وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۵۲﴾ إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُونَ عَلَى أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِكَيْلَا تَحْزَنُوا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَا أَصَابَكُمْ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۵۳﴾
اویقیناً پوره کړی ده تاسو سره اللّه تعالٰی لوظ خپل کووخت چه وژل تاسو دوی لره په حکم د اللّه تعالٰی ترهغی پوری چه کله کمزوری شوئ تاسو او جگړه اوکړه تاسو په حکم دپیغمبرکښی اوخلاف هم اوکړو دحکم د نبی ﷺ نه روستو دهغی چه اوخودو اللّه تعالٰی تاسوته هغه شی چه تاسو خوخوو (غنیمت اومدد) بعضی ستاسونه هغه ؤو چه طلب ئی کؤو ددنیا اوبعضی ستاسونه هغه ؤو چه طلب ئی کؤو دآخرت ، بیااوگرځول اللّه تعالٰی تاسولره دهغوی نه دی دپاره چه ازمیښت اوکړی ستاسو اویقیناً معافی اوکړو اللّه تعالٰی ستاسونه او اللّه تعالٰی فضل والادی په مؤمنانوباندی ﴿۱۵۲﴾
کوم وخت چه روان وئی تاسومدینی طرف ته اوشاته نه کتل تاسو هیچ چاته اورسول آواز کؤوتاسوته روستو ستاسونه پس بدل ئی درکړو تاسوته غم په بل غم دپاره ددی چه نشئ غمژن په هغه څه پسی چه فوت شو ستاسونه اونه په هغه څه چه اورسیدو تاسوته او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه چه کوئ تاسو ﴿۱۵۳﴾
[۱۵۲] دا تحقیقی جواب دی دسوال دمنافقانو چه په احد کښی ولی اللّه تعالٰی مدد اونکړو او شکست اوشو حاصل د جواب دادی چه اللّه تعالٰی په اوله دفعه کښی په احد کښی مدد کړی وؤ مؤمنان غالب شوی وؤ غنیمتونه ئی راټولول لیکن ددی نقصاناتو په وجه سره هزیمت راغی - فشل، تنازع، عصیان - (مَا تُحِبُّونَ) مراد ددی نه فتح او غنیمت دی اودا محبوب وؤ دصحابه کرامو لکه په سورة صف (۱۳) کښی دی دنیا مراد نه ده بلکه د دنیاسره ئی صرف اراده ذکرکړی ده محبت ئی نه دی ذکر کړی (وَلَقَدْ عَفَا ) دصحابو ددغی غلطئ معافی په نص قطعی سره ثابت ده نوڅوک چه بیاهم صحابوپسی طعن کوی نوهغه ملعون دی -
[۱۵۳] داتفصیل دصرفکم دی (تُصْعِدُونَ) داصعاد نه دی اواصعادپه همواره ځمکه باندی تلل اوصعدوئیلی کیږی بره ختلوته (فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ) باپه معنیٰ دمع ده یوغم دبل غم سره یعنی ډیر غمونه یاباسببیه ده غم په سبب دخفه کولو ستاسو نبی ﷺ لره (په مخالفت دامردهِِغه سره) (لِكَيْلَا تَحْزَنُوا) په دی کښی ډیراقوال دی اول دامتعلق دی په لقدعفاعنکم پوری دوهم دامتعلق دی اثابکم پوری اوپه دواړه قولونوسره لازائد دی دریم داچه متعلق دی په اثابکم پوری لیکن بغم نه مراد په سبب دخفه کولو ستاسو نبی ﷺ لره او غَمًّا نه مراد آورول دی دمرگ د نبی ﷺ لکیلاتحزنوا یعنی په آوریدلو دوفات د نبی ﷺ دنورو مصیبتونو غمونه زائله شول -