمونږ) دلته، اوایه که وی تاسوپه کورونوخپلو کښی نوضروربه راوتلی وی هغه کسان چه مقررشوی ؤوپه هغوی باندی قتل ځای دغورځیدلو خپلوته او (داکار اللّه تعالٰی اوکړو) ددی دپاره چه ازمیښت اوکړی اللّه تعالٰی دهغه (نفاق) چه په سینو ستاسو کښی دی اودی دپاره چه پاک کړی هغه ایمان چه په زړونو ستاستو کښی دی ، او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی دی ﴿۱۵۴﴾
یقیناً هغه خلق چه واپس اوگرځیدل ستاسودمیدان نه په هغه ورځ چه مخامخ شوی دوه ډلی یقیناً خویلی دی دوی لره شیطان په سبب دبعضی هغه عملونو چه دوی کړی دی اویقیناً معافی کړی دی اللّه تعالٰی دوی ته یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی دی صبرناک دی ﴿۱۵۵﴾
[۱۵۴] دعفونه روستو دابل قسم تسلی دپاره دصحابوکرامو ده چه په غزوه داحد کښی په روستو وخت کښی په دوی باندی اللّه تعالٰی پرکالی راوستله تردی پوری چه دطلحه رضی اللّه عنه روایت دی چه ځما دلاس نه ډیرځله توره اوغورځیدله اوداکرامت اورحمت خاصه دی په دی سره هم غم دزړه نه زائله شی لیکن داحال په منافقانوباندی نه وؤ راغلی دهغوی پنځه قبائح په دی آیت کښی ذکر دی (أَمَنَةً) اوامناً کښی فرق دادی چه سبب دغم اوخوف زائله شی نودی ته امن وئیلی شی اوچه سبب وی لیکن خوف اوغم زائل شی نوهغی ته امنة وئیلی شی (مَا فِي صُدُورِكُمْ) خطاب دی منافقانوته (وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ) خطاب دی مؤمنانوته په دی آیت کښی دلیل دی چه اجل اوځای دموت په تدبیرونوسره بدلیدلی نشی اووئیلی شی چه په دی آیت کښی ټول حروف هجاء دالف نه تر (ی) پوری موجود دی -
[۱۵۵] په دی کښی تسلی ده صحانه کراموته په معافی کولودهغه چه دوی دمیدان احدنه تختیدلی وؤ (بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا) مراد ددی نه هغه عمل دی چه په (۱۵۲) کښی ذکروؤ اودادلیل دی چه یوگناه سبب گرځی دبل گناه دپاره -